1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوتین د ولسمشرۍ له نوې دورې د څه تمه کیږي؟

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۷, دوشنبه

ولادیمیر پوتین یووار بیا د روسیې د ولسمشر په توګه د یوې بلې دورې لوړه کوي. آیا هغه به خپل اوسني دریځ ته ادامه ورکړي؟ کارپوهان وایي چې مخ پر زیاتیدونکی مطلق العنانه سیاسي دریځ به ادامه ومومي

https://p.dw.com/p/2xIc0
Russland Präsident Putin
انځور: picture-alliance/TASS/M. Klimentyev

د می میاشتې د اومې نیټې مراسم ښایي د تیرو درو دورو مراسمو ته ډیر ورته وي چې په کابو تیرو دوو لسیزو کې تر سره شوي دي: د کریملین سالون به په سرو زرو سینګار شوی وي، دروازه به پرانیستل شي او ولادیمر پوتین به پر سرې غالۍ قدمونه اخلي. دا له ۲۰۰۰م کال راهیسې د ۶۵ کلن ولادیمیر پوتین له پاره څلورم ځل دی چې د روسیې ولسمشر کیږي او داسي بریښي چې هغه د خپل قدرت اوج ته رسیدلی وي. د مارچ میاشتې د ۱۸مې نیټې د ټاکنو په ترڅ کې پوتین ۷۷ سلنه رای وګټلې چې په تیرو نورو ټاکنو کې د پوتین له پاره زیاتې رای وې.

د روسیې له پاره د آلمان د حکومت ځانګړی پخوانی استازی ګیرنوت ایرلر، وایي: «دا کار نه یوازې ولادیمیر پوتین د روسیي د ولسمشر په توګه تائیدول ښيي، بلکې هغه یې د خپلو تګلارو د ملاتړ په توګه انګیري.» د پوتین له نوې کاري دورې څخه د سوسیال دیموکرات ګوند دغه سیاستوال یوازې د «تداوم» تمه لري.

په دننني سیاست کې مخ پر زیاتیدونکی سلطه غوښتونکی

په داخلي سیاست کې سلطه غوښتونکی دریځ په کومه معنی دی، کیدای شي د تیرو کلونو له لوري یې څارنه وشي: د غونډو پر آزادۍ محدودیتونه، د مدني ټولنې ګواښل، د انټرنټ او ټولنیزو رسنیو په برخه کې لا کنترول او آن د تليګرام د مسینجر د بندولو هڅه. په مونشن کې د لودویګ مکسمیلین پوهنتونو څخه د ختیځې اروپا د تاریخ پروفیسر مارتین شولڅه ویسل، وایي: «زه اندیښنه لرم چې د دیموکراتیکي ساحې راکمیدل به ادامه ومومي.» د هغه په خبره د اختلاس پر ضد مبارزه به هم بریالۍ نه وي. له ګوتینګن پوهنتون څخه منفرېد هیلدر مایر، په دې آند دی چې سیستم به مخ پر زیاتیدونکي توګه مطلق العنانه شي او دیکتاتورۍ به دروازه پرانیزي.

د اپوزیسیون له لور لږ خطر

کارپوهان پر دې په یوه خوله دي چې د پخواني شوروي په جمهوریتونو لکه ګورجستان او اوکراین او یا نن سبا په ارمنستان کې د پوتین پر ضد د کوم مقاومت اټکل نه کیږي. ایر لیر په دې هکله زیاتوي: «په ټاکنو کې اپوزیسیون وښوده، چې په سختۍ سره له یوه کاندید سره راڅرګند شول.»

د روسیې په ولسمشریزو ټاکنو کې گريگوري ياولينسکي او کسينيا سبچاک چې ځانونه یې د لبرال اپوزیسیون د استازو په توګه نومولي ول. د اپوزیسیون مشر الیکسي نوالنی، چې په خپله ورته په ټاکنو کې د ګډون اجازه نه وه، د ټاکنو د تحریمولو غږ کړی وو.

