1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ځوانانو په اړه د ولسمشر خبرو ته غبرگونونه

۱۳۹۹ تیر ۱۲, پنجشنبه

ولسمشر غني له ملي تلویزون سره په مرکه کې د یوې پیغلې له تندې پوښتنې سره مخامخ شو او دغه خبرې يو څه جنجالي شوې. يو شمير ځوانانو د ولسمشر د تیرې شپې خبرې ځوانانو ته توهين گڼلي او د ټولنیزو رسنیو له لارې یې غبرگون ښوولی.

https://p.dw.com/p/3ehnP
Aschraf Ghani  Präsident von Afghanistan
انځور: picture-alliance/AA/S. Sadat

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جولای ۲مه) له ملي تلویزون سره په مرکه کې له کرونا ویروس سره د مبارزې، د سولې روان بهیر، اقتصادي پراختیا، د ژنيو د ناستې او د حکومت د راتلونکو پلانونو په اړه پوښتني ځواب کړې.

په دې مرکه کې د فریحې په نوم یوې ځوانې ښځې، ولسمشر غني وننګاوه چې د سولې، خلکو ته د ډوډۍ رسولو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخو کې یې تېر پنځه کلن حکومت په بشپړ ډول ناکام ؤ.

دې ځوانې نجلۍ د ځوانانو په برخه کې له ولسمشر وپوښتل: «موږ هره ورځ د ځوانانو او ماشومانو د وژنې شاهد یوو، په هلمند کې ځوانان ووژل شول، د بشري حقونو کمېسیون کارکونکي ووژل شول، دغسې پیښې ان ارګ ته څېرمه ستاسو تر زنې لاندې کیږي، ګرم څوک دی؟ سلاکاران دي چې سمه مشوره نه درکوي او که کابینه ده چې په صداقت سره کار نه کوي؟«

فریحه زیاته کړه چې د سولي په بهیر کې ښځې او ځوانان له پامه غورځول شوي دي. ولسمشر غني ددې ځوانې ښځې احساسات وستایل خو زیاته یې کړه چې د ښځو او ځوانانو له پاره یې کار کړی دی.

ښاغلي غني په خپل ځواب کې وویل: «لومړی نکته، ستاسو قضاوت او د تاریخ قضاوت هیله من یم چې دواړه مختلف وي.» د غني په خپلو ټکو چې ځوانان اوس د تېر خلاف د "حاشیې" پر ځای په "متن" کې دي او ډیر په جرات خپل غږ پورته کوي. ولسمشر ومنله هغو هیلو ته چي لرلې یي نه دی رسیدلی، خو له هغې ناکامی سره هم نه دی مخ شوی چې زموږ د بربادی سبب شي.

د ټولیزو رسنیو غبرګون

د ټولیزو شبکو یو شمېر کاروونکو دا مثبت بدلون بللی دی چې یوه ځوانه نجلۍ د هېواد ولسمشر مخامخ په ناکامی تورنوي.

د دې ځواني ښځې پوښتني ته د ولسمشر تند ځواب هم د یوشمېر کسانو غبرګون راپارولی. د ماشومانو د حقونو یوې فعالې مریم عطایي پر خپله ټویټرپاڼه ولسمشر مخاطب کړی او لیکي: «ستاسو سخت عکس العمل ستاسو د ناکامۍ نخښه ده. ستاسو او ستاسو د ټیم ناتواني زما نسل ته لوی درد او زیان رسولی.» یوه بل ځوان حامد مروت پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي، مناظره تر ډیره سانسور او فرمایشي وه او د تمي خلاف د ورځنيو تودو او مهمو مسایلو هیڅ یادونه ونه شوه.

«د علماوو هدفي وژنې، د هلمند د سنګین ولسوالۍ خونړۍ پېښه، قاچاق شوې تنفسي دستګاوې، د اجمل احمدي هویت او احمدشاه بابا ته د شوي سپکاوي سپیناوی، دا هغه مهم او ملي مسایل وو چې زما په شمول ډیرو فکر کاوه چې ولسمشر به ځواب ورکړي.»

Afghanistan, Präsident, Ashraf Ghani in Kabul
انځور: Reuters/M.Ismail

حامد مروت د ځوانانو په برخه کې د ولسمشر څرګندونې یواځې ژمنې وبللې. نوموړي دویچه ویله ته وویل: «د یوه ځوان په توګه په حکومتي ادارو کې د ځوانانو له ګومارنو قناعت نه لرم.»

د مروت په وینا څو د ګوتو په شمېر ځوانان دي چې کله په یوه اداره او کله په بله اداره کې ګومارل کیږي.

مناظره که مرکه؟

په ټولیزو شبکو کې د ولسمشر غني د مرکې پر بڼې هم نېوکې شوي. لیکوال او ژورنالیست عبدالنافع همت پر خپله فیسبوک پاڼه د طنز په بڼه لیکلي: «او یاد کړه هغه زمان، کله چې خلک سي ساده ګان، دوی به نه سي کولای فرق ترمنځ د مناظرې، مباحثې او مصاحبې....»

خو په ټولیزو شبکو کې دغو نیوکو ته د ملي تلویزون د خبري څانګې مشر نسیم پښتون ځواب ورکړی. نوموړي لیکلي: «مناظره وه او که مصاحبه خو بیګا یې درباندې خوب حرام کړی و.»

ولسمشر غني په دې تلویزوني مرکه کې د افغان سولې بهیر راتلونکې په اړه وویل، په حکومت کې د سولې له پاره بشپړه ژمنتیا شته.

د زندانیانو خوشې کېدو بهیر کله بشپړیږي؟

 ده وویل د څه کم څلورو زرو زندانیانو په خوشې کېدو سره یې خپله ژمنتیا ښودلې ده، خو د حکومتي زندانیانو تر خوشې کېدو وړاندې ټول طالب زندانیان نه شي خوشې کولای.

له دغو ستونزو سره سره هم ولسمشر تمه وښوده چې تر راتلونکې یکشنبې به د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر بشپړ شي.

کرونا سره مبارزه

سره له دې چې د پلازمینې کابل په ګډون په ډیرو روغتونونو کې د کرونا ناروغانو ته په سمه توګه روغتیايي خدمتونه نه رسیږي او ان یو شمېر ناروغان د اکسیجن د کموالي له امله مري، خو ولسمشر غني افغانستان کې کرونا سره روانه مبارزه بریالۍ وبلله. هغه وویل، د نوري نړۍ په پرتله افغانستان کې د مړینې کچه ټیټه ده.

اسماعیل شاکر – کابل