1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پي ټي ام په هکله د فضل الرحمن څرګندونو ته غبرگونونه

سید ریاض
۱۴۰۰ فروردین ۳۰, دوشنبه

د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، پښتون ژغورنې غورځنګ یوه افراطي او ترهګره ډله بللې ده. هغه د تحریک لبیک پاکستان پر وړاندې د پاکستان د حکومت چلن کلک غندلی دی.

https://p.dw.com/p/3sELa
Maulana Fazal ur Rehman
انځور: picture alliance / dpa

په پاکستان کې د تحریک لبیک، مذهبي ډلې له څو ورځو راهیسې په مظاهرو لاس پورې کړی دی چې د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ پکې اخ او ډب هم رامنځ ته شوی دی. هغوی له حکومته غواړي چې د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور د رسمولو له پاره د فرانسې سفیر له خپل هیواده وباسي. فضل الرحمن وروستۍ څرګندونې د دغه ډلې د ملاتړ په ترڅ کې کړي دي.

فضل الرحمن د یکشنبې په ورځ د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې پښتو ژغورنې غورځنګ یو ترهګره ډله وبلله. د هغه په خبره «که چیرې د یوه هیواد دننه د پي ټي ام په څیر ملتپاله، افراطي او ترهګرې ډلې وده کولی شي، نو بیا د یوه مذهبي ګوند له پاره ولې دا ګنجایش نه شته.»

د فضل الرحمن تر دغه څرګندونو وروسته په ټولنیزو شبکو کې د هغه څرګندونو بیلا بیل غبرګونونه راپارولي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د مولانا فضل الرحمن په دغو څرګندونو خواشينې ښوولې او لیکلې یې دي چې «پي ټي ام، د ترهګرۍ ضد غورځنګ دی چې تر ټولو دمخه یې هغه خلک مخالفت کوي کوم چې ترهګر خوښوونکي فکر لري.»

د دغه غورځنګ یوه بل مشر او د پارلمان غړي محسن داوړ، د مولانا خبرو ته سخت غبرګون ښوولی او ویلې یې دي چې د خړ قمر او علي وزیر د بندي کیدو او نورو پيښو سربیره پي ټي ام، تاوتریخوالی نه دی کړی. هغه په یوه تویت کې لیکلي دي: «جمعیت علما اسلام د پښتونخوا وطن پر سینه د ترهګرۍ د خونړي فصل په کښت کې مخکښ پاتې شوی او مولانا صاحب له دې خونریزۍ شخصي او سیاسي ګټه پورته کړې.»

خبریال حسن خان په یوه تویت کې لیکلي دي چې د مولانا فضل الرحمن په څرګندونو باید حیرانتیا و نه ښوول شي. د هغه په خبره پي ټي ام له یوه اړخه د پښتونخوا په جنوب کې د مولانا د رای بانک زیانمن کړی او «له بل اړخه د پي ټي ام  پښتون نیشنلزم مذهبي سیاست ته هم زیان واړاوه.»

د نوبل د سولې جایزې ګټونکي ملاله یوسفزئ پلار ضیاالدین یوسفزي په یوه تویت کې لیکلي دي چې پي ټي ام، ته ملتپاله ګوند ویل پر ځای خبره ده «خو پرته له ثبوته افراطي او ترهګره ډله ګرځول یې د مولانا فضل الرحمن په څیر مشر سیاستوال سره ښه نه ښکاري».

مولانا فضل الرحمن ویلي ول چې د خبرو اترو له لارې د دغه ستونزې د حلولو هڅه وشي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په خبره تیره شپه یې د تحریک لبیک پاکستان ډلې سره مذاکرات کړي چې په پایله کې یې هغه یوولس پولیس چې یرغمل نیول شوي ول، آزاد کړي دي. د دغې ډلې د خپلو معلوماتو له مخې د یکشنبې ورځې د اخ او ډب په ترڅ کې یې درې کسان وژل شوي دي. پاکستان د چهارشنبې په ورخ د تحریک لبیک پاکستان ډله منع اعلان کړه.

د پاکستان پوځي کړۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د شک په سترګه ګوري او پرې تور لګوي چې دغه خوځښت د بهرنيو لاسونو له لوري استعماليږي. خو پي ټي ايم بيا وايي چې دوی د پاکستان د قوانينو په رڼا کې له سوله ايزې لارې د خپلو خلکو د اساسي حقونو د تحفظ له پاره هڅې کوي.