1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پکتيا د مرستيال والي سره د دويچه ويله ځانگړې مرکه

۱۳۸۹ بهمن ۱۹, سه‌شنبه

عبدالرحمان منګل په هغه ولايت کي د سوو پر مختګونو او روان امنيتي وضيعت په اړه د دويچه ويله المان ږغ راډيو سره په څانگړې مرکه کي معلومات ورکړي.

https://p.dw.com/p/QzAu
د پکتيا ولايت مرستيال والي عبدالرحمان منګل
د پکتيا ولايت مرستيال والي عبدالرحمان منګلانځور: DW

دويچه ويله: د پکتيا ولايت ولايتي اداره په روان وخت کي د کومو ستونزو سره مخ ده؟

منګل: په پکتيا ولايت کي داسي مهم کوم څه نه شته ، چي زموږ د بازسازۍ مخه يي نيولي وي او يا دي زموږ د حکومتدارۍ مخ يي نيولي وي. مهمه خبره دا ده چي د پکتيا قومي مشران ، ديني عالمان او عام خلک دلته د حکومت سره پوره همکار دي او له همدې امله کومه غټه ستوونزه نه شته ، چي موږ د هغه په اساس خنډونه ولرو.

دويچه ويله: په پکتيا کي امنيتي وضيعت څنګه ارزوۍ او د امنيتي ځواکونو ترمنځ همغږي سته؟

منګل: نسبت د افغانستان ډيرو ولايتونو ته د پکتيا ولايت امنيتي وضيعت ښه دى ، که څه هم چي يو سرحدي ولايت دى او د ګاونډي هيواد پاکستان سره ٢٤٠ کيلو ميتره سرحدي پوله لري او زموږ ۲ ولسوالۍ، پټان او ځاځي اريوب په سرحد کي پرتې دي خو بیا هم وضعه ښه ده. دلته د ملي اردو ، ملي پوليسو ، سرحدي پوليسو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ پوره همغږي او تفاهم موجود دى.

دويچه ويله: ستاسو په ولايت کي د بيا رغوني بهير څنګه دی او په کومو برخو کي ډير کارونه سوي؟

منګل: غټه ستونزه دلته پخوا د سړکونو موجوده وه، البته سړکونه خامه ول، خو اوس تر ډيره ځايه زموږ دا ستوونزه حل شوې ده، د پکتيا څخه د خوست پوري په لويه لار د جوړوني چاري رواني دي، د ګرديز نه تر اعلمګۍ پوري ، د ګرديز څخه تر احمد ابا پوري، د ګرديز څخه د زرمت پوري دا وخت پر سړکونو د ډمبر اچوني چاري دوام لري، او اوس زموږ ټولو ولسواليو ته د سړکونو ستونزه حل شوي. بل پرمختګ دا دى چي په پکتيا کي د ښوني او روزني په برخه کي د پام وړ کارونه شوي ، موږ مخکي د پوهني په ډګر کي غټه ستونزه چي درلوده ، هغه په ښوونځيو کي د سرپنا يا ودانيو نه شتون و، خو اوس دا ستونزه هم تر ډيره هواره شوې او نږدې ډيرو ښوونځیو ته اوس نوي ودانۍ جوړي شوي ، دلته پوهنتون شته او د زراعت او ادبياتو پوهنځۍ فعالي دي او هڅي رواني دي، چي د اينجينرۍ او يو شمير نوري پوهنځۍ هم په نږدي راتلوونکي کي فعالي شي.

دويچه ويله: داس راپورونه خپاره سوي چي د پکتيا ولايت اوسیدونکي په روغتيايي برخه کي ډيري ستونزي لري؟

منګل: کيدای سي چي وي، خو موږ ډيري لاسته روړني هم لرو، په پکتيا کي دا وخت ٣٥ کلينيکونه موجود دي ، دا کلينيکونه ټول فعال دي، او د روغتيا په برخه کي د پکتياوالو ډيري ستونزي حل سوي او په خپل وخت د نارغيو درملني کوي. ددې ترڅنګ څو اوونۍ وړاندي ځيني قابله ګاني له زده کړو فارغي شوي او پلان لرو، چي ولسواليو ته يي وليږو ، نو په دي سره به د خلکو هغه ستونزي هم حل شي چي وړاندي يي د ولادي او نسايي ناروغيو پر وخت درلودي.

دويچه ويله: غټي ستونزي څه دي ، چي پکتيا ميشتي ورسره مخامخ دي او تر اوسه دولت هم د هغه ستونزو په مخنيوي کي پاته راغلى.

منګل: دلته يوازنۍ غټه ستونزه د بريښنا نه شتون دى، او په خپله ګرديز ښار کي هم ښاريان د بريښنا له ستونزي سره مخامخ دي، جدي هڅي مو پيل کړيدي او اميد دى چي په راتلونکي پسرلي کي د مچلغو د بريښنا پر بند باندي کار پيل شي ، او ځيني نورو بندنو د جوړيدو پلان هم شته ، چي کار ورباندي پيل شي.

مرکه کونکی: فريدالله ظاهر

کتونکی: نجيب الله زيارمل