1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د پوليسو لويي ستونزي بېسوادي او اداري فساد دي"

۱۳۹۰ تیر ۲۹, چهارشنبه

يو انگليس جنرال وايي چي افغان امنيتي ځواکونه تر هغه اندازې په فساد کي ډوب دي، چي يو وخت يې د ناټو ځواکونو څخه په افغانستان کي د يو قاچاقبر د آزادولو غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/11zzf
افغان ملي پوليس
افغان ملي پوليسانځور: Hamid Safi

غه ځواکونه وايي، چي موږ په دې تمه و، چي اوس به د دغه سړی کورنۍ د هغه د خوشي کيدوغوښتني وکړي، خو د تمي خلاف يوه افغان پوليس چارواکي زموږ څخه د قاچاقبرد آزاديدو غوښتنه وکړه.

هغه برتانيوي پوځي چارواکي چي د پيښي کيسه کوله وويل، چي اوس هم افغان پوليس د اداري فساد سره لاس او ګريوان دي. هغه ويلي آن په داسي وخت کي چي د افغان امنيتي ځواکونو څخه غوښتل کيږي چي د خپل هيواد امنيتي چاري په لاس کي ونيسي، دوي اوس هم په فساد اخته دي.

په راونه اونۍ کي افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت د انتقال لړۍ په رسمي توګه پيل سوه. اوس به يوازي د اوو سيمو امنيتي چاري افغانانو ته وسپارل سي، خو د امنيت د انتقال دغه لړۍ به د 2014 کال تر پايه بښپړه سي.

د افغانستان د امنيتي ځواکونو نړيوال ملاتړ کونکي او روزونکي وايي چي د دغو ځواکونو شمير به د اکتوبر تر مياشتي 305000 تنو ته ورسيږي. د افغان امنيتي ځواکونو د شمير لوړول، د امنيت د انتقال د پروسې يو برخه ده، چي تر اوسه پوري ورباندي په مليونونو ډالر لګښت راغلی.

په هلمند کي د ميشتو برتانيوي ځواکونو يوه قوماندان، فريسر ريا، ويلي چي په دغه ولايت کي اوس امنيتي ځواکونه د ښه کيدو په حال کي دي. هغه زياته کړې چي د هلمند ولايت د پوليسو د روزني له مرکز څخه چي پکښي شاوخوا 70 برتانوي روزونکي دنده تر سره کوي د 3000 څخه ډير افغان پوليس روزل سوي دي.

پوليس بې سواده او په اداري فساد کي ښکيل دي

خو پر دې ټولو پرمختګونو سربيره هم د افغان پوليسو تر ټولو لويه ستونزه د اداري فساد شتون دی. د افغان ځواکونو بهرني روزونکي خو بيا افغان پوليسو په منځ کي د اداري فساد د کچي په اړه ځکه دقيق معلومات نسي ورکولا چي دوی د هغو په ژبه او فرهنګ تر ډيره حده نه پوهيږي.

د برتانوي ځواکونو يو بل چارواکي، فريدي انګليفيلد، چي په نادعلي ولسوالي کي د افغان ځواکونو د فعاليتونو د کتني مسوليت په غاړه لري وايي چي، دا يو ډير سخت کار دی، چي د افغان ځواکونو په منځ کي د فساد کچي په اړه دقيقه اندازه ولګول سي.

خو په هلمند کي ميشت يو بل بهرني چارواکي وايي چي ټول خلک بيا د افغان ځواکونو په اړه ډير خوشبينه نه دي. هغه زياتوي چي په وروستيو کي د اداري فساد ډيری قضيې ليدل سوي چي ښايي په راتلونکي کي ستونزي رامنځ ته کړي.

اداري فساد خو د افغان پوليسو يوازينۍ ستونزه نه دي. بيسوادي يوه بله لويه ستونزه ده چي افغان ځواکونه ورسره لاس او گريوان دي. اوس مهال په پوليسو کي شامل 90 سلنه کسان ليک لوست نسي کولای، چي دا موضوع هغوی ته د دندو په ترسره کولو کي ستونزي رامنځ ته کوي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل