1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پکتیکا د برید د قربانیانو هویت به اړه بیلابیلې ادعاوې

۱۳۹۵ فروردین ۲۰, جمعه

چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د امریکایي ځواکونو بې پیلوټه الوتکو په پکتیکا ولایت کې په روانه اوونۍ کې ۱۷ کسان وژلي. سیمه ییز اوسیدونکي وایي چې وژل شوي کسان ملکیان وو، خو پولیس او بهرني ځواکونه بیا هغوی یاغیان بلي.

https://p.dw.com/p/1IS1H
MQ-9 Reaper Drohne Drohnenkrieg Ziel Drohnenangriff Afghanistan
انځور: picture-alliance/AP/Air Force/L. Pratt

د پکتیکا د ولایتي شورا غړي نعمت الله بابري، ویلي دي: «د ګومال وسلوالۍ په نعمت آباد سیمه کې د امریکایي ځواکونو له خوا د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د یوه قومي مشر په ګډون ۱۷ ملکي کسان وژلي دي.»

هغه ویلي دي چې لومړی برید د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۶مه نېټه) یو موټر په نښه کړی چې د حاجي روزالدین په نوم یو مشر په ګډون یې په هغه کې سپاره ټول ۱۲ کسان وژلي دي. هغه زیاته کړې ده چې په همدې ورځ د لومړي برید له سیمې څخه څو کیلومتره لیرې دوو نورو بریدونو بیا پنځه تنه کلیوال وژلي دي.

د ولایتي شورا یوه بل غړي فضل الرحمان کټوازي، بریدونه او ملکي تلفات تایید کړي خو روښانه کړې یې ده چې د وژل شویو کسانو د شمیر په اړه دقیق شمیرې په لاس کې نه لري.

هغه ویلي دي: «موږ د معلوماتو د ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ یو. هلته تلیفونونه کار نه کوي. ځایي حکومت یوازې د ولسوالي د مرکز کنترول په لاس کې لري. نورې سیمې د طالبانو په کنترول کې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د پکتیکا ولایت پولیسو او نړیوالو ځواکونو ټینګار کړی دی چې په بریدونو کې یوازې طالب جنګیالي وژل شوي دي.

د پکتیکا ولایت د پولیسو قوماند جنرال زوراور زاهد، ویلي دي: «هیڅ کوم ملکي کس نه دی وژل شوی.»

په کابل کې د نړیوالو ځواکونو یوه ویاند هم ویلي دي چې په بریدونو کې د کوم ملکي وګړي د وژل کیدو په اړه شواهد په لاس کې نه شته.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب