1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پناه غوښتونکو له پاره د زيهوفر ۶۳ مادييز جنجالي ماستر پلان

۱۳۹۷ تیر ۲۰, چهارشنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر د مهاجرت په تړاو خپل ماستر پلان معرفي کړ. پر مهاجرو د مالي مرستو کمول، د اخراج په بهير کې د اسانتياوو راوستل او پر پولو د توقيف ځايونو جوړول د هغه د ماستر پلان له مهمو ټکو څخه دي.

https://p.dw.com/p/31HL1
Deutschland Seehofer präsentiert seinen Masterplan Migration in Berlin
انځور: Reuters/H. Hanschke

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر په دې باور دی چې په ټولنه کې د قانون او مقرراتو اهميت په کافي اندازه په نظر کې نه دی نيول شوی، له همدې امله هغه غواړي په خپل «ماسترپلان» کې د «قانون رعايت او بشردوستۍ» تر منځ يو لړ توازن رامنځ ته کړي. 

زيهوفر چې د بايرن مسيحي سوسيال ګوند مشر هم دی، د خپل ماسترپلان په اړه يي وويل: «څرنګه چې ټول پوهيږي، هر پلان د يو ځانګړې تفکر او عقيدې پر بنسټ جوړيږي چې دغې عقيدې او تفکر ته د ماستر پلان په سر کې هم ځای ورکړل شوی دی. په پام کې ده د دغه ماستر پلان په عملي کيدو سره د قانون او د بشردوستانه موازينو رعايت تضمين شي. موږ په آلمان کې مرستو له پاره چمتوالي او د خپل هيواد واقعي امکاناتو تر منځ توازن ته اړتيا لرو. د مهاجرو ادغام يوازې په هغه صورت کې امکان لري، چې مهاجرتونه محدود کړل شي.»

د آلمان د کورنيو چارو وزير زياته کړه، چې ګوند يې غواړي د مهاجرت او پناه غوښتنې په برخه کې يو «بدلون» رامنځ ته کړي.

هورست زيهوفر خپل «۶۳ ماده يز ماستر پلان» وروسته د څلورو اوونيو ځنډ څخه معرفي کړ او ټينګار يې وکړ چې دا د «ائتلافي حکومت پلان» طرحه نه ده.

په دغه ماستر پلان کې هغه ټکي په نظر کې نيول شوي دي کوم چې د زيهوفر او صدراعظمې انګلا ميرکل اتحادي ګوندونه ورباندې په ډيرې سختې توافق ته رسيدلي دي، خو هغه توافقات چې د ائتلافي حکومت له دريم شريک يعنې سوسيال دموکرات ګوند (اس پې دې) سره شوي دي هغه په کې په نظر کې نه دي نيول شوي. له همدې امله د دغه ګوند له خوا شک وجود لري چې د زيهوفر ماستر پلان څخه دې ملاتړ وکړي.

سربيره پر دې، تر اوسه لا دا هم معلومه نه ده چې په دې تړاو به د نورو هيوادونو او د آلمان د هغو ايالتونو رضايت حاصل شي که نه کوم چې په دې برخه کې يې همکارۍ ته اړتیا ليدل کيږي.

Deutschland Seehofer präsentiert seinen Masterplan Migration in Berlin
د زيهوفر د مهاجرت ماستر پلان له مخې مجاهدو ته به «د نغدو پيسو پر ځای غيرمالي مرستې» ورکول کيږي. انځور: Reuters/H. Hanschke

دلته د زيهوفر د ماستر پلان تر ټولو مهمو او جنجالي ټکو ته اشاره کوو:

د دغه پلان جوړلو اصلي موخه د «قانوني تنظيم او د مهاجرت محدوديت او سپارښتنې» ښودل شوې ده.

دغه مسئله د ميرکل او زيهوفر تر منځ د شديدو اختلافاتو د رامنځ ته کيدو سبب واقع شوه او څه نه وو پاتې چې له امله يې د آلمان ائتلافي حکومت پايې ونړيږي. د اختلاف تر ټولو جدي مسئله له پولو څخه د هغو مهاجرو د بيرته شړلو موضوع وه، کوم چې مخکې د اروپايي اتحاديې په يو بل غړي هيواد کې راجستر شوي وي. دا هغه څه وو چې زيهوفر غوښتل خو ميرکل نه.

