1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پښتنو او بلوڅو د پيوستون ورځ ولمانځل سوه

۱۳۸۹ شهریور ۹, سه‌شنبه

غونډي ته چي په کابل کي جوړه سوې وه حکومتي چارواکي، د ولسي جرګې غړي او د ډيورنډ د کرښي د دواړو غاړو پښتنو او همدا راز د بلوڅو ګڼ شمير کسان را بلل سوي ول.

https://p.dw.com/p/P0yu
د افغانستان ملي بيرغ
د افغانستان ملي بيرغانځور: AP

نن د سنبلي د مياشتي نهمه نيټه د پښتنو او بلوڅو د پيوستون د ورځي سره برابره وه.

له دغي ورځي څخه هر کال په افغانستان کي يادونه کيږي.

د دغو دوو ټبرونو د پيوستون له ورځي څخه نن د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت او د ډيورنډ د دواړو غاړو پرتو پښتنو او همدا راز بلوڅ مشرانو او مخورو په ګډون يادونه وسوه.

د پښتنو او بلوڅو د پيوستون د ورځي څخه د ۱۳۲۸لمريز کال را پدي خوا کله چي هند په دوو برخو يعني اوسني هند او پاکستان وويشل سو په افغانستان کي د کرښي د هغي غاړي د بلوڅو سره د پيوستون په پلمه لمانځنه کيږي.

غونډي ته چي په کابل کي جوړه سوې وه حکومتي چارواکي، د ولسي جرګې غړي او د ډيورنډ د کرښي د دواړو غاړو پښتنو او همدا راز د بلوڅو ګڼ شمير کسان را بلل شوي ول.

ډيري ګډون والو افغان حکومت د دوئ غوښتنو ته په نا پاملرني تورن کړل.

دواړو ټبرونو د نړۍ له زبرځواکونو غوښتنه وکړه چي په يوه او بل نامه د دوئ له ټکولو څخه لاس واخلي او دوئ د القاعدې او طالبانو په نامه و نه کړوي.

د غونډي يو ګډون وال زرجان شينواري وويل:«موږ د نړۍ له هيوادونو او په خاصه توګه له زبرځواکونوغواړو چي زموږ خلک په يوه او بل نامه و نه ټکوي، موږ د القاعدې او طالبانو خلاص کړي».

ګډون والو د افغانستان او پاکستان په ګډو پولو کي د ترهګرو له کړو وړو شکايتونه لرل او ويل يې چي دوئ سوله او پرمختګ غواړي.

د پښتنو او بلوڅو د پيوستون د ورځي لمانځن غونډه هغه مهال لا رنګينه سوه چي د ډيورنډ د کرښي د دواړو غاړو او دواړو ټبرونو شاعرانو ميدان ته را ودانګل او خپل حماسي او وطن پالونکي شعرونه يي وړاندي کړل.

غونډي ته راغلو پښتنو او بلوڅ مشرانو د پښتنو او بلوڅانو ونډه د افغانستان په جوړښت کي ډيره باارزښته وبلل او زياته يي کړه چي دوي بايد له پام څخه و نه غورځول شي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل