1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ځيرک تليفون د آبي رنگه رڼا تاوانونه

۱۳۹۸ تیر ۲۷, پنجشنبه

آیا تاسې ډېر وخت د ځېرک تليفون پردې او يا کمپيوتر ته ځېر ياست؟ يعني ډېر وخت له دې آلاتو سره تېروئ؟ که چېرې مو ځواب هو وي، نو بايد ډېر پام وکړئ. ځکه يوې څېړنې ښوولې چې آبي رڼا د خوږو شيانو خوړلو اشتها ډېروي.

https://p.dw.com/p/3MGcv
WhatsApp - Instant-Messaging-Dienst
انځور: picture-alliance/N. Ansell

د ځيرکو تليفونونو او زموږ د خوښې وړ نورو ځېرکو آلاتو آبي يا اسماني رنگه رڼا زموږ بيو ريتم يا د ژوند د څرخ له پاره ښه نه ده. يعني دا چې زموږ پر خوب او روان اغیز لري او په دې موږ ټول پوهيږو هم.

زموږ بدن د حس کولو ځانگړې حجرې لري چې د رڼا په مقابل کې غبرگون ښيي او د بدن د ورځې او شپې انډول يا ريتم کنترولوي. په داسې حال کې چې طبيعي رڼا په اصل کې ماښام موده يو څه تتېږي او زيړ رنگ خپلوي، کومه چې يوه طبيعي پروسه ده، د ځېرک تليفون رڼا زموږ په بدن کې د ميلاتونين هارمون توليد ځنډوي. میلاتونين هغه هارمون دی چې د خوب او ويښتېدو ساېکل يا څرخ منظم ساتي.

د دې هارمون نه توليد په دې معنا دی چې موږ په آسانۍ نه شو بيدېدلی او يا دا چې ژور نه شو بيدېدلی. خو له موږ څخه یې ډېرو دا خبره منلې – او ځېرکو موبایلونو ته مو د اوږدې مودې کتلو ته ادامه ورکړې ده.

د آبي رڼا جذبوونکی

پر خوب سربیره آبي رڼا ښايي پر يو بل څه هم اغیز وکړي: هغه بورې ته شوق يا اشتها ده. یوې نوې څېړنې ښوولې چې هغه موږکان چې ماښام موده يو ساعت د آبي رڼا سره مخامخ کړل شوي ول، ډېره بوره یې خوړله. پايله یې په وينه کې د بورې زياتېدل او بدن له خوا د گلوکوزو د تحمل بدلون وو. هغو څېړونکو چې مشري یې انايانسي ماسس فرگاس کوله، د امستردم او شتراسبورگ پوهنتونو له نورو همکارايونو سره یې دغه څه په نارينه موږکانو کې مشاهده کړل.

ځورونکې آبي رڼا

دا څېړنه د هالند په اوتريښت ښار کې د خوراک يا هاضمې د عادتونو د مطالعې په کلنې کنفرانس کې وړاندې شوې وه. د څېړنې په ترڅ کې د کارپوهانو ډلې هغه موږکان چې نور کله به د شپې ويښ ول، د شپې بېده کول او د ورځې به یې ويښ ساتل او د شپې به یې د يوه ساعت له پاره پرې آبي رڼا اچوله.

موږکانو ته به نيمه شپه باانډوله خواړه يعني هغه خوراک چې موږکان یې عموما کوي، او ورسره د اوبو، بورې او وازگې د يوه محلول ترمنځ د يوه د خوړو د انتخاب موقع ورکول کيدله.

کارپوهانو وليدل چې نارينه موږکانو به په هغه شپه چې آبي رڼا به پرې اچول شوې وه، ډېره بوره خوړله. پر دې سربيره په بدن کې د گلوکوزو د جذبولو په کچه هم بدلون وليدل شو چې دا د ديابت يا شکري په دويم ډول د اخته کيدو نخښه يا خبرداری دی. 

مخکنيو څېړنو هم د چاغښت او مصنوعي رڼا ترمنځ يو ډېر قوي تړاو ثابت کړی دی. دا ځکه چې موږ چې نن سبا کومه مصنوعي رڼا کاروو هغه  LED رڼاگانې او LED سکرينونه دي چې ډېره زياته آبي رڼا اخراجوي.

زموږ د سترگو حجرې د دې رڼا په مقابل کې ډېري حساسې دي او معلومات په مستقيم ډول د مغز د اشتها برخې ته ليږدوي.

Hannah Fuchs