د پکتيکا پر سيلاب ځپلو باندي مرستي ويشل کيږي
۱۳۸۹ اسفند ۱۵, یکشنبهپدغه مرستو کې غنم ، غوړي او نور خوراکي توکي شامل دي، چي هري کورنۍ ته د اړتيا وړ توکي ورکول کيږي.
که څه هم ددغه ولايت خلک د دوی سره په سوو مرستو خوښ دي خو غوښتنه کوي چي پر دې سر بيره دي نوري مرستي هم ورسره وسي.
دغه مرستې د پکتيکاولايت د بيلابيلو ولسواليو پر هغو ٦٥٠ کورنيو ويشل کيږي چي څه موده وړاندي د سختو اورښتونو او د درنو سيلابونو په ترڅ کي د ځاني تلفاتو ترڅنګ کرنېزې ځمکې ، سربندونه او کورونه ويجاړ شوي وو.
په سيلاب ځپلو پکتيکاوالو د مرستو د وېش پر مهال د دې ولايت د طبعی پېښو پر وړاندې د مبارزې رئيس عبدالهادي هادي وويل: چې ديادو توکيو د ويش لړۍ به د يو منظم پلان له مخه په شفاف ډول پرمخ ولاړه سي.
نوموړی وايي چي دغه خوراکي توکی (W F P)يا نړيوال خوراکي سازمان لخوا ورکول سوي.
د مرستو د ويشلو په ځاى کي ددې ولايت د ولايتي شورا مسولينو او يو شمير سيلاب ځپلو کسانو د يادو مرستو په ترلاسه کولو خوښي وښوده، خو دغه مرستي يې د وراوښتو د زيانونو په پرتله کمي وبللې.
دوی همدا راز د افغان دولت او مرستندويه ادارو څخه غوښتنه وکړه، چي پکتيکاوال دي د خپل نظر څخه نه اوباسي او په هره برخه کي د ورسره د پام وړ مرستې وکړي.
د يادولو ده چي، د هيواد پر نورو ولايتونو سربيره پکتيکا هم د اورښتونو له امله د راوتلو سيلابونو په پايله کي د ځاني تلفاتو ترڅنګ د ګڼو مالي زيانونو څخه بې برخې نه وه.
پکتيکا د هيواد په جنوب خيتځ کي د پاکستان د شمالي او جنوبي وزيرستان سره پر پوله پورت ولايت دی چي، وګړی يې د نورو ولايتونو په پرتله ډير بې وزله او غريب دي.
په سيمه کي د چارو شنوونکی وايي که ددغه ولايت د خلکو سره په هره برخه کي د پام وړ مرستي ونسي نو حال به يې له بدو بتر وي.
فريدالله ظاهر/ پکتيکا
کتونکی: نجيب الله زيارمل