1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د پوځي ماموريت پر ځای پوځي آزمويني»

عبدالباري حکيم/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۱۰, جمعه

په افغانستان کي د ايساف تر پوځي ماموريت وروسته ناتو غواړي چي خپلي پوځي آزميوني زياتي کړي. دغه پوځي آزموينه چي د شنبې په ورځ پيليږي په تيرو اوو کلونو کي د ستروالي له لحاظه بي سارې ده.

https://p.dw.com/p/1AAJV
انځور: picture-alliance/dpa

د ناتو غړو هيوادونو په تيرو دولسو کلونو کي په افغانستان کي يو له بل سره نژدي همکاري وکړه. په خاصه توګه آلمانانو او ايتالويانو، پولنديانو او امريکايانو، ترکانو او لاتويايانو. تر يوې لسيزي ازمويني وروسته د ناتو تر مشرۍ لاندي ايساف سرتيرو څخه يو آزمويل شوي پوځي ټيم جوړ شوي دي. د ۲۸ غړو هيوادونو د ټولو ۱۳۰ زرو نارينه او ښځينه سرتيرو له پاره تر اوسه پوري همکاري او مفاهمه د هغوی د ورځني کار يوه برخه وه.

د دې له پاره چي د افغانستان تر ماموريت وروسته يعنی۲۰۱۴ کال په پاي کي د ناتو د غړو هيوادونو د سرتيرو ترمنځ همکاري جاري وساتي، پريکړه کړي ده چي يو له بل سره ګډې پوځي آزمويني ولري.

د نومبر مياشتي له دوهمي نېټې څخه تر نهمي پوري ناتو په پولند، لاتويا او ختيځ سمندرګي کي يوه ستره پوځي آزموينه کوي چي په تيرو اوو کلونو کي بي ساري ده. په دغه آزموينه کي چي د «ثابت قدم جاز» نوم لري د ناتو۲۰ غړي هيوادونه او د دغه سازمان ملګري دولتونه لکه سويډن، فينلند او اوکرايين ګډون کوي. په دغو تمريناتو کي نزدې۶۰۰۰ سرتيري،۳۵۰ پوځي نقليه وسيلې، ۶۰ الوتکې او څرخۍ الوتکي، ۱۲ کښتۍ او يو اوبتل برخه ولري.

امريکايي جنګي کښتۍ
امريکايي جنګي کښتۍانځور: Jay Directo/AFP/Getty Images

د ناتو يو پوځي چارواکي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي په دي آزموينو کي به هم بشري عمليات او هم به د سمندري غلا او تروريزم پر ضد جګړه او دغه راز د تروريزم پر ضد د ناتو دفاعي قوت ترآزموينو لاندي ونيول شي. د هغه د وينا له مخي پر ځايي عملياتو سر بيره به د سايبري کمپيوتري بريدونو يو تمثيل هم وشي. د ناتو قوماندويي مخکښ منسوبين چي«د ميز ترشا» ناست دي، د دغه بريدونو دفاع به وکړي. په خاصه توګه د « ثابت قدم جاز» په آزموينو کي به د ناتو «ځواب ورکوونکې قوه» زياتي آزمويني وکړي، ترڅو هر وخت او هري چيري د عملياتو له پاره چمتو اوسي. دغه ځواک په تيرو وختو کي په بشري عملياتو، لکه د امريکا د کاترينا په توپان او د پاکستان د ۲۰۰۵ کال په سخته زلزله کي مرستې کړي دي.

د آزموينو له لاري د اتحاد ساتل

د ناتو کارپوه، کارل هاينز کمپ له دويچه ويله سره په يوه مرکه کي وويل چي د «ثابت قدم جاز» په څير آزموينو کي سړي کولاي شي چي د «ناتو ځواب ورکوونکې قوه» په يو کوچني چوکات کي تر آزموينو لاندي ونيسي چي څرنګه هغه کولاي شي په سمه توګه عمل وکړي. دغه کارپوه يادونه وکړه چي په حقيقت کي دغه قوه د ناتو د هغه بدلون له پاره چي د ايساف له ماموريت څخه وروسته يي تر لاس لاندي نيسي د آزمويني لابراتوار دی: «په افغانستان کي د ناتو ماموريت د دغه سازمان د سياست له نظره دا ګټه درلوده چي ټولو ۲۸ غړو هيوادونو يو له بل سره همکاري کوله». کمپ چي د نومبر پر ۴ په برلين کي د فدرالي امينتي اکاډمۍ رياست پر غاړه اخلي او له دي مخکي شپږکاله په روم کي د ناتو په کالج کي د څېړني د څانګي مدير وو، وويل: «ناتو په افغانستان کي له څو کلونو را هيسي يو لړ نوي مهارتونه زده کړل چي نور سازمانونه له هغو څخه بي برخي دي. د بيلګي په توګه: يوه ژبه، د يوي قوماندي مقررات او يوه دول چلند. دا دې ته ورته دي چي ټول له يو ډول کامپيوتري پروګرام څخه کار واخلي، نه له ۲۸ مختلفو کمپيوترونو څخه.»

روسيه دښمنه نه ده

د ناتو اعلي سرقوماندان، بريدلف ټينګار کوي چي په پولند، لاتويا او د ناتو د ملګرو هيوادونو په ليري ختيځو پولو کي د «مضبوط جاز» پوځي آزمويني په هيڅ صورت سره له روسيې سره د دښمني معني نه لري. هغه وايي: «دا يوازي د جنګي عملياتو د توانمندۍ آزمويني دي، څرنګه چي په هر پوځ کي معمول دي.» د سړي جګړي پر مهال د هغه وخت شوروي اتحاد او د هغه متحدين (د وارسا پکت) د ناتو اصلي دښمن ګنل کيدی.

د ملګرتيا نمونه

په سپتمبر مياشت کي د روسيې او سپيني روسيې پوځونو هم په ګډه يوه پوځي آزموينه وکړه. د «زپاد» په نامه دغه آزميوني هم د پولند او د بالتيک د دولتونو پولو ته نژدي سرته ورسيدې.

د روان ميلادي کال په پيل کي يوه لانجه وروسته له هغي پيدا شوه چي روسيي اعلان وکړ چي غواړي د پولند او ليتوانيا پولو ته نژدي په سپينه روسيه کي يوه پوځي اډه جوړه کړي. د ناتو د کار پوه کمپ، په نظر د «ثابت قدم جاز» ګډې پوځي آزمويني بايد پولند اود بالتيک دولتونو ته ډاد ورکړي: «ناتو بايد هغو هيوادونو ته چي له پوځي لحاظه له خطر احساس کوي ډاډ ورکړي چي د هغوی ساتنه به کوي.»