1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اسلامي دولت» نومې ډله د ماتې په درشل کې

آژانسونه« عبدالباري حکيم۱۳۹۳ شهریور ۱۶, یکشنبه

د «اسلامې دولت» د ترهگرو ملیشو پر ضد حملې دوام لري. د هغوی پر ضد حملو کې د پرمختگ رپوټونه ورکول کیږي، خو جگړه لا تراوسه فیصله شوې نه ده. ویل کیږي چی نوموړي افراطیون جت الوتکې هم لري.

https://p.dw.com/p/1D8Js
د عراق کردي پیشمرگ جنگیالي د «اسلامی دولت» نومې ملیشو پر ضد جگړه کې
د عراق کردي پیشمرگ جنگیالي د «اسلامی دولت» نومې ملیشو پر ضد جگړه کېانځور: Reuters/A. Jadallah

کردي جنگالیو د عراق په شمال کې د «اسلامي دولت» نومې ډلې له ترهگرو ملیشو څخه له ستراتیژیکي لحاظه یو مهم غر بیرته نیولی دی. د بي بي سي د تلویزوني شبکې د یو رپوټ له مخې په دغو نښتو کې د پخواني داعش نومې ډلې ۳۰ جنگیالي وژل شوي دي. په رپوټ کې ویل شوي چی کردي جنگالي د متحده ایالاتو له هوايي ملاتړ څخه برخه من دي. کردانو وویل چې د متحده ایالاتو هوایي بمباریو د جگړې په وضعیت کې «ستربدلون» رامنځ ته کړی دی. د کردي جنگالیو د یوې ځانگړې کوماندو قوماندان نوموړي خبري رسنۍ ته وویل چې د عراق په شمال کې د ستراتیژیک لحاظه د مهم غره نیول خورا مهم دي، ځکه دا کیدای شي چې د موصول د ښار په بیرته نیولو کې مرسته وکړي. دغه ښار تیره میاشت ترهگرو ونیو.


څه د پاسه ۱۰۰ امریکایی هوايی بمبارې


د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قومانداني خبر ورکړ چې په تیرو دوو ورځو کې د ترهگرو ملیشو پر ضد له جنگي او بې پیلوته الوتکو څخه کار واخیستل شو. هغې زیاته کړه چې د نوموړې ډلې یو گڼ شمیر نقلیه وسیلې ویجاړې او تاواني شوې دي. په ټولیزه توگه متحده ایالاتو تر اوسه پورې د «اسلامي دولت» نومې ډلې پر ضد ۱۳۳ هوایي حملې کړي دي.

Die syrische Stadt Raqqa nach der Einnahme durch den IS
انځور: dpa/AP Photo/Raqqa Media Center of the Islamic State


دغه راز د سورېې په شمال ختیځ کې د «اسلامي دولت» نومې ډلې د ملیشو په یوې اډې باندې د سوریې د پوځ د هوايي بریدونو په نتیجه کې یو گڼ شمیر خلک وژل شوي دي. په لندن کې د بشري حقونو یوې ډلې چې په سوریه کې وضعیت څاري، وویل یواځي توغندي بریدونو سره د الرقه په ښار کې یو ډوډي پخلنځي (نانوايي) ته نژدې ۲۵ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په وژل شوو کسانو کې لږ تر لږه ۱۶ یې ولسي وگړي دي. سر بیره پر دې د سورېې د اپوزیسیون ېوې سرچینې رپوټ ورکړ چې د الرقه په ښار باندي بې پیلوته الوتکو هم الوتنې کړي دي. له څه مودې را په دې خوا امریکا متحده ایالات د سورېې پر سرد بی پیلوته الوتکو د الوتنو عملیات پیل کړي ترڅو د نوموړې ترهگرې ډلې په هکله معلومات راټول کړي.


د «اسلامي دولت» نومې ډله اوس د عراق د شمال د یو شمیر سیمو ترڅنگ د سورېې په ختیځ باندې چې د دغه هیواد د ټولې خاورې یو پر دریمه برخه جوړوي، واکمنه ده. الرقه د دغو افراطینو یو مهم مرکز گڼل کیږي. د سورېې پوځ دوه اونۍ مخکې نوموړې ښار ته نژدې د الطبقه هوايي ډگر له لاسه ورکړ. د الرقه په ولایت کې دا د سوریې د بشار الاسد د رژیم وروستۍ اډه وه. له هغه وخت را په دې خوا د سورېې پوځ پردغه ولایت هوايی بمبارې کوي.


الرقه: د سورېې په شمال ختیځ کې


د اسلامي دولت نومې ډلې د افراطینو له خوا د الطبقه د هوايي ډگر نیولو سره ښایي یو شمیر جت الوتکې هم د هغوی لاس ته لویدلې وي. په انترنیت کې د نوموړې ډلې له خوا په ېوې خپرې شوې ویديو کې لیدل کیږي چی په د الطبقه په هوايي ډگر کې جت جنگي الوتکې هم ولاړې دي. دغه انځورنه ښکاره کوي چی د «اسلامي دولت» جنگیالې څرنگه دغو الوتکو پروې ځانونه نښولولي دي او ورخيژي. دا چې الوتکې جوړي دي او الوتلای شي که نه، معلومات نه شته. د سورېې د بشري حقونو د څارنې ډله وايي: د سورېې پوځ کولای شوای چې له نوموړي هوايي ډگر څخه له وتلو مخکې ټولې جت الوتکې یوه خوندي ځای ته ولېږدوي.


په دی منځ کې د ملگرو ملتو د امنیت شورا د نوموړې ترهگرې ډلې له خوا د امریکايی ژورنالیست، ستیفن سوتلوف وژل د یو « کرکجن او د بی غیرته» عمل په توگه وغانده. په پریکړه کې راغلي دي چې : « دغه پیښه ښکاره کوي چی په سوریه کی ژورنالیستان له څه ډول یو وضعیت سره مخامخ دي او د اسلامي دولت نومې ډلې وحشت یو ځل بیا په ثبوت رسوي.» د امنیت شورا د نوموړې ترهگرې دلې د له منځه وړلو لپاره غوښتنه کړې ده.