1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پرون پر انتخاباتو باندي د خارجي ورځپاڼو تبصرې

۱۳۸۸ مرداد ۳۰, جمعه

ايطالوۍ ورځپاڼي« لا ستمپا »چي په تورين کي خپريږي ، دجمعي دورځي په ګڼه کي دافغانستان د انتخاباتومثبت بيلانس ايستلی ، او ليکلي يې دي چي ، تراوسه لا څرګنده نده چي کوم کانديد دا ټاکني ګټلي دي ...

https://p.dw.com/p/JFuP

خو مونږ کولای شو چي دافغانستان د انتخاباتو دورځي چي داسي په تلوسې او ډار سره يي انتظار ويستل کيده، دګتونکو اوبايلونکو لست جوړ کړو . بايلونکي طالبان او جګړه سالاران دي ، او ګټونکي يې دافغانستان ولس او داتلاف ځواکونه دي . دطالبانو دتيري اونۍ دتوضيحاتو چي د وينو بوی ترې راته، او د دوی دتيرو مياشتو دخونړيو او ډارونکو ګوزارونو سره سره،تر هغه چي سړی په خوب کي ليدلای شوای، ډيرخلک د انتخاباتودصندقونو په لوري ولاړل . لکه دعراق په شان چي انتخابات دالقاعده اودپاڅونکونکو، دګواښونوسره سره په يوه وخت کي وشول ، او خلکوټاکنو ته تلل انتخاب کړل .

دافغانستان دانتخاباتو په هکله هسپانوۍ محافظه کاره ورځپاڼي« اي بي سي مادريد» دنن جمعې دورځي په ګڼه کي ليکلي دي چي : تروريستو طالبانو ددې مخه ونسوای نيولای چي په افغانستان کي دلمړي ځل لپاره دافغاني مقاماتو لخواترتيب شوو اوتشکيل شوو انتخاباتو مخ ونيسي .او داپه دغه موقعیت کي چي داهيواد يې لري، ډيره لويه لاسته راوړنه ده . خو دخارجي پوځونو د8 کلن حضور په پام کي نيولو سره دا ډيره په اصطلاح ډنګره نتيجه ده .

طالبانو په تروريستي ګوزارونو سره داثابته کړيده چي، دوی دازادۍ، او پرمختګ دهري بڼې او ډول پر ضد دي، اوغواړي چي افغانستان منځنيو پيړيو ته پر شابوزي . سړی بايد ووايي چي لويديزبه په افغانستان کي ټولو هدفو ته چي ځانته يې ټاکلي دي ،ونه رسيږي . خوددې خبري معنی دانده چي ناټو به چي دنړۍ له ټولو څخه ستر پوځي اتحاد دی ،پر طالبانو باندي بريا ونه مومي .

فرانسوۍ نامتوورځپاڼي « له فيګارو» هم نن دجمعې په ورځ دافغانستان درياست جمهورۍ پر انتخاباتو باندي تبصره کړې، او ليکلي يې دي چه : دافغانستان درياست جمهورۍ انتخابات ددې لپاره کفايت نکوي چي ددغه هيواد څخه زمونږ له پوهاوي سره سم يو ديموکراټ هيواد جوړ شي . دغه انتخابات دطالبانو دپاته راتلو معنی هم نلري . دپوځي وضعي ، نا امني، اودحامد کرزي دحکومت اشتباه ګاني له ټاکنو، اوتر هغه وروسته وخت يو د خطرو ډک پړاو جوړوي . خو انتخابات ددې لپاره چي حکومتي تاسيساتو ته قانوني بڼه ورکوي، مهم دي . ځکه چي دا دسياسي ثبات يوازنی تضمين دی .دنتيجود انتظار له امله اویا داکه دويم وار انتخابات لازمي شي، راتلونکي اونۍ هم له خطرو ډکي ښکاري .که څه هم دښمن لا په کابل کي ندی، خو قابو ناست دی چي داهڅي چي له افغانستان څخه دکار دتوان لرونکي هيواد دجوړيدو لپاره کيږي، څه وخت ناکامه کيږي .

Wahlkampf in Ghor Afghanistans Provinz
انځور: Alizadah

دفايننشل ټايمز دويچلند نومي ورځپاڼي چي دجرمني دهامبورګ په ښارکي خپريږي ،په خپلي دپنجشنبې دورځي په ګڼه کي ليکلي دي چي يوازي په انتخاباتوکي دخلکو ګډون ته بايده دي ونه کتل شي . يوازي دټاکونکولخوا دخپلونومونو ثبتول ښيي چي ،دغه اولس ددباندي څخه ورته راوړل شوې ديموکراسي منلې ده . خو طالبان يا په رښتيا سره تعميل شوي زور، اويا دګواښونو له لاري دخلکو په قانع کولو بريالي شويدي . البته چي ځني نور شاته وارونه هم ممکن دي . دمثال په ډول که کرزی له حده ډيري رايي وګټي اوددې شک سبب شی ،چي هرڅه په سم ډول ندي ترسره شوي . خو دټول زور زياتي سره سره په دغه هيواد کي ديموکراسي ديوه حقيقت په توګه پاتيږي .

المانۍ ژبي« دنورد وست څايتونګ» نومي ورځپاڼي دافغانستان د انتخاباتو په هکله په خپلي دپنجشنبې دورځي په ګڼه کي ليکلي دي چي : دابيخي دباوروړ نده چي په مليون هاوو افغانان ټاکنوته تللي دي . پداسي يوه هيوادکي چي يوازي تريوه حده پوري لکه هسي چي مونږ په يو هيواد پوهيږو، دپيوستون لرونکي ټولني په حيث موجوديت لري . په داسي يوه هيوادکي چي دهغه دوام لرونکي عنعنه داده چي دپرديو لخوا لارښونه ورته وشي، پداسي يوو هيواد کي چي 30 کاله پخوا دشوروي پوځونولخوا یرغل ورباندي وسو، پداسي يوه هيواد کي چي کله چي شورويان ترې ولاړل داسلاميانو دليونتوب ګاللوته مجبوره وو. پداسي يوه هيواد کي چه په مليون هاووښځي اونارينه انتخاباتوته تللي دي . نو سړی پوهيدلی شي چي بلاخره دسولي دراتلو اودزده کړي، اوددې لپاره چي په نړيوال هوسا ژوندکي دوی هم برخه واخلي، ددوی هيلي اوغوښتني بايد څومره لويي او حتی بې جلوه وي .

Dpa/ رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري