1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پيښور اوسيدونکي د ډاره ډکي شپي او ورځي تيروي

۱۳۸۷ تیر ۳۰, یکشنبه

پيښور لا د مخه د هغو زورپالو، چي په دې تلاښ کي دي تر څو د خپلي خوښي شريعت لکه چي د 1996 او 2001 کلونو تر منځ په افغانستان کي واکمن و، له چپاو سره مخامخ سوی و.

https://p.dw.com/p/EfhV
پاکستانی پوځ د ګزمې پر مهال
پاکستانی پوځ د ګزمې پر مهالانځور: AP Photo

د پيښور په بيروباري بازارو او سړکانو باندي لا تراوسه ډار او اندېښنه خوره ده، که څه هم چي د زور پالو اورپکو پرضد چي هغه ښار ته يې ګواښ پيښوی ،پراخ پوځي عمليات وسول . خو بياهم د غه بيري څخه نه دي وتلي چي يو څه وخت مخکي په سپينه ورځ د پيښور د بازار څخه نفر بيول کيدل.

شاوخوا دوې اونۍ وروسته تر هغه چي پاکستاني ټانکونه او توپونه د پښاور په اطرافو کي قبايلي سيمو ته ورننوتل ترڅو د سرکښو ملا ور ماته کړي،اوس هم د پيښور په ځينو برخو او په خاصه توګه د ويډيو او تفريحي شيانو د خرڅلاو د دوکانونو مخ ته په وسلو سمبال پوليس ګزمې کوي.

د وسلوالو طالبانو د ډلي څخه يوتن
د وسلوالو طالبانو د ډلي څخه يوتنانځور: AP

د جون په میاشت کي د لښکر اسلام نومي ډلي زور پاله اورپکي د پيښور په بازار کي د مسيحيانو و مذهبي مراسيمو ته ورننوتل او 16 تنه يي لاس تړلي له ځان سره د خيبر قبايلي سيمي ته چي د منګل باغ نومي قوماندان چوڼۍ ده، بوتلل او په یوه تياره غار کي يې واچول.

د تښتول سول د ډلي څخه يو تن چي خپل نوم پاتراس،نوموی او تر تښتولو يوه ورځ وروسته بيرته آزاد سوی دی. وايي:« زه لا تراوسه بيريږم، موږ اندېښنه لرو چي دغه خلګ به بيا په موږ پسي راسي».

33 کلن مسیح چي د څلورو کوچنيانو څخه يوه يې د هغه پر پښه باندي ځان ټينګ نيولی و، يوه ورځ وروسته له دې آزاد سو چي نوربه شراب نه څښي او چرس به نه څکوي.

د مسيحيانو تښتول د پاکستان د نوي حکومت لپاره چي لا د مخه د واشنګټن له خوا د طالب ياغيانو سره په قبايلي سيمو کي د سولي د خبرو اترو له امله تر فشار لاندي دی، يو بل ګوزار دی.

د زورپالو پرمختګ، ددغه په هستوي وسلو سمبال هيواد د طالباني کولو په هکله نوي اندېښنې لمسولي دي، او دا په داسي حال کي ده چي پيښور په افغانستان کي دناټو د اکمالاتو په لار کي پروت دی.

د سختريزو پاکستاني طالبانو قومندان بيت الله محسود
د سختريزو پاکستاني طالبانو قومندان بيت الله محسودانځور: AP

پيښور لا د مخه د منګل باغ نومي قوماندان د« امر بالمعروف او نهي عن المنکر» ډوله ټولګۍ او نورو زور پالو،چي په دې تلاښ کي دي تر څو د خپلي خوښي شريعت لکه چي د 1996 او 2001 کلونو تر منځ په افغانستان کي واکمن و، له چپاو سره مخامخ سوی و.

په پيک اپ موټرو کي سپاره څوڼور وسلوال له څو مياشتو را په دې خوا د پيښور د ښار په څڼډو کي ليدل سوي دي، چي خلګو ته خبرداری ورکوي چي ږيري اوږدې پريږدي او غيري اسلامي تجارت او کار اوبار بند کړي.

پوليس دغه راز لښکر اسلام نومې ډله په دې باندي تورنوي چي پر يوه زيارت باندي يي د شخړي پر سر يو ډير شميرکليوال وژلي دي.د پاکستان مليشه ځواک بلاخره د جون پر28 په خيبر اجنسۍ کي په عملياتو لاس پوري کړۍ. چي د عملياتو په ترځ کي د منګل باغ نومي قوماندان او نورو سخت دريځو ډلو ودانۍ ويجاړي کړې.

منګل باغ چي پخوا د بس موټر يو چلونکی و، تيره اونۍ له حکومت سره د سولي معامله وکړه. خو ډيری اوسيدونکي دا پوښتنه کوي چي آيا رښتيا هم په پيښور کي

امن سته.

آيا رښتياهم پيښورته يوازي منګل باغ ګواښ دی په داسي حال کي چي هغه د سختريزو طالبانو چي د تحريک طالبان پاکستان په نامه ياديږي حتی غړی هم نه دی.

په پيښور کي خلګ د حکومت و دا ډول عملياتو ته د شک په سترګه ګوري. هغوی وايي چي حکومت د غلطو خلګو په خلاف عمل کوي. د هغوی په وينا اصلي ګواښ نور خلګ کوي.