1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پلټل شویو رایو د باطلېدو بهیر پېل شو

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۳, دوشنبه

د افغانستان د ولسشمرۍ د رایو د ارزولو بهیر چې د ځنډ له لحاظه یې په نړۍ کې سارې نه لیدل کیږي، پای ته ورسید او د رایو د باطلېدو بهیر پېل شو. خو کمیسیون روښانه نه کړه چې وروستی پایلی به خه وخت اعلان شي.

https://p.dw.com/p/1D0MK
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان خلکو کابو شپږ میاشتې انتظار وایست تر څو د ټاکنو پایلې اعلان شي او نوی ولسمشر پر خپل کار پېل وکړي. خو دا، لا د کار پای نه ده. د رایو ۶۰۰۰ صندوقه چې مشکوک دي، په راتلونکو ورځو کې به په ځانگړې توگه وارزول شي. دغه صندوقونه په اصطلاح د «برخلیک ټاکونکو» صندوقونو په نامه هم یادیږي او هم دغه صندوقونه د دوهم پړاو ټاکنو سرخوږې وو. دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسیون د پایلو د اعلانولو له پاره یوازې شپږ ورځې وخت لري. ځکه چې ولسمشر حامد کرزي د «نوي ولسمشر د لوړې» له پاره یو ضرب الاجل ټاکلې دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د اگست میاشتې ۲۵مه) د ماسپېښین وروسته د رایو د باطلېدو پروسه پېل کړه. د رایو د باطلېدو پروسه د ارزونې د بهیر په څېر په علني ډول تر سره کیږي او د دواړو نوماندانو د استازو او نړیوالو څارونکو پر وړاندې پر مخ ځي.

د ټاکنو د کمېسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي، د دوشنبې په ورځ په کابل کې د رایو د باطلېدو د پروسې د پېل څخه تر مخه وویل: «نن د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوه علنۍ غونډه کې د ناظرینو، شاهدینو او رسنیو په حضور کې په رسمي ډول د تفتیش د ارزیابۍ نتایج او له سره شمیرنه پیلوي.»

یوناما: نوماندان دې نتیجه ومني

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو استازي د دوشنبې د ورځې په خبري غونډه کې له دواړو نوماندانو وغوښتل چې د تفتیش نتیجه ومني. د ټاکنو کمېسیون وویل چې د رایو د ۹۵۰۰ صندوقونو چک لېست یا د تفتیش نتایج کمپیوتري سیستم ته ورداخل کړای شوي دي او د رایو د باطلېدو له پاره چمتو شوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وینا د ۳۶۴۵ د رایې ورکولو د محلونو چک لېستونه یا د تفتیش نتایج چمتو دي او په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به په ډاگه شي چې څومره شمیر رایې باطلې شوي دي.

د ټاکنو د کمېسیون د چارواکو په وینا د ارزونې په پایله کې تر ۲۷۸۶ زیاتو د رایو په مرکزونو کومه ستونزه نه وه، خو ۶۹۷ نور محلونه باید له سره وشمیرل شي. د ۳۶۰۰ څخه د زیاتو محلونو له جملې څخه د ارزونې په پایله کې د ۷۲ محلونو رایې باطلې شوي دي.

ښاغلی هوتکي په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې دواړه نوماندان د باطلو رایو په اعلانیدو سره، ۲۴ ساعته وخت لري چې د ارزونې د بهیر په هکله د ټاکنو د شکایاتو له کمېسیون سره خپل شکایتونه ثبت کړي: «محترم انتخاباتي ټیمونه کولای شي د دغو محلونو د لېست تر نشریدو ۲۴ ساعته وروسته، خپل شکایتونه د ټاکنو د شکایاتو له کمېسیون سره ثبت کړي.»

د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون اعلان کړی چې دې چمتو دی، ژر تر ژره د دواړو نوماندانو شکایات وارزول شي. د نوموړي کمېسیون ویاند نادر محسني د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: «هغه شکایتونه چې د تفتیش د پایلې او د ټاکنو د کمېسیون د نویو فیصلو له کبله راپورته کیږي، زموږ هڅه به دا وي چې د امکان په صورت کې په لنډه موده کې خپل نهایي تصمیم ونیسو، څو ژر تر ژر وروستۍ پایلې اعلان شي.»

د دواړو نوماندانو هوکړه

افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د دوهم سفر او د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو تر منځ د یوه ملي حکومت د جوړولو په هکله د یوه هوکړه لیک د لاسلکیدو وروسته هم، ټاکنیزې ناندرۍ ادامه لري. د دواړو نوماندانو څارونکي هره ورځ د ارزونې په انگړونو کې له یو بل سره لانجې کوي چې د ارزونې بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کوي.

د یوه ملي حکومت د جوړیدو پر سر د دواړو نوماندانو سیاسي توافق هم بابیزه دی. هغه کمېټه چې د واک د وېش پر سر بحث کوي، پر دې نه ده توانیدلې چې کومې پایلې ته ورسیږي. خو وروسته له هغې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو ته تلیفون وکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د تفتیش د پروسې د پای ته رسولو په برخه کې همکاري وکړي، نو دواړو نوماندانو له یو بل سره ولیدل او یو لړ توافقاتو ته د رسیدو خبره یې وکړه.

که څه هم لا تر اوسه د دغو توافقاتو پایلې نه دي اعلان شوي، خو افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي چې نوی ولسمشر به د سنبلې پر ۱۱ لوړه وکړي او دغه نېټه نوره نه تمدیدیږي. د افغانستان حکومت د دغو مراسمو د تر سره کولو له پاره چمتووالی نیولی دی.