1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پښتنې بانک پخوانی رئيس په بند محکوم سو

۱۳۹۱ مرداد ۴, چهارشنبه

د افغانستان د لوی څارنوالۍ یوه چارواکي د المان خبري آژانس ته د چهار شنبې په ورځ ویلي دي چي د پښتنې تجارتي بانک پخوانۍ رئیس حیات الله دیاني، د اداري فساد په تور په شل کاله بند محکوم شوی دئ.

https://p.dw.com/p/15ea6
انځور: Agnes Bührig

د دیاني دوه تنه نورهمکاران او ۱۳ تنه نور کسان هم د ادارې فساد په دې دوسیه کي د پنځو او اتو کولو تر منځ په بند محکوم شوي دي.

دیاني له ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۰۸ کال پوري د پښتنې تجارتي بانک رئیس وو. دا یو دولتي بانک دئ چي له خصوصي سکتور سره له نزدې کار کوي.

پر دیاني باندي له یوه حساب څخه د ۷۰۰ میلیونو افغانیو او له یو بل حساب څخه د ۱۲ میلیونه ډالرو د اختلاس تور لگول شوی وو. د افغانستان د لوی څارنوالۍ یوه چارواکي احمد شاه، وويل چي پر دیاني باندي همداراز د جعلي دولتي اسنادو د جوړولو تور هم لگول شوی دئ:

«د پښتنې تجارتي بانک پخوانی رئیس حیات الله دیاني، په ۲۰ کلونو بند محکوم شوی دئ او نن زندان ته واستول شو.»

د هغو کسانو په ډله کي چې په دې دوسیه کي په بند محکوم شوي دي د کلو د بیا رغوني او پراخیتا وزارت یو شمیر چارواکي هم شامل ول. د محکومو کسانو له ډلي څخه درې تنه ئې په غیاب کي محاکمه شول، ځکه چي هغوی له افغانستان څخه په تېښته بريالي سوي دي.

د شفافیت د نړیوالي ادارې په حواله افغانستان په نړۍ کي د هغو هیوادونو په ډله کي ډئ، چي اداري فساد پکښي ډیر حاکم دئ. نړیواله ټولنه تل له افغان حکومت څخه غواړي چي د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي. خو افغان حکومت بیا وایي چي لوی خارجي شرکتونه هم په افغانستان کي په لوړه کچه په اداري فساد کي ښکېل دي.

تر دې مخکي د افغانستان یو بل خصوصي بانک «کابل بانک» هم د اداري فساد له کبله له سختو مالي ستونزو سره مخامخ شوی وو، چي افغان دولت ئې د چارو په لاس کي نيولو ته اړ شو.

نن سه شنبه(۲۰۱۲ کال د جولای د مياشتي ۲۵) په کابل کي د کابل بانک د پخواني رئيس شيرخان فرنود مدافع وکيلانو ويلي دي، چي هغه پيسې چي له دغه بانک نورو سهم لرونکو ايستلي دي اوس د هغه غوښتنه له فرنود څخه کيږي، چي دا غير عادلانه عمل دئ.

د کابل بانک پخوانی رئيس شيرخان فرنود هم په کابل کښي بندي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل