1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوليسو د روزنيز مرکز څخه ۱۶ تنې پوليسي فارغه سوې

۱۳۸۹ آذر ۲۴, چهارشنبه

د شمال زون د ملي پوليسو له روزنيز مرکز څخه د دوهمي دوري ښځينه پوليسي فارغي اوسندونه يي ترلاسه کړل.

https://p.dw.com/p/QcKm
دا دوهمه دوره دي چي دغه مرکز ښځينه پوليسو ته د فراغت سندونه ورکوی
دا دوهمه دوره دي چي دغه مرکز ښځينه پوليسو ته د فراغت سندونه ورکویانځور: AP

دغه مېرمني چي شمير يي ۱۶ تنو ته رسيږي د امنيت د ټنګښت، اخلاقي فساد، د مخدره توکو د قاچاق د مخنيوي اوهمدا شان د کورني تاوتريخوالي د له منځه وړلو په برخه کي به دندي ترسره کړي.

که څه هم د افغانستان په نارينه سالاره ټولنه کي د مېرمنو کارکول ستونزمن کاردی، له دي سره سره بيا هم ځيني مېرمني د پوليسو په ليکو کي دندو ته ليوالتيا لري چي دا دي دشمال زون د ساحوي پوليسو د۳۰۳ پامير قومانداني له روزنيز مرکز څځه د دوهمي دورې ښځينه پوليسۍ فارغه سوې.

د شمال زون د ساحوي پوليسو د ۳۰۳ پامير قومانداني مشر جنرال داود داود وايي دغه مېرمني د کورنيو اوبهرنيو روزونکو لخوا د څلورمياشتو په موده کي په نړيوالو معيارونو روزل سوي دي.

نوموړي وايي:« د پوليسو په جوړښت کي د مېرمنو ګډون لږ دی خوهغه پلان چي په راتلونکي کال کي يې موږ لرو هغه داچي د پوليسو په ليکو کي به زرتنې مېرمني هم شامل سي.»

نوموړی زياتوي د دغه شمېر مېرمنو څخه به له دري سوو نه ترپنځه سوو پوري په شمال ولايتنو کي په دندو وګمارل سي اودغه ښځينه پوليسي به دامنيت په ټنګښت کي رغنده رول ولري.

ويل کيږي د تيرو کلونو په اوږدو کي د هيواد د ۲۶ زرو پوليسو له ډلي څخه يوازي ۲۰۰ تنې يې مېرمني خو چارواکي هيله مند دي چي د وخت په تيريدو سره به دغه شمير زياد سي.

حميد صافی/ مزارشريف

کتونکی: نجيب الله زيارمل