1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ځانمرګي بریدونو پر ضد د پاکستاني علماوو فتوا

۱۳۹۶ دی ۲۶, سه‌شنبه

تر ۱۸۰۰ زیاتو پاکستاني عالمانو په یوه کتاب کې فتوا صادره کړې ده چې پکښې ځانمرګي بریدونه «غیر اسلامي» بلل شوي دي. په پام کې ده چې دغه کتاب د حکومت له لوري خپور شي.

https://p.dw.com/p/2quKU
Pakistan Attentat Selbstmordanschlag
انځور: AFP/Getty Images

رویټرز خبري آژانس په خپل تفصیلي رپوټ کې لیکلي دي چې سویل آسیایي هیواد پاکستان له کلونو راهیسې د تندلارو یاغیانو له تاوتریخوالي سره لاس او ګریوان دی چې زیاتره مهال هغوی له ځانمرګي بریدونو کار اخلي او د مذهبي څرګندونو له لارې خپلې دغه کړنې د اسلامي قانون د تطبیق له پاره هلې ځلې بولي.

که څه هم ځانمرګي بریدونه په ځانګړې توګه د ملکي کسانو د وژل کیدو په صورت کې تعصبي او د غیر اخلاقي کړنو په توګه غندل کیږي خو یاغیان دغه تکتیک د خپلې اغیزمنې وسلې په توګه انګیري.

د «تروریزم» د کابو کولو د هڅو په ترڅ کې علماوو ځانمرګي بریدونه منع یا «حرام» ګڼلي دي. په پاکستان کې له ۲۰۰۰م کال راهیسې د ترهګرۍ څپه د لسونو زرو کسانو د مرګ ژوبلې په بیه تمامه شوې ده.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین، په دغه کتاب کې لیکلي دي: «دغه فتوا د معتدله اسلامي ټولنې د ثبات له پاره قوي بنسټ جوړوي.» د هغه په خبره له اسلامي اصولو سره سم د افراطیت د کابو کولو له پاره د یوه ملي روایت د رامنځ ته کیدو له پاره موږ له دغې فتوا څخه لارښوونه تر لاسه کولی شو.

بهرني او داخلي انتقاد کوونکي د پاکستان پر حکومت او پوځ باندې د سیاسي او پوځي اهدافو د تر لاسه کولو له پاره د راډیکاله ډلو ټپلو د ملاتړ تور پورې کوي او وایي چې دولت د ډیر وخت له پاره په مسجدونو کې د کرکې او نفرت پر وعظونو سترګې پټې کړي دي.

خو پاکستاني چارواکي په افغانستان او هند کې له تندلارو سره د مرستې په هکله د متحدو ایالاتو تکراري تورونه ردوي او وایي چې په تیره لسیزه کې يي د یاغي ډلو ټپلو لکه پاکستاني طالبانو پر وړاندي ډیري بریاوې لرلي دي.

نوموړی خبري آژانس په خپل رپوټ کې زیاتوي چې په شخصي ډول هغوی (پاکستاني چارواکي) د یو شمیر مشهورو تندلارو ډلو چې په پاکستان کې میشتي دي، پر وړاندي له هر ډول اقدام څخه خبرداری ورکوي او وایي چې دا کار اوږدې مودې ته اړتیا لري او په احتیاط باید ګام واخیستل شي.

خو له دې سره سره داسې بریښي چې دغه ډول فتواوي په منځني ختیځ کې کم اغیز لرلی دی، چیري چې داعش او نورې یاغي ډلې له ځانمرګي بریدونو کار اخلي.

پاکستاني ديني عالمانو په خپل دغه کتاب کې ویلي دي چې «هیڅ فردي کس او یا ډله دا صلاحیت نه لري چې جهاد اعلان کړي.» د هغوی په خبره ځانمرګي بریدونه له مهمو اسلامي لار ښوونو څخه سرغړوای دی او دغه څه منع شوي دي.

دغه کتاب د «نړیوال د اسلامي پوهنتون» له خوا ترتیب شوی دی، او په پام کې ده چې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د هغې نشریدل د سه شنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما پیل کړي.

زموږ له آرشیف څخه: