1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پنجوایي د پیښې دتورن استماعیه غونډه تیره ورځ پیل شوې

۱۳۹۱ آبان ۱۶, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16dPh

د متحده ایالاتو د پوځ یو سرتیری، په افغانستان کې د خپل ماموریت پر وخت د سخت تاوتریخوالي د تر سره کولو په تور محکمې ته ځواب وایي. د متحده ایالاتو څارنوالي پر دغه سرتیري چې روبرت بیلز نومیږي، د نورو سربیره د ۱۶ تنو د وژلو تور پورې کړی دی.

د متحده ایالاتو یوه تن څارنوال Jay Morse ویلي دي کله چې دغه سرتیری د مارچ په میاشت کې په دوو کلیو کې د دغه پیښې د تر سره کولو وروسته په کندهار کې خپل پوځي مقر ته راستون شوی وو، نو د هغه پر کالیو باندې د قربانیانو وینې لیدل شوې وې. دغه استماعیه غونډه چې تیره ورځ په واشنگټن کې په یوه پوځي مقر کې پیل شوې ده، به دوه اونۍ دوام ومومي. که چیرې پر دغه کس نوموړي تورنه ثابت شي ښایي د مرگ له سزا سره مخامخ شي.