د دوبلین قانون له مخې، د اروپايي اتحاديې هغه غړي هیوادونه چې مهاجر ورته په لمړي ځل داخل شوي وي، مکلف دي چې د مهاجرو د پناه غوښتنې دوسيو ته رسيدګي وکړي. د زيهوفر په ماستر پلان کې راغلي که چيرته دغه ډول مهاجر آلمان ته د داخليدو هڅې کوي تر ۴۸ ساعتونو پورې به پر پوله جوړو شويو «ترانزيتي مرکزونو» کې توقيف کيږي او بيا به د هغو توافقاتو له مخې چې «دمخه تړل شوي دي» بيرته هغه ملک ته استول کيږي چې په لمړي ځل ورته داخل شوي وي.

که چيرته په داسې حالاتو کې مخکينی هيواد د دغو مهاجرو له منلو ډډه کوي، بيا به دغه مهاجر د يو توافق له مخې اتريش هيواد ته استول کيږي. خو په دې اړه بايد له اتريش سره يو توافق ترلاسه شي. د يادولو ده چې تر اوسه له مختلفو هیوادونو سره د دغه ډول توافقاتو پر سر لا هوکړې نه دي شوي او دا هم روښانه نه ده چې هغوی به له دا ډول مسائيلو سره موافقې وښيي که نه.

د بيلګې په توګه ايتاليا چې د کښتيو په وسيله ورته په سلونو زره مهاجر رسيدلي دي، په دې برخه کې جلا فکر لري. زيهوفر په دې اړه وويل: «زه فکر کوم ايتاليا د دې حق لري چې موږ يې پر وړانديزونو په جدي توګه فکر وکړو. خو دغه وړانديزونه بايد د اروپايي اتحاديې له لمړنيو پريکړو سره جوړښت ولري. د دغو پريکړو پر اساس موږ دننه په اروپا او له اروپا څخه بهر داسې مرکزونو ته اړتيا لرو چې مهاجر په کې وساتل شي او کله يې چې د پناه غوښتنې چارې بشپړې کيږي پر (مختلفو سيمو) به يې ويشو. خو که چيرته د يونان په څير سرحدي هيوادونه ووايي چې نه پوهيږي د اروپا سرحدي هيوادونو له دغې ځانګړې ستونزې سره څه ډول چلند وکړي، زه بيا هغوی درکوم.»

Bundestag  Fraktionssitzungen Angela Merkel und Horst Seehofer
په ماستر پلان کې له مرکل سره شوي توافقات درج، خو له ايس پې دې ګوند سره شوي توافقات درج نه دي.انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

«انکر سنتر»: د پناه غوښتونکو د راجستر او د دوسيو د بشپړو څيړنې مرکزونه

د زيهوفر د ماستر پلان له مهمو ټکو څخه يو هم د «انکر سنتر» په نوم مرکزونه دي چې په هغو کې به مهاجر راجستر او د پناه غوښتنې ټولې چارې به يې پر مخ وړل کيږي. دغه مسئله د ائتلافي حکومت په قرارداد کې هم درج شوي ده.

د زيهوفر د ماستر پلان پر اساس، هغه ډله مهاجر چې سمدلاسه له سرحد څخه نه رد کيږي، بايد په لمړي سر کې د «انکر سنتر» ته ولیږدول شي. دلته به هغوی لمړی راجستر کيږي او تر هغې وروسته کولای شي خپلې د پناه غوښتنې وړاندې کړي.

که چيرته هغوي د پناه غوښتونکي په توګه منل کيږي، د آلمان په شاوخوا سيمو کې به ويشل کيږي. او که چيرته يې درخواست رد کيږي، په پام کې ده چې مخامخ به بيرته به مبدا هيواد ته استول کيږي.

د آلمان د کورنيو چارو د وزير په خبره، لمړنۍ پروژې به د روان کال په مني کې پيل شي. خو لا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه مرکزونه به په ريښتيا هم جوړ شي او که نه. ځکه د آلمان په هغو ايالتونو کې چې په پام کې ده دغه مرکزونه په کې جوړ شي، تر اوسه ډيرو لږو يې په دې باب خپل رضايت ښکاره کړی دی.

د پناه غوښتنې د څيړلو بهير

زيهوفر د پناه غوښتونکو درخواستونو د څيړنې اوسنۍ بهير له حده ډير سست بولي، په همدې دليل هغه په خپل ماستر پلان کې په دې اړه سخت قوانین طرح کړي دي.

د زيهوفر د پلان پر اساس، د هغو مهاجرو د پناه غوښتنې درخواستونه به د چارواکو له خوا په«ظاهره بې بنسټه» ارزول کيږي، کوم چې نه غواړي خپل هويت د لازمو اسنادو له مخې ثابت کړي.

د دولت مالي مرستې

په نظر کې نيول شوې ده چې د پناه غوښتنې درخواستونو د څيړلو بهير دې چټک کړل شي. دا پناه غوښتونکو پورې اړه لري چې بايد د پناه اخيستنې په موخه يې لازم اسناد وړاندې کړي، که هغوی دا کار نه کوي، چارواکي کولای شي ووايي چې دوی د چل او دوکې له لارې هڅه کوي پناه ترلاسه کړي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير په پلان کې په نظر کې نيول شوې ده چې په راتلونکې کې به مهاجرو ته «د نغدو پيسو پر ځای غيرمالي مرستې» ورکول کيږي. دا د دې له پاره تر څو مهاجر د نغدو کمکونو د لاسته راوړلو په تمه آلمان ته د مهاجرت ليواله و نه ښيي.

زيهوفر غواړي تر کوم ځايه چې قانون اجازه ورکوي او د عملي کيدو امکان يې وي، د هغو مهاجرو له پاره چې په ډليزو هستوګنځايونو کې ژوند کوي او يا هغه چې رد شوي وي، داسې يو قانون تصویب کړي چې د ورځنيو اړتيا د پوره کولو په موخه د نغدو پيسو پر ځای، کوپن ترلاسه کړي. د بيلګې په توګه دوی ته به په سوپر مارکيتونو کې خوراکي مواد چمتو کيږي.

پر دې سربيره هغه دوره چې مهاجر يې تر تيرولو وروسته تر ټولو لږ مياشتنۍ مرستو ترلاسه کولو ته لاسرسی پيدا کوي، څرنګه يې چې بيکاره آلمانانو ته ورکول کيږي؛ باید له ۱۵ مياشتو څخه درو کلونو ته اوږده شي.

Deutschland Deutschkurs für Geflüchtete in Wesel
پر هغو مهاجرو به هم مالي مرستې کميږي چې د ادغام په کورسونو کې په منظم ډول ګډون نه کوي.انځور: DW/M. Karim Saleh

د زيهوفر ماستر پلان کې ټينګار کوي چې پر هغو مهاجرو بايد مالي مرستې کمې شي چې د پناه غوښتنې په بهير کې په يو ډول نه يو ډول چارواکو غولوي او د خپل هويت په ښکاره کولو کې ورسره مرسته نه کوي. د دغې پلان له مخې، پر هغو مهاجرو به هم مالي مرستې کميږي چې د ادغام په کورسونو کې په منظم ډول ګډون نه کوي او د اوسیدلو له پاره ټاکل شوي مشخص محدوديتونه نه مراعاتوي. 

د اخراج په موخه نیول

دولت تر اوسه پورې د اخراج په موخه د مهاجرو د نيولو له امکاناتو څخه ډيره لږ استفاده کوي. پر دغو امکاناتو باید د هغه مطلوب کس چې غواړي په هر ډول له اخراجه وتښتي، مخنيوي وشي. د آلمان د کورنیو چارو وزير غواړي هغه مهاجر چې د اخراج په مقصد نيول کيږي د دا ډول مرکزونو پرځای په عادي زندانونو کې واچول شي.

زيهوفر غواړي دغه ډول جبري امکاناتو ته پراختيا ورکړي. خو داسې مرکزونه چې د اخراج په موخه نيول شوي مهاجر په کې ساتل کيږي، ډير لږ دي.

که څه هم د غه کار د اروپايي اتحاديې د قوانينو له مخې منع دی، خو زيهوفر غواړي دغه قانون په موقتي توګه د تعليق په حال کې راولي.

د دغو ټولو سره سره، امکان لري چې د آلمان په ټولو ايالتونو کې د اخراج ځانګړي زندانونه جوړ کړل شي. د مهاجرو د اخراج پريکړه د مهاجرو پر غاړه ده او ايالتونه په پرله پسې توګه د دغه کار د عملي کولو په لار کې له پرتو خنډونو څخه شکايت کوي. زيهوفر حاضر دمه پر دې بوخت دی تر څو يې په دې تړاو ايالتونو له پاره د لازياتو مرستو شرايط برابر کړي وي.

کریستوف هسل باخ / م. ا. / م ک ص

د مهاجرت پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: