1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوهي د دښمنانو مخ به په ګډه نيسو

۱۳۸۹ مهر ۶, سه‌شنبه

افغان ولسمشرحامد کرزي نن په کابل کي د سواد د نړيوالي ورځي په مناسبت په جوړه سوې غونډه کي پر افغانانو ږغ وکړی چي د ملک د تعليم د حالت د ښه کولو دپاره بايد ډير کار وکړي.

https://p.dw.com/p/POJ3
انځور: AP

افغانستان په داسي حال کي دغه ورځ ولمانځله چي د ملک څه باندي اويا سلنه وګړي يي ليک لوست نه سي کولای.

د پوهني وزير فاروق وردګ وويل چي داسي پلانونه يي تر لاس لاندي نيولي چي له مخه يې د ملک د پوهي حالت ښه کيدای سي.

هغه وويل چي اوس د لوستو کسانو شمېر په ملک کي ۲۶ سلنه ته لوړه سوي په داسي حال کي چي دغه شميره ۹ کاله دمخه ۱۹ سلنه وه.

ولسمشر کرزی وايی چي هيواد يي ۱۳۰ کاله دمخه هم د پوهي له اړخه په همدي حالت کي وو او اوس هم ورته حالت لري.

د افغانستان جمهورريس وايي چي، په ملک کي د متخصصو کسانو کمی دی او له همدي امله يې ډير روغتونونه او نور تخصصي ځايونه په ښه توګه فعاليت نه سي کولای او هره مياشت د افغانانو له لوري په سلهاوو مليونه ډالر بهر ته وړل کيږي تر څو خپله درملنه وکړي.

«ما څو واري د خپل زوي د درملني لپاره بهرنی ډاکټر را غوښتی او هره ورځ هغه احکام لاسليکوم چي زموږ د هيواد عالي رتبه مامورين بهر ته د تداوۍ دپاره ځي، دا ولي دا په دې خاطر چي په هيواد کي دننه مو د لوستو او ماهرو کاردرونو نشتون دی».

کرزي وويل چي زدکړه او ليک لوست يي د هيواد د پرمختګ اصلي کيلي ده.

هغه وويل چي له تحميلي جګړو څخه د خلاصون يوازنۍ لاره په پوهي کي نغښتي ده.

د ولسمشر د وينا له مخه د ملک ښونکي او زدکونکي يې د بم او توپک د بير ښونځيو ته نه سي تلای، ښونځی يې تړلي پاته دي او حالت يې ډير خراب دی.

«موږ ولي ډاکټر نه لرو، ولي انجينير نه لرو، ولي روغتون نه لرو د ا مو ټول د خپله لاسه دي ځکه خپل کسانو مو نه دي روزلي، موږ داسي يو ملت يو چي تاريخ او غرور لرو خو بې وسايلو ملت يو، هم فکري وسايل نه لرو او نه هم تخنيکي وسله، دا فکردی چي اسباب رامنځ ته کوي او دا هر څه د نا پوهۍ له لاسه دي».

ولسمشر کرزي وويل چي جګړه بايد د پوهي د نه تر لاسه کولو بهانه و نه ګرزوو او په هرعنوان چي يي بايد د خاوري د اولاد د زدکړو لپاره هڅي وکړ او د مشرانو لپاره د سواد زدکړي آسانتياو برابري کړو.

هغه ديرش کلنه جګړه د افغانانو د شا ته پاتي کيدو اصلي لامل وبلله او په خپلو وسله والو مخالفينو يې ږغ وکړ چي د سولي د بهير سره يو ځای سي.

هغه وويل چي طالبان بايد د افغانانو پر ضد مرمۍ ونه کاروي او د پرديو دګټو دپاره د خپلي خاوري له بربادولو لاس واخلي او همدا راز د ښونځيو د تړلو لاس پر سرسي.

«که هغوی ځان مسلمان او افغان بولي، بايد په دې پوه سي چي هره ګولۍ يې د دغي خاوري پر سينه او بدن ده، او هره مرمۍ د افغانانو په خيرنه بلکي د دښمنانو په ګټه ده».

د کرزي څرګندونو هغه مهال د خلکو ډير پام ځان ته راواړاوه چي د وينا په ورستيو برخو کي يې اوښکي په سترګو کي را ښکاره سوي.

کرزي هغه مهال احساساتي او ژړغونی سو چي په خبرو کي يي د ملک د ښيرازي دپاره نور نو ګاونډيانو ته د افغانستان د لاس د اوږده پاته کيدو د خطميدو غوښتنه وکړه.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل