1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوتين منتقد په پنځه کاله بند محکوم سو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۲۷, پنجشنبه

د مسکو یوې محکمې د اپوزیسیون یو فعال په پنځو کلونو بند محکوم کړ. دغه فعال چي الیکسي ناوالنی نومیږي د اختلاس تورونه ورباندي لګول شوي ول. د هغه پلویان وایي چې قضیه يې سیاسي لاملونه لري.

https://p.dw.com/p/19AM3
Russian protest leader Alexei Navalny walks past a guard as he attends a hearing of his case in a court in the provincial northern city of Kirov on April 24, 2013. Navalny went today on trial on charges that he says were ordered by President Vladimir Putin in revenge for him daring to oppose the Kremlin. AFP PHOTO/KIRILL KUDRYAVTSEV (Photo credit should read KIRILL KUDRYAVTSEV/AFP/Getty Images)
Russland Prozess gegen den russischen Oppositionsführer Alexej Nawalnyانځور: Kirill Kudryavtsev/AFP/Getty Images

کله چې قاضي د ناوالنی سزا واوروله، امنیتي ځواک سمدستي هغه له محکمې څخه وايست. تر دې مخکې قاضي ویلي ول چې ناوالنی په ۲۰۰۹ کال کي کله چي د «کيروف» سيمي د والي مشاور وو د نزدې۵۰۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت اختلاس يې کړی وو.

د ناوالنی د قضیې قاضي سیرگي بیلنوف، وویل: «محکمې دغه قضیه څېړلې ده او په دې خبره پوه شوې ده چې ناوالنی یو جرم کړی دی [...] او په لویه کچه یې غلا کړې ده.»

تر دې مخکې څارنوالانو له قاضي څخه غوښتې ول چې ناوالني ته د شپږو کلونو بند سزا واوروي. پر ناوالنی باندي د لګیدلو تورونو تر ټولو اوږده سزا لس کاله بند وه. ناوالنی پرځان باندې لګیدلي تورنه ردوي خو کله چې قاضي هغه ته سزا اوروله نو چوپه خوله ولاړ وو.

ناوالنی د محکمې پر مهال
ناوالنی د محکمې پر مهالانځور: picture-alliance/AP Photo

سیاسي فعالیتونه

۳۷ کلن نوالنی چې په اصل کې یو ویبلاګر دی په ۲۰۱۱ کال کې په روسیه کې د یوې سیاسي څېرې په توګه مطرح شو. هغه وخت دغه فعال د ولسمشر ولادیمير پوتین پر ضد مظاهرې تنظیمولي. په دغو مظاهرو کې ډیرو کسانو ګډون کاوه. د ناوالنی پلویان ادعا کوي چې د هغه بندي کول يوه سياسي دسيسه ده. هغوی وایي چې د روسیې حکومت غواړي له دې لاري د ولسمشر پوتین منتقدین له صحنې څخه وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې ناوالني د چهارشنبې په ورځ ویلي ول چې په راتلونکو میاشتو کې به د مسکو ښاروالۍ ته ځان کانديد کړي. خو اوس چې هغه په پنځه کاله بند محکوم شوی دی ښايي دغه کار ترسره نه شي کړای. له بلې خوا که د ناوالنی وکیلان هغه ته د اورول شوې سزا پر ضد شکایت وکړي، نو هغه کولای شي چې تر هغه وخته پوري په سیاست کې فعاله ونډه واخلي چې محکمې یې حکم نهايي کړی نه وي.

که ناوالني ته د شپږو کلونو بند سزا اورول شوې وای نو هغه به په دې نه وای توانیدلی چې په روسيه کې د ۲۰۱۸ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهور رئيس پوتین په مقابل کي ځان کانديد کړي. هغه تر دې مخکې ویلي ول چې غواړي په دغو ټاکنو کې ځان کانديد کړي.