1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولند: د افغانستان وضعیت به د مهاجرت د یو بل بحران سبب شي

۱۴۰۰ آبان ۳۰, یکشنبه

د پولند مشرانو بلاروس سره د اروپايي اتحاديې سرحدونو ته له افغانستان او ازبیکستان څخه د لا ډیرو مهاجرو له احتمالي رسيدوڅخه خبرداری ورکړ. پولند انديښنه ښکاره کړې چې د افغانستان وضعیت به ممکن د مهاجرت د یوې تازه څپې سبب شي.

https://p.dw.com/p/43JSB
EU-Parlament | Polen Ministerpräsident Mateusz Morawiecki
د پولند صدراعظم ماتئوش مورايه تسکي - د آرشیف انځورانځور: Ronald Wittek/AP/picture alliance

د پولند صدراعظم ماتئوش مورايه تسکي، د يکشنبې په ورځ د پولند او بلاروس ترمنځ سرحدي سیمه کې د مهاجرت روان بحران په تړاو له خپلې ليتوانيايي سیالې اينګریدا سيمونیت سره د لیتوانيا په پلازمینه ويلنيوس کې ولیدل. د اسوشتید پریس په حواله، په دغه کتنه کې دواړو خواو له بلاروس سره د اروپايي اتحاديې د غړو هیوادونو په سرحدي سیمه کې د مهاجرت بحران له کبله اوسني «ډير ستونزمن وضعیت» ته د رسيدګي له پاره خبرې وشوې.

ويل شوي چې له افغانستان او ازبیکستان څخه د مهاجرتونو د احتمالي ډيریدو سره به د اروپايي اتحاديې پر شرقي پوله فشارونه نور هم ډير شي.

د پولند صدراعظم د يکشنبې په ورځې په سفر کې د اروپايي اتحاديې د نورو غړو هیوادونو لاتويا او ايستونيا له صدراعظمانو سره هم کتلي کوم چې د مهاجرت د اوسني بحران له فشار سره مخ دي. همدارنګه ویل شوي چې هغه به د ورځې ناوخته لاتويا ته هم سفر وکړي.

د رويټرز خبري آژانس بیا په خپل رپوټ کې ليکي چې د پولند صدراعظم په ليتوانيا کې وويل چې د افغانستان په اړه يې داسې معلومات ترلاسه کړي چې په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته په ټول افغانستان کې وضعیت خراب شوی چې دا ممکن د مهاجرت بحران د دوهمې مرحلې سبب واقع شي.

Migrant tent camp on Belarusian-Polish border
اروپايي اتحاديه وايي چې بلاروس په لوی لاس مهاجر د دغې اتحاديې پر لور راکاږيانځور: State Border Committee of the Republic of Belarus/TASS/dpa/picture alliance

پولند په ښکاره بلاروس د مهاجرت په بحران کې په لاس لرلو تورنوي. د پولند صدراعظم وايي چې بلاروس په لوی لاس مهاجر د اروپايي اتحاديې پولو ته راکاږي او د لوکاشینکو دغه اقدام يې د اروپايي اتحاديې د ثبات پر ضد یو نوی جنګ وباله.

مورايه تسکي وويل: «موږ نن د پولند په ختيځ سرحد کې د جګړې له یوې نوې بڼې سره معامله کوو، داسې یوه جګړه چې وسله يې مهاجر دي، ناسم معلومات يې وسله ده، یوه هيبريدي (ترکيبي) جګړه.»

اروپايي اتحادیه وايي د بلاروس ولسمشر، لوکاشینکو، د دغې اتحاديې له خوا پر هغه د لګول شوو بنديزونو د غچ اخیستنې په خاطر د مهاجرت دغه بحران رامنځ ته کړی تر څو يې اروپايي اتحاديې ته سرخوږی جوړ کړی وي. دغه اتحادیه ادعا کوي چې بلاروس مهاجر په سیستماتيکه توګه د اروپايي اتحاديې سرحدونو ته راکاږي چې بیا له هغه ځایه په اسانۍ د د دغې اتحاديې غړو هیوادونو ته داخل شي. خو لوکاشینکو دغه تورونه ردوي.

پولند له دې یوه ورځ مخکې د شنبې په ورځ وويل چې بلاروس اوس له پولې د مهاجرو د اوښتلو لپاره له يو نوي تکتيک څخه کار اخلي او هغه دا چې د سرحد په مختلفو برخو کې مهاجر په ډلييزه توګه هڅوي چې د پولند خاورې ته داخل شي.

د رپوټونو مطابق، د اروپايي اتحاديې غړي هیوادونه به روانه اوونۍ يوه ګډه ناسته ولري تر څو د بلاروس او د اروپايي اتحاديې پر شرقي پوله رامنځ ته شوي بحران ته د حل لارې چارې پیدا کړي. په دغې سرحدي سیمه کې د روان کال د اوړي موسم راهیسې وضعیت بحراني شوی دی. پولنډي رسنۍ وايي چې په دغې موده کې په سرحدي علاقو کې د مهاجرو ۱۱ مړي هم موندل شوي دي. سیمې ته د رسيدلو مهاجرو په هکله ویل کيږي چې ډيری يې د منځني ختیځ هیوادونو څخه دي.

آژانسونه/م.ک.ص./ا.خ.ح.