1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پکتيکا والي: د امنيت لپاره مو د قومي مشرانو او ځوانانو شوراګانې جوړې کړې

۱۳۸۹ مهر ۱۹, دوشنبه

د پكتيكا والي محب الله صميم په يوه خبري ناسته كې خبريالانو ته وويل چې په دې ولايت كې يې له اداري فساد سره جدي مبارزه پيل كړي، او په پكتيكا كې د افغان او بهرانيو ځواكونو دپوره هغږۍ په پايله كې به ډاډمن امنيت تامين كړى.

https://p.dw.com/p/Pavr
ځوانان او مشران دواړه د امنيت په راوستلو کې مرسته کولای شي
ځوانان او مشران دواړه د امنيت په راوستلو کې مرسته کولای شيانځور: AP

نوموړي چې د يكشنبې ورځې په مازديګر يې د پكتيكا په ميلمستون ودانۍ كې يوې خبري ناستې ته خبرې كولې وويل، چې دولت اوس د پكتيكا په ټولو ولسواليو پوره حاكميت لري او هره ورځ دولتي ادارې خپلې ورځينۍ چارې پر مخ بيايي. نوموړى زياتوي چې په تېرو څو مياشتو كې هيڅ ملكي تلفات نه لري او امنيت تر پخوا ډېر ښه شوى.

نوموړى وايي چې دامنيت په ټينګښت كې عامو ولسونو هم ورسره پوره همكاري كړي ، او زياتوي چې ولسواليو ته يې په دې موخه سفرونه پيل كړي تر څو د خلكو غوښتنې او ستوونزې له نږدې وګوري او واوري. والي صميم زياتوي چې په همدې لړ كې يې په بېلابېلو سيمو كې د قومي مشرانو او ځوانانو شوراګانې جوړې كړي، او هغه قومي جوړښتونه چې په پكتيكا ولايت كې له پخوا څخه موجود و، اوس يې بېرته راژوندي كړي.

ښاغلى صميم ددې ترڅنګ وايي چې په پكتيكا ولايت کې يې له اداري فساد سره جدي مبارزه پيل كړي، او هيچا ته به اجازه ورنكړي چې په دولتي ادارو كې اداري فساد ته لمن ووهي. نوموړی زياتوي چې په همدې تور يې د دې ولايت ۱۷ تنه دولتي مامورين د اداري فساد په تور نيولي، او د زياتو تحقيقاتو لپاره يې څارنوالۍ ته ورمعرفي كړي.

پكتيكا د افغانستان په جنوب ختيځ كې له ګاونډي پاكستان سره پر پوله پروت ولايت دى چې په دې وروستيو كې يې په امنيتي وضيت كې مثبت بدولون راغلى دی.

ليکونکی: فريدالله ظاهر

کتونکی: عبدالباري حکيم