1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ځان په اړه خبري زور غواړي

۱۳۹۰ مرداد ۷, جمعه

په ماشومتوب او زلمیتوب کې مې هیله وه چې پیلوټ شم. خو ډاکټر مې په سترګو کې څه پیدا کړه. په معایناتو کې یې معیوب ویستم، که نه رکې روغې سترګې مې دي نه چپک یم، نه کونجر په زر ګامه کې یې د قد و قامت تماشا کولای شم.

https://p.dw.com/p/1268G
عبدالرحمن «ومان نيازی»
عبدالرحمن «ومان نيازی»انځور: DW

بیا مې زړه و، چې د تکواند ورزش  استاد شم. خو داسې و نه شول.  خبره پوځ او پولیس- آرام سئ او تیارسئ- ته ووته. شپږ کاله مې په دوو نظامي مکتبونو کې څو سوه زره ګرامه قروانه نوش جان کړه- اوس هم د معدې تیزاب لرم . وروسته مې له لیک او لیکوالۍ سره سروکار شو .  اوس مې تر هرکار کلاسیکه معماری او کندکاري خوښه ده، که مې وس وای دا  دوه مې یادول.

 

مشران وايی په ماشومتوب کې بې درکه شوخ وم. خپل یو دوست مې داسې کړولی و: «زموږ په سبقونو کې سیالي وه. یو وخت مې پام شو چې مشران د ده کارونه ستايی او زه ورو ، ورو  څنډې ته کیږم .  په هغه وخت کې موږ خطاطي هم کوله. خط یې تر ما مهین او ښایسته شوی وو. په تیره زما د خوښې خط نستعلیق ، دې خبرې د انتقام  اور راکې بل کړ نو مې د  یوې زهرجنې سزا بند و بست ورته وکړ. هغه داسې چې د مکتب په انګړ کې مې دی وهڅاوه چې راځه په ګډه غومبسان راوکټوو. ما وار ړومبی کړ. د غومبسانو ځاله مې ړنګه کړه.  بیا مې دی کټیدلو غومبسانو ته په غیرت کړ. هلک چې د سوریدلو غومبسانو ځالې ته ورلنډ شو هغو راپره کړ. خدا ووس لکه چا چې حشر ایستلی وي پرې راتوی شول . خدایزده چې څوکڅوړې زهر به یې ور تېر کړي وي خو بدې کوکې یې وهلې. ډډ مډ په منډو، خاپوړیو او کونوړیو راخلاص شو. ایله مې د زړه تڼاکه وچاوده. غیږ مې ورکړه ورته ومې ویل: بغارې مه وهه دغومبسانو د زهرو دوا راسره ده. مشر تره به مې ویل:  د خودرنګ قلم رنګ یې ټک وپتری دی. رنګ به دې په مخ در وتپم. وخ به هم ونه کړې .

 

لنډه دا چې په هغه ورځ مې اول هلک ښه په غومبسانو ادو بدو ودراوه بیا مې په پړسیدلی مخ رنګ وروتاپه. د هلک هسې هم مخ کوږ وږ و، زما له شیطنت او نسخې سره ډیر د خندا شو.  هغه مازیګر مې چې تر کوره رساوه او هلکانو په کنایو کې ملنډې مسخرې پورې کولې  ډیر خوند مې واخیست».

 

زما بغدادۍ سپاره ټوله هېره

د ماشومتوب په دنیاګۍ پسې مرم

 

د ماشومتوب د شوق او شیطنت کیسې ډېرې دي  لنډکی  ژوند مې داسې و.

نوم مې «عبدالرحمن» دی،  «ومان نیازی» تخلص کوم. له شلو کلونو راهیسې  له مطبوعاتو سره همکاري لرم. 

په كال ۱۳۴۸ كې د غزني ولايت د اندړ ولسوالۍ د «شمشي» په كلي كۍ زيږيدلى يم. پلار مې په پوځ كې دنده لرله. زه چې د شپږو كلونو وم نو د كابل د سپين كلي ښوونځي كې یې شامل كړم . څه موده مې په كابل كې سبق ووايه . بيا مې پلار غزني ته تبديل شو . هلته مې د غزني سنایي ليسه تر نهم ټولګي ولوسته. چې نوي مې ږیره او بریت راغلل نو د پوځ له عسکرو سره په شواخون واوښتم. هر ورځ به یې درولی وم  چې څو کلن یې؟ ولي عسکری  نه کوې؟ څه بلا وهلی یې ، دا انقلاب نه وینې؟!  د پلار مې نوره له وسه تېره شوه . ویل یې: زویه! تر بلا د باندې د بلا منځ ښه دی ؛ ځه پوځي ښوونځی ولوله . په ۱۳۶۳کال یې حربي ښوونځي كې شامل كړم . په ۱۳۶۵کال کې مې بشپړ کړ او آلمان ته د استحکام په رشته کې بورس ته انتخاب شوم. د کورنۍ مې خوښه نه وه چې استحکام ولولم. د هغوی خوښې ته مې غاړه کېښوده. په کابل کې مې د پولیسو جنایي رشته خوښه کړه. تر

ومان نيازی د خپلو انډيوالانو سره
ومان نيازی د خپلو انډيوالانو سرهانځور: DW

آزموینه وروسته  جنایي پوهنځي ته بریالی شوم. هغه مې ولوست او په ۱۳۶۸کال کې عمومي اول نمره فارغ شوم. تر فراغت وروسته مې د پولیسو په څارنوالۍ کې د مستنطق په توګه دنده واخیسته. څه کم یو کال مې کار کړه. بیا د دفاع وزارت څارنوالي ته تبدیل شوم. درې کاله مې هلته استنطاق ته اوږه ورکړه.  په همدې موده کې مې درې کاله د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځی د شپې په مخه ولوست. په ۱۳۷۱ کال مې دا دنده په ګنډلي ګریوان پریښوده- مانا دا چې د رشوت مشوت کومه ټاپه راباندې ونه لګیده او پوهنځی هم نیمګړی پاته شو. پنځه کاله وروسته- یانی په ۱۳۷۶کال- بیرته د پولیسو په اکاډمۍ کې مقرر شوم. تر ۱۳۸۳ کاله پورې مې د حقوقو په دیپارتمنت کې د ښوونکي په توګه دنده تر سره کړه. بیا مې اکاډمي هم پریښوده او د نړیوالې سوداګرۍ خونوته راغلم. د مطبوعاتو مرستیال شوم. دوه کاله وروسته د لمر خصوصی تلویزیون د خپرونو مشر شوم . بیا راغلم  آزادي راډیو ته او د یوې تعلیمي خپرونې پرډیوسري رالغاړې شوه. درې کاله کېږي چې په یاده راډیو کې کار کوم.

 

زه، چې د ښوونځي په درېيم،  څلورم ټولګي کې وم، رسمونه مې ايستل. معمولا به مې د خلكو څېرې رسمولې. يو وخت مې له لنډيو سره علاقه پيدا شوه. څه مې ولیکلې بیا د هغو په  دوام طنزيه شاعري وه د هغو مې چې یو څه  رجه مجه  وربرابره کړه کتابونه شول، لنډې کیسې شوې دا دی تر ننه. د دې تر څنګ  مې په یو بل کونج کې هم خوې لګولې ټپ وټويي مې کړې-  هغه تمثیل دی. د همدې تمثیل له برکته  له ډرامو سره بلد شوم  ځینې تجربې مې وکړې بدې نه وي .

 

«نوا» راډیو ته مې په تیرو کلونو کې تر ۳۰۰ ډېرې ډرامې او دوه راډیويي سریالونه چې  یو نیم سل برخې کیږي لیکلې. د «نوی نظر» ډرامه مي د المان ږغ راډيو لپاره ليکلې چي د ټاکنو او پارلماني ټاکنو په اړه ده. دا چی په ټاکنو کې څه پېښېږي، او زر او زور په کې څه ونډه لرې،  په دې خبرو به د ډرامې د اورېدلو په ترڅ  پوه شئ. 

 

دوه شعري ټولګې او د متلونو یو کتاب مې چاپ شوې دي. د شلو په شاوخوا کې لنډې کیسې لرم . د فلکلور او ادبیاتو په اړه مې ځینې مقالې خپری شوې دي. دغو کارنو تر څنګ انځورګری هم کوم. انځورونه د غنمو له پلالې رغوم چې یوه چینايي شیوه ده.  د ۱۳۸۹ کال د قوس په میاشت کې مې ۶۱ آثار په ملي ګالرۍ کې نندارې ته ایښي وو. کارتونونه هم انځوروم.  له موسیقي سره مې هم مینه ده. که مې یو څه وخت لرلای نو رباب مې ښه یاداوه او د نورستان د خلکو کندنکاري مې زده کوله. سپی لرم، ګلان او مرغان روزم. آس مې د خوښې حیوان او باز مې د خوښې مارغه دی. کومې شیبې چې له طبیعت سره تېرې کړم په ژوند یې حسابوم  .

 

تر دا ټولو خبرو چې را تېر شو د ځان په هکله خبرې  زور غواړي، که د ې یو څه ټکي په ټکي ولیکل ، وایي هسې بیکار پاته دی،خبره اوږدوي، که دې څه کم کړه  وایي دې کې چل و، که دې یو څه مالګه مرچک وربرابر کړل بیا وايي ګپ لګوي مالیخولیه دی، نه پوهیږم داسې ولي  یو؟!