1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پناه غوښتونکو له پاره د اروپايي محکمې«ترخه پريکړه»

۱۳۹۵ اسفند ۱۷, سه‌شنبه

اروپايي محکمې پخپلي پريکړي سره د اروپايي دولتونو هغه حق پياوړی کړ، چي د بشري دلايلو پر اساس د ويزې غوښتنو ته منفي جواب ورکوي. د مهاجرو د ملاتړ سازمانونو پر دغي پريکړي خواشيني ښودلې.

https://p.dw.com/p/2YmGj
Der Europäische Gerichtshof in Luxemburg
انځور: picture-alliance/dpa/T. Frey

آلمان او د اروپايي اتحاديې نور غړي هيوادونه په دې مکلف نه دي چي پناه غوښتونکو ته د بشري دلايلو پر اساس د قانوني ورتگ له پاره ويزې ورکړي. د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۷ کال د مارچ ۷مه نېټه) اروپايي محکمې پر دې موضوع په يوه پريکړه کي ويلي چي د اروپايي اتحاديې قوانين هيڅ ډول داسي يو مکلفيت نه رامنځ ته کوي.

په دغه فيصله کي راغلي چي د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه د خپلو ملي قوانينو پر اساس په خپلو سفارتونو يا کونسلګريو کي د ويزې پر ورکړي پريکړه يوازي خپله کولای سي.

د اروپايي محکمې دغي پريکړي د پناه غوښتونکو هغه هيلي له خاورو سره خاورې کړې چي ښايي ورته په قانوني توګه د اروپايي ټولني غړو هيوادونو ته د سفر امکان برابر سي. خو د يادي محکمې قاضيانو په عين حال کي د عمومي څارنوال پااولو مينګوڅي وړانديز رد کړی دی.

دغه څارنوال د روان مېلادي کال په فبروري مياشت کي د يوې څېړني پايله خپره کړه چي له مخي يې د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه بايد د پناه مستحق کسانو ته د قانوني داخلېدو له پاره ويزې ورکړي.

د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمانونو د اروپايي محکمې پر دې پريکړي خواشيني ښودلې ده. په دې ترڅ کي د پرو ازيول سازمان دغه پريکړه د مهاجرو د ساتني په ترڅ کي يوه غمجنه پرېکړه بللې ده. دغه سازمان ويلي چي په دې فيصلې سره به د پناه مستحق کسان تر دې وروسته هم دې ته اړ وي چي له مجرمو قاچاق وړونکو ډلو څخه مرسته وغواړي.

د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو د حکومتي ګوندونو سياستوالو د اروپايي محکمې دغه پرېکړه ستايلې ده. د اروپا په پارلمان کي د آلمان د مسيحي اتحاد سياستوالې مونيکا هولماير ويلي: «اروپايي محکمې د پناه غوښتنې په تړاو د سياست له پاره قانوني ټيکاو او ډاډ بېرته برحال کړ.» د دغې سياستوالې په وينا که دغه پريکړه بل ډول سوې وای، نو ښايي په بهر کي د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو سفارتونه او کونسلګرۍ د غوښتنليکونو له سېلاب سره لاس او ګرېوان سوي وای.

د سوريې يوې جوړې چي درې ماشومان لري، له حلب څخه اروپايي اتحاديې ته د مهاجرت تکل کړی وو. دغې مېرمني او مېړه په بيروت کي د بلجيم کونسلګرۍ ته د ويزې غوښتنليک وړاندي کړی وو. خو د بهرنيانو له پاره د بلجيم ادارې د ويزې دغه غوښتنه په دې دليل رد کړې وه چي ګواکي دغه جوړه غواړي چي تر۹۰ ورځو زيات وخت په بلجيم کي پاته سي. دغې سوريايي جوړې غوښتل چي په بلجيم کي د پناه غوښتنه وکړي. دغه موضوع اروپايي محکمې ته د ارزوني له پاره وړاندي کړل سوه.

اروپايي اتحاديې په خپله فيصله کي د اروپايي هيوادونو هغه دريځ تائيد کړ چي د اروپايي اتحاديې د ويزې په تړاو د اصولو له مخي ويزه حد اکثر د ۹۰ ورځو له پاره د پاتېدو پلان لرونکو ته ورکول کيدلای سي.

د سوريې د جوړې د ويزې په تړاو پرېکړه به اوس د بهرنيانو له پاره د دغه هيواد شورا کوي. دغي شورا له اروپايي محکمې څخه غوښتي ول چي دغه موضوع و ارزوي او په هکله يې پريکړه وکړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.01.2017):