1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ځانمرگي مخنیوي کوونکي ته د مډال غوښتنه وشوه

احمد ولي اڅکزی (آژانسونه)۱۳۹۲ دی ۲۰, جمعه

اعتزاز حسن خپل ښوونځي ته د ځانمرگي بريد کوونکي د داخيلېدو په مخنيوي کي ووژل سو. د ځايي پوليسو په وينا اعتزاز د خپل ژوند په بیه په سلگونه نور زده کوونکي وژغورل. د دغه پنځلس کلن له پاره اوس د دولتي مډال غوښتنه سوې ده.

https://p.dw.com/p/1Aoa1
اعتزاز حسن
اعتزاز حسنانځور: picture-alliance/dpa

پنځلس کلن اعتزاز حسن په نهم ټولگي کي زده کوونکی وو. نوموړی د پاکستان د خيبر پښتونخوا د هنگو ښار اوسېدونکی وو. د رسنيو د رپوټو له مخي د هغه پلار په ابو ظبې کي مزدوري کوي. د خيبر پښتونخوا د پوليسو چارواکي ناصرخان دراني، په يوه اعلاميه کي ويلي دي چي اعتزاز حسن «د خپل ژوند په قرباني کولو سره د ځانمرگي بريد کوونکي مخه ونيوله». د پوليسو له خوا دغه اعلاميه د پنجشنبې په ورځ خپره سوې ده. په داسي حال کي چي د اعتزاز حسن پېښه د دوشنبې په ورځ رامنځ ته سوې وه.

اعتزاز حسن د ښوونځي پر لاره د هغه بريدگر مخه ونيوله چي د اټکلونو له مخي غوښتل يې په ښوونځي کي ځانمرگی بريد وکړي. د رپوټو پر اساس د اعتزاز حسن له خوا د نيول کېدو پر وخت دغه ځانمرگي بريد کوونکي خپل چاودېدونکي توکي وچاول چي په ترڅ کي يې اعتزاز هم سخت ژوبل سو. اعتزاز وروسته په روغتون کي د جدي ټپونو له کبله ساه ورکړه. ويل سوي دي چي په دغه پيښه کي د ځانمرگي بريد کوونکي او اعتزاز علاوه بل چا ته زيان نه دی اوښتی.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو لوړ پوړي چارواکي نصيرخان دراني، ويلي دي چي ځوان هلک اعتزاز له دې کار سره « ستره زړورتيا» ښودلې ده. د نوموړي په وينا اعتزاز په دې توگه د «سلگونو نورو زده کوونکو» ژوند ژغورلی دی. ويل سوي دي چي اعتزاز په داسي وخت ښونځي ته د ځانمرگي بريد کوونکي مخه نيولې په سلگونو ماشومان د سهارني مراسمو په ترڅ کي د ښوونځي په انگړ کي راټول سوي ول.

د اعتزاز پلار مجاهد علي بنگښ، فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي هغه د خپل زوی په وژل کېدو غمجن نه دی. د نوموړي په وينا هغه په دې فخر کوي چي «د يو شهيد پلار دی». دغې پېښي په رسنيو او په همدې ډول په انترنت کي لويه انگيزه موندلې ده. د انترنت په ټولنيزو ويبپاڼو کي د اعتزاز زړورتيا ستايله سوې ده.

د رسنيو د راپورونو له مخي د اعتزاز تره د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چي اعتزاز ته د «تمغه شجاعت» په نوم دولتي مډال ورکړی. د دغه تره په وينا دغه د اعتزاز د کورنۍ تر څنگ د سيمي د خلکو غوښتنه هم ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب