1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پوځي روغتون د بيا رغاوني پيسې چا وړي دي؟

۱۳۹۰ اسفند ۸, دوشنبه

د هغو ميلیونونو ډالرو په تري تم کیدو یو کال تیریږي چې ټاکل شوې وه د افغان ملي پوځ روغتون ورباندي په عصري وسایلو سمبال شي. خو ایله اوس حکومت د دغو پیسو د موندلو له پاره مټي را نغښتي دي.

https://p.dw.com/p/14AWU
انځور: picture-alliance/dpa

د سردار محمد داودخان پوځي روغتون ته دغه ۴۲ ميلیونه امریکايي ډالر د دې له پاره د امریکا د دولت له خوا ورکړل شوي ول چي د روغتون له پاره عصري طبي وسایل او دارو درمل رانيسي.

خو تیر کال څرګنده شوه چې دغه پيسې له هغه وروسته تري تم شوې چې د امریکايي جنرالانو له لوري د ملي پوځ صحیه رئیس ته وسپارل شوې.

په دغه اختلاس کې د پوځ د صحیه چارو پخوانی رئیس ضیا یفتلي تورن شوی وو چې وروسته له دندې ګوښه کړای شو.

له ادارې فساد سره د ځانګړي ادارې مشر عزیز الله لودین وايي چي دوی اوس له ایساف ځواکونو څخه هم دا ژمنه تر لاسه کړې ده چې د دوي له پلټونکي ډلي سره د دغو پیسو د څرک په معلومولو کې مرسته وکړي.

لودین وایې تر اوسه دوی نه دي خبر چې دغه پیسې څرنگه او د کومو شرایطو له مخي پوځ ته ورکړل شوي وې.

«ما چې د حقیقت موندلو ډله وټاکله له بهرنیانو مي وپوښتل چې څه شی مو چا ته په کومه نېټه ورکړی دئ، وروسته مي یو پلاوی وټاکه بهرنیانو راته د هغو وسایلو په اړه وویل چې د سردار داود روغتون ته مو کوم وسایل د څومرو پيسوپه ارزښت ورکړي دي، اوس ایساف هم په دغه برخه کې راسره د مرستي ژمنه کړې ده او زموږ څېړندويي ډلي پر دغي مسئلې باندي کار پیل کړی دئ».

ناټو هم تائيد کړې ده چې د ۲۰۱۱ کال په اوږدو کې ئې د دوه څلویښتو ميلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت دارو درمل او طبي پرمختللي وسایل ئې له سردار محمد داود روغتون سره مرسته کړې ده خو کله چې دوی د روغتون حالت معاینه کړ نو د دغو دارو ګانو او وسایلو څرک نه لګېدئ.

دغه رسوایي د دې لامل شوه چې د پوځ یو شمېر جنرالان له دندو ګوښه کړای شول.

د اداري فساد سره د مبارزې د ادارې د مشر په خبره چې بهرنیانو په یوه او بل نامه ګڼي داسي ادارې له فساد سره د مبارزې په پلمه جوړي کړي دي چې کار ئې هیڅ راز اغیزمنتوب نه لري او یوازي د بهرنیو مرستو ضایع کول دي چې د بې وزلو افغانانو له پاره را ټولي شوي دي.

«د داسي ادارو رامنځته کول چې بهرنیان او کورنیان پکې یو ځای کار وکړي او ورته نوري ادارې شتون ولری هیڅ راز ګټه نه لري، زه خبر شوم چي له فساد سره د مبارزې د یوې بلي ادارې یوه بهرني کارکونکي ته دوه ویشت زره امریکايي ډالر تنخواه ورکول کیږي دا د پیسو بې ځایه لګول او په خپله د فساد مانا لري».

تر اوسه په دقیقه توګه معلومه نه ده چې آیا له فساد سره د مبارزې په برخه کې به د افغان حکومت او نړیوالي ټولني هڅي کومي پایلي ولري که څنګه.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل