1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روزنه

د پوهنې وزارت ۳۰ زره قراردادي ښځينه ښوونکې استخداموي

۱۳۹۷ آبان ۲۶, شنبه

د افغانستان د پوهنې وزارت په پام کې لري چې تر ۱۴۰۰ کاله پورې ۳۰ زره قراردادي ښځينه ښوونکې وګماري.دغه وزارت په عین وخت کې د ښځینه مدیریتي پوستونو د زیاتولو خبر هم ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/38QzC
Afghanistan Studenten der Universität in Kabul
انځور: Getty Images

د افغانستان د پوهنې وزارت د یوې خبري اعلامیې په خپرولو سره ویلی دي چې د هیواد د ۳۴ ولایتونو په لیري پرتو سیمو او هغو برخو کې به ۳۰ زره قراردادي ښوونکي وګماري په کومو کې چې په ځانګړې توګه ښځینه ښوونکو ته لاس رسی محدود وي.

ټاکل شوی ده چې د دغو ښځینه ښوونکو د استخدام چارې تر ۱۴۰۰ لمریز کاله پورې بشپړې شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي چې د دې پروګرام له عملي کولو څخه یې هدف دا دی چې له ښوونځي څخه محرومې نجونې تعليم ته لاسرسې پیدا کړي، د نجونو د زده کړې د پریښولو کچه راټیټه کړي او د ښځو د استخدام له طریقه دوی پخپلو پښو د دریدو جانس ترلاسه کړي.

د پوهنې وزارت ویاندې نوریې نزهت د شنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: «تېر کال ۲۶۷۴ قراردادي ښوونکې او په روان کال کې ۲۳۲۶ قراردادي ښوونکي استخدام شوې دي.»

مېرمن نزهت وویل:«د دغه پروګرام په پلي کیدو سره به په پوهنې وزارت کې د ښوونکي په توګه د ښځو فیصدي له ۳۳ څخه ۴۲ سلنې ته لوړه شي، چې په دې سره به په هغو سیمو کې زده ګړو ته د نجونو د لاسرسي زمینه برابره شي، چې د ناوړه دودونو تر اغیز لاندې دي»

د پوهنې وزارت ویاندې زیاته کړه: «د افغانستان د معارف وزارت د ستراتیژیک پلان له مخې چې د راتلونکو پنځو کلونو له پاره یعنې تر ۱۴۰۰ لمریز کاله پورې جوړ شوی دی، سربیره پر دې چې موږ یو شمیر ښوونکي په رسمي بستونو کې استخداموو، تر څنګ يې ۳۰ زره قراردادي ښځینه ښوونکي د اقتصادي بسیاینې د ملي پروګرام په چوکاټ کې استخداموو. 

میرمن نزهت دویچه ویله ته وویل چې دغه ښوونکي به د رقابتي ازموېنې او ادارې بهیر تر بشپړولو وروسته د استخدام د کمیټۍ له خوا وګمارل شي. هغه کسان چې د لیسانس یا څوارلسم د فراغت اسناد لري هغو ته لومړيتوب ورکول کیږي او په خبره یې حتی د دولسم ټولګي فارغانې به هم استخدام شي.