1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ و څنډېده

۱۳۸۹ آبان ۱۰, دوشنبه

د ژمي په رارسېدو سره د پاکستان څخه د افغان کډوالو د لېږلو موده هم څنډول سوې ده.

https://p.dw.com/p/PvfT
انځور: Abdul Sabooh

د روان کال د مارچ په مياشت کې افغانستان ته په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ پيل سوې وه چې تر پرون ورځې پوري يې دوام درلود او همدا نن پاى ته ورسېده.

په پاكستان كې د يو اين ايچ سي ار ادارې د چارواکيو په خبره: په تېر کال کې له دې هيواد څخه افغانستان ته يوسل نهه زره تنه افغان کډوال د دوى له خوا لېږل سوي دي.

په پاكستان كې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ وياندې دنيا اسلم خان د المان ږغ راډيو ته په خپلو خبرو كې وويل چې: هېواد ته د کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ به په راتلونكي کال کې بيا پيل کړي.

که له يوې خوا د يو اين ايچ سي ار ياده سوې شمېره كډوال د دوى په مرسته خپل هيواد ته ستانه سوي دي، خو له بلې خوا په افغانستان كې د ناسمو حالاتو، كورنۍ جګړې، زياتې ګرانۍ او دغو كډوالو د ځاى ځاى ګي نه لرلو له امله هېواد ته د ستنيو سويو کډوالو له ډلې څخه يې ګڼ شمېر بيرته اړ سوي دي چې پاکستان ته ولاړ سي.

د نړۍ په دوو دېرشو هيوادونو چې افغانستان او پاكستان هم په كې دي د كم اقتصاد له وجې ګرانۍ ورځ تر بلې زياتېږي، نو ډېرى افغان کډوال دا وايي چې د يو اين ايچ سي ار له خوا له دوى سره هېواد ته د ستنېدو له پاره کېدونکې مرستې بېخي كمې دي.

دوى دا غوښتنه کوي چي دغه مرستي دي زياتي سي، ځكه چي په دغو مرستو نه سي کولاى په افغانستان کې د سر پټېدو ځاى جوړ کړي، خو دنيا اسلم خان وايي چې فل الحال به دا مرستې همدومره وې خو په راتلونكي كال كې به ګور چې دغه مرستې كه څنګه

د كډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د علي كمشنرۍ په وينا، تر اوسه پوري لږ ډېر يو اعشاريه شپږ ميلونه افغان کډوال په پاكستان كې ژوند كوي چې ډېرى يې په خيبرپښتونخوا او نور يې په بلوچستان، سند او پنجاب ايالتونو كې مېشت دي.

حبيب الرحمن تاثير/ کوټه

کتونکی: نجيب الله زيارمل