1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پي ټي ام د غونډو بائیکاټ: آيا پاکستاني رسنۍ آزادي دي؟

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) له غونډو د رسنيو پرلپسې نا اعلان شوي بائیکاټ په دغه هيواد کې د رسنیو د آزادۍ په هکله ځیني پوښتنې راولاړي کړي دي. خو له بل اړخه په دې هکله عام نظر هم توپير لري.

https://p.dw.com/p/2wxSt
Pakistan Sadiq Zharak in Quetta
انځور: shal.afghan

د پاکستان په رسنیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډو په اړه د خبرونو نه خپرول، د ټولنې یوه برخه سم کار ګڼي، خو یو لوی شمیر بیا د پاکستان د رسنیو پر دغه چلن نیوکه کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د يکشنبې په ورځ په سوات دریه کې یوه لویه غونډه وکړه. د انتقاد کوونکو په آند پاکستاني رسنیو د دغې غونډې په هکله منفي انځور وړاندي کړ او د دغه غونډې په هکله یې یوازي دا خبر خپور کړ چې ادعا شوې وه چې یوه ځوان ته د پاکستان د بیرغ د وړلو اجازه ور نه کړل شوه. خو په پاکستان کې په انګلیسي ژبه خپریدونکو رسنیو یوې برخې د دغي غونډي راپورونه خپاره کړل. پي ټي ام وایي چې په غونډه کې زرونو کسانو ګډون کړی وو.

د شنونکي په آند د رسنیو د دغه تحریم په سبب به په دغه غورځنگ کې اجنبیتوب زیات شي او د پښتنو په منځ کې به هم د پاکستان له نورو قومونو څخه لېري والی هم زیات شي. د دویچه ویله د اردو څانګې خبریال د پښتون ژغورنې غورځنګ د سوات د یوه مشر علي حسن له قوله دغه تحریم د پټو قوتونو کار بللی دی: «که چیري تاسې په پاکستان کې د اسټبلشمنټ یا واکمنې دستګاه پر ضد خبره کوئ، نو په هره کچه به مو بائیکاټ کیږي. دلته پارلمان، رسنۍ او نورې ټولې ادارې د اسټبلشمنټ پر وړاندي بې وسه دي او رسنۍ هم د دوی په اشاره زموږ غونډي تحریموي. د دې تحریم له کبله د پاکستان د رسنیو د آزادۍ پر ادعا باندې یو لوی سوالیه نښان لګیدلی دی.»

د پښتون ژغورني غورځنگ مشر منظور پښتين
انځور: DW/Shah Meer Baloch

د علي حسن په خبره د پښتون ژغورني غورځنګ آواز نه شي چوپ کیدای، ځکه چې په خبره یې یوازې په سوات کې د پي ټي ام، د فیسبوک په ګروپ کې ۵۰۰ زره خلک ګډون لري، په داسې حال کې چې په ټول پاکستان کې دغه شمیر له څلورو میلیونو زیات دی. علي حسن د ګیلې په ډول وویل چې په پاکستان کې ټولو سیاسي ګوندونو د پوځي عملیاتو ملاتړ کړی وو خو هیچا هم د لا درکه شوو کسانو او یا هم د محکمې د حکم پرته د وژل شوو کسانو د پیښو پر ضد څه و نه ویل: «کله چې موږ د خپلو حقونو غږ پورته کړ، نو پر موږ د خیانت تورونه ولګول شول. که چیرې ته خلک ورکوي، بې له محاکمې خلک وژني، د خلکو بنسټیز حقوق ترې اخلي، نو خلک به له تاسره مینه نه کوي.»

دا فکر چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غونډو رسنیز تحریم د پاکستان د استخباراتي ادارو په شاره کیږي، یوازې په سوات کې نه دی، بلکې په نورو پښتنو میشتو سیمو کې هم زور اخلي.

په پيښور کې د نوموړي غورځنګ یو فعال عزیز وزیر وایي: «موږ د پي ټي ام، د پلیټ فارم په واسطه د هیواد د استخباراتي ادارو ظلمونه ښکاره کړل. که چیري رسنۍ زموږ بائیکاټ و نه کړي، نو د دغو ظلمونو کیسې به ټول پاکستان ته ورسیږي. خو دا چې پټ قوتونه نه غواړي ولس د هغوی له کړنو خبر شي، نو له دې کبله یې دغه بندیز لګولی دی او زموږ پر ضد د هیواد دښمنۍ تورونه پوري کوي. خلک ویني چې زموږ سره د غیر پاکستانیو په څیر چلن کیږي. موږ یوازې هغه حقوق غواړو چې نور پاکستانیان ورته لاس رسی لري.»

په لاهور کي د پښتون ژغورني غورځنگ غونډي يو انځور
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

د دویچه ویله اردو څانګې خبریال د پاکستان د خبریالانو د اتحادې د یوه مشر محمد ریاض له قوله لیکلي دي چې د ده په آند د رسنیو مالکانو پر خپل ځان پخپله تر حد زيات سانسور لګولی او ځیني وختونه داسي ډول بندیزونه لګوي، چې چا ورته هيڅ ویلي نه وي: «آی اس پي آر [د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه] ویلي دي چې دوی رسنۍ د پي ټي ام له پوښښه نه دي راګرځولي. د پيښور کور کمانډر ویلي دي چې د پي ټي ام غوښتنې جایز دي. هغه پي ټي ام ته د مذاکراتو بلنه هم ورکړې ده. نو سړی نه پوهیږي چې ولې رسنیو د پي ټي ام غونډې تحریم کړي. که په دغو غونډو کې پر ځینو ویناو او ټکو باندې اعتراض وي، نو هغه دې نه ښيي. خو په بشپړه توګه تحریم هیڅ مثبت کار نه دی. د خواشینۍ خبره دا ده چې د رسینو زیاتره مالکان له خبریالۍ سره هیڅ سروکار نه لري او د خبریالانو اتحادیې هم پر دغه تحریم چوپ دي، ځکه چې هغوی پر دې موضوع ویشل شوي دي.»

په پاکستان کې که یو شمیر کړۍ دغه تحریم سم کار ګڼي نو په حیرانونکي توګه ځیني پښتانه مشران د پي ټي ام، له تګلارې سره د نظر اختلاف لري. د دویچه ویله ځایي خبریال د عوامي نیشنل ګوند د سناتور شاهي سید له قوله لیکلي دي چې کله چې پر پوځ انتقاد کیږي، نو خلک به څرنګه ستا خبره اوري؟ د هغه په خبره د هغوی تحریم جایز دی، ځکه چې هغوی دا شعار ورکوي چې د ترهګرۍ تر شا د پوځ لاس دی: «پوځ خو د طالبانو پر ضد جګړه کې قربانۍ ورکړې ده او پي ټي ام پر هغوی دا تور پورې کوي.»

عبدالستار، اسلام آباد