1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پولنډ نوي ولسمشر آلمان ته سفر کړی دی

۱۳۸۹ شهریور ۱۳, شنبه

د برلين د رايشستاګ ودانۍ په مخ کې چې د آلمان د پارلمان د ناستې ځای دی، د دانڅيګ د بندري دېوال څخه بېله شوې يوه برخه ولاړه ده. دا د سوليدارنوش د کارګرو د اتحاديې يو يادګار دی چې په پولنډ کې يې کمونيزم د منځه وړی دی.

https://p.dw.com/p/P498
د پولنډ ولسمشر کوموروفسکي او د آلمان ولسمشر وولف
د پولنډ ولسمشر کوموروفسکي او د آلمان ولسمشر وولفانځور: AP

کله چې په آلمان کې د برلين د دېوال د نړېدو خبره کيږي، نو د پولنډيانو لخوا ورسره هم اورېدل کيږي چې »دا هر څه په دانڅيګ کې پيل شول.» د پولنډ نوی ولسمشر برونيسلاف کوموروفسکي پخپله د سوليدارنوش يو غړی و او څو څو وارې د هغه وخت د کمونيستي رژيم لخوا نيول شوی هم و. ځکه نو د سوليرانوش يادګار ته ورتګ د ده د زړه يوه غوښتنه وه.

«اوس موږ صحيح نه شو پوهېدلای، خو کېدای شي چې د دانڅيګ د بندر د دېوال همدغه ټوټه وه، چې لېخ والنسا ورباندې واوښت او د پولنډ آزادي يې واخيستله او د برلين د دېوال د نړېدلو لوری هم ورسره سم شو.»

د رايشستاګ ماڼۍ چې د آلمان پارلمان په کې راغونډيږي
د رايشستاګ ماڼۍ چې د آلمان پارلمان په کې راغونډيږيانځور: picture-alliance/ZB

په برلين کې د دانڅيګ د دېوال يوه برخه موجوده ده او په پولنډ کې د برلين د دېوال يوه ټوټه ولاړه ده. کوموروفسکي د پخواني ولسمشر لېخ کاچينسکي په څېر د آلمان په وړاندې ملاحظات نه لري. دی وايي چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو د نژدېوالي غوره سمبولونه موجود دي.

«زموږ د کړکېچن تاريخ له امله، موږ ځينې خبرې تل وار په وار پسې يادوو. خو اوس مهمه دا ده چې موږ په دغه مثبت او ګډ ټولنيز برخليک باندې ټينګار وکو چې همدا اوس يې زموږ د ګډ تاريخ په يوه مرحله کې سره لرو.»

د رايشستاګ په ودانۍ کې کوموروفسکي دغه خبره په يو سبموليک کار نوره هم پخه او څرګنده کړه. هغهِ د مننې داسې مډالونه ځينو هغو آلمانيانو ته ورکړل چې په اتيايمو کالونو کې يې له سوليدارنوش غورځنګ څخه ملاتړ کاوه. کوموروفسکي وويل چې د پيسو، خوراکي موادو او د کاپۍ د ماشينونو دغه بسپنې هغه وخت ډېرې مهمې وې. زياته يې کړه چې د ستايل شويو کسانو مرستې د هغوی زړورتيا هم څرګندوي. کوموروفسکي د اګست مياشتې راهيسې د پولنډ ولسمشر دی. د پولنډ پخوانی ولسمشر لېخ کاچينسکي د الوتکې د پرېوتو په يوه پېښه کې مړ شوی و. کوموروفسکي ورپسې د پخواني ولسمشر د ورور، يارولسلاف کاچينسکي څخه ټاکنې ګټلې وې.

ليکونکي: وېرکهويزر، صابر

کتونکی: قاسم نوري