1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پرويز مشرف د ليري کيدو هلي ځلي رواني دي

۱۳۸۷ مرداد ۱۸, جمعه

په پاکستان کي اتحاديي ګوندونو يوه ګډه اعلاميه خپره کړي، چي پکښي ويل کيږي پرويږ مشرف تر اوسه پوري د پارلمان څخه د اعتماد رايه نه ده تر لاسه کړې

https://p.dw.com/p/Essy
د پاکستان جمهوررييس پرويز مشرف
د پاکستان جمهوررييس پرويز مشرفانځور: AP

د پنچشنبې په ورځ د خلګو د ګوند د لارښود آصيف زرداري، د پاکستان د مسلم ليک ګوند مشر نواز شريف او ددوی د اتحادي ګوندونو عوامي ملي ګوند او د جمعيت علما اسلام فضل الرحمن د ډلو استازو په ګډه په يوه خبره غونډه کي يوه اعلاميه خپره کړي چي پکښي ليکل سوي وه، چي د هيواد د اوسنيو ربړو مسوليت دده پر غاړه دی، ځکه نو دی بايد د خپلي چوکۍ څخه ليري کړل سي.

پر پرويز مشرف باندي فشار ډير سوی دی چي يادي استعفا ورکړي او يا دي دې ته تيار سي چي د هيواد ټول سوبايي او ملي پارلمانونه به دده پر ضد راولاړ سي او دی به د خپلي چوکۍ څخه را وغورځوي.

د مسلم ليک ګوند مشر نواز شريف او د خلګو د ګوند مشر آصف زرداري
د مسلم ليک ګوند مشر نواز شريف او د خلګو د ګوند مشر آصف زرداريانځور: AP

د اتحادي ګوندونو لخوا په دې اړه د راتلونکي دوشنبې په ورځ پارلماني غونډه رابلل سوې ده چي پر دې موضوع باندي خبري اتري وکړي.

د جمهوررييس څخه د واک اخستلو قانوني لاري چاري آسانه ندي او د اساسي قانون له مخه ددې لپاره د پارلمان د ګډي غوندي او د سنا د ټولو غړو دوه پر دريمه رايي پکار دي. چي د پاکستان د پارلمانونو د ټولو غړو د شمير څخه چي 442 تنه دی بايد 295 تنه ددې لپاره رايې ورکړي. په داسي حال کي چي د چارواکي اتحادي ګوندونو ټول شمير 237 تنه دی. نو دا ښکاره خبره ده چي له قانوني پلوه دا هغه شمير نه دی چي د جمهوررييس د ليري کولو لپاره پکار دی.

خو داسي ويل کيږي چي حکومتي اتحاد د نورو ګوندونو او د قبايلي سيمي د پارلمان د غړو او سناتورانو ملاتړ هم لري.

بله خوا پرويز مشرف د خپلو ملګرو سياسي ډلو پاکستان مسلم ليګ کاف ډلي،MQM او ځينو نورو کوچنيو ډلو سره سلا مشورې پيل کړي دي چي پرضد يې د روانو هلو ځلو مخنيوی وکړي.

د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني او جمهوررييس پرويز مشرف
د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلاني او جمهوررييس پرويز مشرفانځور: AP

په ځينو سياسي کړيو کي ويل کيږي چي د پرويز مشرف د سياسي واک موده پوره سوه او دی به اوس دې ته اړ سي چي خپله چوکۍ پرېږ دي خو ځيني کارپوهان وايي چي د اتحادي ګوندونو سره دونه کسان نسته چي په پارلمان کي دوه پر درې ډيرکی تر لاسه کړي، او چارواکي ټول په دې پوهيږي چي دا کومه نتيجه نه ورکوي او ددوی په خبره چي دا ټوله ددې لپاره کيږي چي خلګو ته بازي ورکړل سي او دا وښي چي دوی خو خپلي ټولي هلي ځلي وکړې خو بريالي نسول. نو نوربه د پرويز مشرف سره ګډ کار وکړي.

خو د کارپوهانو په نظر اوس بيره دلته ده چي که چيري پرويز مشرف د اساسي قانون هغه ماده عملي کړه چي له مخه يي جمهوررييس دا واک لري چي پارلمان له منځه يوسي نو په هغه صورت کي به بيا څه کيږي. او دغه راز په پاکستان کي اوس ددې اندېښنې ډيري سوي دي چي که داټول کارونه وسول او پرويز مشرف ليري سو نو پر ځای به يې څوک کښېني او د خلګو د ګوند او مسلم ليګ تر منځ به دسياسي واک وېش څنګه وي.