1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پکتیا: ځانمرگي برید ډیر مالي تاوان اړولی دئ

مسعود جهش (DPA, AFP، DW)۱۳۹۱ مهر ۲۶, چهارشنبه

د پکتیا ولایت په زورمت ولسوالۍ کې د یوه موټر بم د چاودنې له کبله یو شمیر افغان سرتیري تپیان شوي دي. چارواکي وايي چې چاودنه ډیره قوي وه او کیدای شي چې ډیر مالي تاوان ئې اړولی وي.

https://p.dw.com/p/16RCb
انځور: AP

یادښت: انځور له ارشیف څخه

د پکتیا ولایت ویاند روح الله سمون له المان غږ سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې لا تراوسه پورې د دې پېښې له کبله د کوم وگړي د وژل کیدو خبر نه دئ ورکړل شوی خو د هغه په خبره ښايي د چاودنې له کبله اوښتې مالي تاوان ډیر زیات وي:

«ځانمرگی برید کوونکی له خپل موټر سره يو ځای هدف ته تر رسیدو مخکې چاودلې دئ... پېښه ځاني تلفات نه لري خو ښايي ډیر مالي تلفات ولري ځکه چې په موټر کې ډیر چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي ول.»

په پېښه کې د ایساف ځواکونو کوم سرتیري ته تاوان نه دئ رسیدلی. یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په پېښه کې لس افغان سرتیري تپیان شوي دي خو د پکتیا ولایت مرستیال عبدالرحمان منگل د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «شاوخوا ۴۵ سرتیري په سطحي ډول ټپیان شوي دي. ډیری دغه سرتیري د ماتو شوو شیشو په واسطه ژوبل شوي دي. چاودنه د امنیتي اډې د دروازې مخې ته شوې وه.»

د ایساف ځواکونو هم د پېښې پخلی کړی دئ او ویلي ئې دي چې د چاودنې له کبله د هغوی ځواکونو ته تاوان نه دئ رسیدلی. خو هغوی په پېښه کې د افغان سرتیرو ټپي کیدل منلي دي. لا تر اوسه پورې د پېښې د دقیقو تلفاتو په اړه معلومات په لاس کې نه شته.

طالبانو د پېښه پړه پر غاړه اخیستې ده او ادعا ئې کړې ده چې د هغوی کسان اوس هم په اډه کې په جگړ بوخت دي. خو طالبان ډیر وخت په دغه شان پېښو کې د ډیرو تلفاتو ادعا کوي.

سیمه ییزو اوسیدونکو د دویچه ویله خبریال ته ویلي دي چې چاودنه ډیره پیاوړې وه او د شاوخوا سیمو ډیرو کورونو شیشې ئې ماتې کړې دي. د هغوی په اند د چاودنې غږ تر ډیرو لیرو سیمو پورې اوریدل شوی دئ.