1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د څاروي په پیسو مې کاروبار شروع کړ؛ خو ونه چلېد...»

امید دیدار
۱۴۰۰ آذر ۱۳, شنبه

افغانستان کې د جمهوري حکومت له ړنګېدو او د طالبانو له راتلو سره دولتي لوړ رتبه او ټیټ مامورین په » بد« اقتصادي حالت کې دي او تر اوسه پاتې مامورینو ته معاشونه نه دي ورکړل شوي.

https://p.dw.com/p/43pyX
BG Afghanistan | Straßenhandel in Herat
آرشیف انځورانځور: Javed Tanveer/AFP/Getty Images

محمد حسین د اسداباد ښار په یوې څنډې کې په دې هیله د تازه مېوې کراچۍ درولې وه، چې د خپل دولس کسیز کور له پاره پرې مړۍ ډوډۍ پیداکړي، خو دا هیله یې هم په وينا «اوبو یوړه ځکه بازارونه خراب او کاروبار پیکه شوی دی.»

هغه اوس خپله کراچۍ په کور کې درولې، ځکه بازارونه خراب دي او مېوه یې نه پلورل کېده.

وايي، د تازه مېوې کاروبار پیلولو له پاره یې د کور یو څاروی پلورلی و، خو نه یوازې دا چې کار یې ونه چلېد، له څاروي هم پکې خلاص شو.

دی د کونړ د وټپور ولسوالۍ اوسېدونکی او د دغه ولایت د استیناف محکمې د تحریراتو مدیر دی، خو د طالبانو حکومت راتلو سره یې دنده ځنډول شوې او اوس بې سرنوشته پر کور ناست دی.

BG Afghanistan | Straßenhandel in Herat
انځور: Javed Tanveer/AFP/Getty Images

د خپلې کورنۍ دا یواځینی سرپرست وايي، اوس د کور ګوزاره د چم ګاونډ خلکو پر خیرات و زکات کوي، خو هیله یې ده چې یوه ورځ به حالات نورمال او بېرته به دندې ته وګرځي.

محمد حسین وايي، سره له دې چې دی پر کور خپلې دندې ته د ورتګ شېبې شمېري، د څلورو میاشتو معاش یې هم دولت ته پاتې دی، خو په دې اړه یې کوم ډاډ هم نه دی تر لاسه کړی.

دا یواځې د محمدحسین حال نه دی، د ده په څېر د پخواني حکومت د لوړې او ټیټې کچې ملکي مامورین سربېره پر دې چې بې سرنوشته پر کور ناست دي، حکومت ته د پاتې معاشونو په اړه یې هم غور نه دی شوی.

د دې تر څنګ د تېر جمهوري نظام هغه لوړ رتبه او ټیټ رتبه مامورین چې له دندو لرې کړای شوي دي، هم په « ډېر بد» اقتصادي حالت کې ژوند تېروي.

Afghanistan Kabul Bank
انځور: TASS/dpa/picture alliance

د مخکني حکومت د یوې ادارې رییس چې نه غواړي نوم او د پخوانۍ دندې ځای یې یاد شي دویچه وله ته وویل، په یوه بهرني هېواد کې د لوړو زده کړو بشپړولو وروسته د کونړ د یوې حکومتي ادارې رییس شو، هیله یې پوره شوې وه، خو د جمهوري نظام له سقوط سره له دندې شړل شوی او اوس په « بد » اقتصادي حالت کې شپې ورځې تېروي.

هغه وویل: « افغان ځوانانو په ډېرې سختۍ زده کړې وکړې. ځینې یې خپلو هیلو ته ورسېدل، خو په یوه اونۍ کې هر څه بدل شول او دا د ده او نورو ځوانانو له پاره مرګونې شېبه وه».

دغه پخوانی دولتي مامور زياتوي، د کور یواځینی سرپرست دی او له هېواده هم نه دی وتلی، له ډېر وخته د یوه کار روزګار پیداکولو پسې لالهانده دی، خو تر اوسه نه دی توانېدلی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه کابل ونیوه او په دې توګه دغه ډله د دویم ځل له پاره پر افغانستان واکمنه شوه، خو د حکومت له پیلېدو تر اوسه ټولو نظامي او ملکي مامورینو ته د ټولو پاتې میاشتو معاشونو پر ورکړې نه دي توانېدلي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د حکومتي مامورینو د معاشونو په اړه دویچه وله ته وویل، څو ورځې مخکې مالیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ژمنه وکړه چې ډېر ژر به ټولو دولتي مامورینو ته د درېو میاشتو معاشونه ورکړل شي.

Taliban-Vorstoß erhöht die politische wirtschaftliche Unsicherheit in Afghanistan
انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

که څه هم د مالیې وزارت له اعلامیې څو ورځې تېرېږي او لا هم مامورینو د معاشونو د ورکړې لړۍ نه ده پیل شوې، خو بلال کریمي وویل دا ځنډ د «ځینو» تخنیکي ستونزو له امله پېښ شوی دی.

هغه وویل،  حکومت د لوړ رتبه او ټیټ رتبه مامورینو د معاشونو پر ارزیابۍ هم کار کوي او دې برخه کې به « مناسب» تغیرات راشي.

د جمهوري نظام له ړنګولو او طالبانو حکومت له پیل کابو څلور میاشتې تېرې شوي، خو لا هم د دوی حکومت کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د اقتصادي چارو شنونکي باور لري، چې د نړیوالې ټولنې له ملاتړ پرته به طالبانو ته ګرانه وي، چې هم دې لویې او کوچنۍ پرمختیايي پروژې پلې کړي او هم دې خپلو مامورینو ته معاشونه ورسوي، خو طالبان وایي، ټولې چارې یې د یوه « منظم» پلان له مخې روانې دي. ن