1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پيښور په دوو چاودنو کي ۳۸ کسان وژل سوي دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ مهر ۷, یکشنبه

په پيښور کي دوو بمي چادونو د یکشنبې په ورځ د نزدې ۳۸ کسانو ژوند واخيست او تر ۱۰۰ زيات پکښې نور ټپیان سوي دي. دغه پيښه د ښار په یوه گڼه گوڼي سيمه کي رامنځ ته سوې ده.

https://p.dw.com/p/19qHl
انځور: picture-alliance/AP

د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي دي، چي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپټمبر۲۹) د پيښور ښار په «قصه خوانۍ بازار» کي د دوو بمي چاودنو په پايله کي نزدې ۳۸ کسان وژل سوي دي.

د پوليسو يوه چارواکي الطاف حسين ويلي دي چي په وژل سوو کسانو کي اته تنه کوچنيان او پنځه تنې ښځي شاملي دي. دغه چارواکي ويلي دي چي تر قوي چاودني دمخه يوه کوچنۍ چاودنه وسوه. دغه چاودني د پوليسو د يوه تمځای سره رامنځ ته سوي دي.

د بمونو د شنډولو یوه کارپوه شفقت ملک، ويلي دي چي په دغو بمونو کي نزدې ۲۰۰ کيلوگرامه چاودېدونکي مواد کار سوي ول.

تيره اوونۍ په پيښور کي د يوې چاودني او يوه ځانمرگي بريد په پايله کي په لسونو انسانان ووژل سول. دوې ورځي د مخه له ليري د کنترولېدونکي بم په واسطه ۱۸ تنه انسانان ووژل سول او په لسونو نور ټپيان سول. دغه بم د دولتي کارکوونکو د انتقال په يوه موټر کي ځای پر ځای سوی وو.

په دغه ښار کي د تيري يکشنې په ورځ دوو تنو ځانمرگي بريد کوونکو د يوې کليسا ومخ ته ځانونه وچاودل نزدې ۸۱ تنه يې ووژل او په لسونو نور يې ټپيان کړل. تر اوسه پوري د دغو بمي بريدونو مسئوليت چا پرغاړه نه ده اخيستی.

دا په داسي حال کي ده چي د دغه هيواد لومړی وزير نواز شريف غواړي چي په خپل هيواد کي له تندلارو سره د سولي خبري اتري پيل کړي. خو دغو وروستيو چاودنو د هغه پر هڅو باندي سيوری غوړولی دی.