1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د پکتیا موټربم برید ۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبه

نن سهار د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې یو موټر بم برید لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې د پېښې یو شمېر قربانیان نظامي او ډېر یې ملکي خلک دي. دا برید د ګردېز ښار د لومړۍ حوزې اړوند د ملي اردو د تاسیساتو په ودانۍ شوی دی.

https://p.dw.com/p/3cDF7
Afghanistan, Gardez: Bombenanschlag in Paktya
انځور: DW/F. Zahir

د بمونو ډک موټر چې له دیوال وهل شوی، د ودانۍ ځینې برخې یې ویجاړې کړې دي او نږدې ځایونو کې د دوکانونو او کورونو ښیښې هم ماتې کړي دي.

له چاودنې وروسته په سیمه کې د پکتیا امنیه قوماندان سلطان داود داود رسنیو سره په خبرو کې د لومړنیو معلوماتو په اړه وویل، چې څلور کسان په دې چاودنه کې وژل شوې دي او لس نور ټپیان دي.

د پکتیا والي عبدالله حسرت دویچه ویله ته وویل، چې موټر بم برید د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ملي اردو د تاسیساتو په ودانۍ شوی دی، چې له امله یې ۲۸ کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

نوموړی وایي، په چاودنه کې د ملي اردو یو سرتیری او درې ملکي وګړي وژل شوې، د ملی اردو پنځه سرتیري او ۱۹ ملکي وګړي وګړي ټپیان شوې دي. حسرت زیاتوي: (( زموږ د امنیتي ادارو معلومات دا دي، چې دا یو لارۍ موټربم و، خو هدف ته نه دی رسیدلی او د تاسیساتو د باندې دیوال سره یې چاودنه کړي. د پیښې ټپیانو روغتیا یي حالت ښه دی.))

Afghanistan, Gardez: Bombenanschlag in Paktya
انځور: DW/F. Zahir

د پکتیا ګردېز ولایتي روغتون یوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل، چې د ګردېز ولایتي روغتون ته یو جسد او ۳۱ ټپیان وروړل شوې دي، چې په ټپیان کې یو شمېر نظامیان او ډير یې ملکي وګړي دي.

د پيښې یوه ټپي ارشاد چې د مستوفیت کارکوونکی دی دویچه ویله ته وویل: (( زه دفتر کې وم، ناڅاپه غټ درز شو، نور په ځان نه یم پوه شوی، چې اوس روغتون کې مې سترګې وغړیدې)).

د پېښې یو بل ټپي او عیني شاهد شاپور وایي:(( د پيښې له سیمې سره نږدې و، یو هینو موټر یې ولیدو، چې له خښتو بار و او دغه خوا ګډ شو، بیا نو چاودنه وشوه، چې زه او ډير کسان تپیان شو، بد حال و)).

چارواکي وایي، موټر بم هدف له رسیدو وړاندې چاودنه کړي، که تاسیساتو ته دننه شوی وی، تلفات به یې ډېر وی.

وسله والو طالبانو د دغه برید مسؤلیت پر خپله غاړه اخیستی دی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ويلي، چې برید یې د یوه ځانمرګي په مرسته په عسکري کلوپ ترسره کړی، چې لسګونه عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

Schule in Afghanistan
انځور: AP