منفرېد هیلدر مایر وایي چې په دې هکله وړاندوینه ګرانه ده چې په انټرنټ باندې خلک ژر بسیج کیدای شي. د هغه په خبره دا چې احتجاجونه وشي، په روسیې کې له اقتصادي ودې سره تړلي دي.

اقتصاد: کوم پرمختګ نه دی شوی

تر اوسه پوتین په دې نه دی توانیدلی چې په ۲۰۱۴م کال تر رکود وروسته د روسیې اقتصاد ته ثبات ورکړي. دغه رکود تر هر څه زیات د تیلو د بیو د رالویدو او د یوې برخې په توګه د لویدیځ له لوري د بندیزونو له کبله رامنځ ته شو چې هغوی د روسیې له لوري د کریمیا نیمه ټاپو د الحاق وروسته یې ولګول.

خو دغه ثبات د امريکا متحدو ایالاتو له لوري د نوو سختو بندیزونو له کبله له ګواښ سره مخامخ دي. د بهرنیو اړیکو له پاره آلماني فکري ټولني غړی شتیفن مایستر، په دې آند دی چې په راتلونکو کلونو کې به د روسیې اقتصادي وضعیت لا پسې په سخت حالت کې وي: «د تقاعد، اجتماعي لګښتونو او آن پخپله د پوځ له پاره کمې پیسي وي.» د هغه په خبره له دې کبله د پوتین د څلورمې دورې پر مهال داخلي سیاست مهم ګڼل کیږي.

د مارچ مياشتي پر لومړۍ نیټه پوتين ولس ته په خپله وینا کې د تیکنالوژۍ په برخه کې د پرمختګ ژمنه وکړه. خو کارپوهان په دې هکله په شک او تردید کې دي. منفرېد هیلدر مایر، وایي: «پوتین به په دې و نه توانیږي.» نوموړی زیاتوي چې د هغه د کمزورۍ نقطه اقتصاد او په نړیواله کچه اقتصادي رقابت دی او د پخوا په څیر د اجناسو پر صادراتو تکیه ډیره ده. پر دې سربیره د تاریخي لرلید له کبله د اروپا په وړاندې د ټیکنالوژۍ په برخه کې واټن یوازې له لویدیځ سره د همکارۍ په ترڅ کې تر لاسه کړی. د روسیي او لویدیځ تر منځ پردیوالی ښایي ادامه ومومي، کوم چې د روسیې د بهرني تهاجمي سیاست له کبله رامنځ ته شوی دی.

خو پر نورو سربیره د پوتین په هکله یوه جالبه موضوع دا ده چې آیا څلورمه دوره به د پوتین وروستۍ دوره وي که نه. د روسیې د اساسي قانون له مخې د ولسمشر دوره دوه واري په پرلپسې ډول تر سره کیدای شي. پوتین لا تر مخه یو ځل دغه قانون مراعت کړی دی. هغه له ۲۰۰۸م کال څخه تر ۲۰۱۲م کاله پورې د روسیې صدراعظم وو او هغه مهال په اصطلاح له ولسمشر میدویدف، سره د ځایونو تبادله کولو وروسته بیرته کریملین ته وروګرځید. اوس پوتین بیا له یوه انتخاب سره مخامخ دي: یا باید له خپلې دندې بیل شي او یا باید اساسي قانون ته بدلون ورکړي. منفرېد وایي چې له دې دورې وروسته به پوتین ولاړ شي او وایي چې د پوتین تر شپږ کلنې دورې وروسته ښایي په ۲۰۲۴م کال کې د واکمن سیاسي قشر یو وفاداره کس ولسمشر شي.

پوتین د روان کال په مارچ میاشتې کې په ټاکنو کې تر بریا وروسته ویلي ول چې په اساسي قانون کې د ریفورم راوستلو کوم پلان نه لري. تر دې دمخه هم هغه داسې څرګندونې کړې وي چې نه غواړی تلپاتې ولسمشر وي. خو ښایي په قدرت کې د پاتېدو له پاره پر هغه باندي ډیر فشار وي.