1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د څانګه آماج مركز: د نشه يي توكو روږدي شوي ښځو لپاره

۱۳۸۷ اسفند ۱۳, سه‌شنبه

په كابل كې د كولمبو پلان په مالي مرسته د هغو ښځو لپاره چې په نشه يي بيلابيلو توكو روږدي شوي دي د څانګه آماج په نوم يو شل بستريز مركز جوړ شوى.

https://p.dw.com/p/H4gc
انځور: DW

په دغه مركز كې روږدې ميرمنې له يوې مياشتې څخه تر دريو مياشتو پورې تر درملنې لاندې نيول كيږي . د بسترو ميرمنو د كوچنيانو او ماشومانو د ساتلو لپاره يو وړكتون هم جوړ شوى او تر هغه مهاله چې ميندې يي په بستركې وي د دوى ماشومان هم په وړكتون كې ساتل كيږي . په نوموړي مركز كې تر اوسه د څه د پاسه 500 تنې روږدې ميرمنې درملنه شويده .

د هغو ښځو لپاره چې په نشه يي توكو روږدي شويدي د څانګه آماج په نوم د درملنې يو مركز جوړ شوى . په دې مركز كې چې د 2007 كال په نيمايي كې د كولمبو پلان په مالي مرسته جوړ شوى تر اوسه څه د پاسه 500 تنې روږدې ميرمنې تر درملنې لاندې نيول شوي او څه ناڅه 7000 روږدو ميرمنو ته يي د نشه يي توكو څخه د خلاصون لارې چارې ورښودلي . د څانګه آماج د درملنې مركز چې په نشه يي توكو د روږدو ښځو د درملنې لمړنى او په كابل كې يواځينى مركز دى 20 بستره لري چې د روږدو ميرمنو لپاره يي د درملنې ښه شرايط چمتو كړي .

د څانګه آماج د مركز مرستياله ډاكتره شايسته د روږدو ميرمنو د درملنې د څرنګوالي په اړوند داسې وايي : زمونږ روغتون يو كاري پروسيجر لري چې زمونږ پروګرامونه له پوهاوي څخه پيليږي او د كابل په بيلابيلو ناحيو كې دغه پروګرام پلى كيږي . كله چې مو په نشه يي توكو كومه روږده ميرمنه پيدا كړه هغې ته د مشورې وركولو هڅې پيليږي او د نشه يي توكو د كمولو په صورت كې روږدې ميرمنه مركز ته راوستل كيږي او دلته له يوې مياشتې څخه تر دريو مياشتو پورې تر درملنې لاندې نيول كيږي ، كه چيرې روږدي ميرمنې ونه غواړي چې روغتون ته راشي په كورونو كې تر درملنې لاندې نيول كيږي .

د ډاكترې شايستې په وينا په دې مركز كې داسې ميرمنې تر درملنې لاندې نيول شوي او بيرته خپل عادي ژوند ته ګرځيدلي چې په بيلابيلو نشه يي توكو لكه چرس ، هيرويين ، شراب ، خوب راوړونكي درمل او هان داسې ميرمنې چې د بوټونو سريښ په خوړلو روږدې وي . ډاكتره شايسته وايي چې : ټول هغه خدمتونه چې په دې مركز كې ناروغانو ته وړاندې كيږي وړيا دي.

د څانګه آماج د روږدو ميرمنو د درملنې په مركز كې د بسترو ناروغانو لپاره د 2008 كال د دسمبر په مياشت كې يو وړكتون هم جوړ شوى ډاكتره شايسته يي په اړه وايي چې : مونږ په لمړيو كې د ښځو په درملنه كې ستونزې درلودې ځكه ناروغې ميرمنې نشوې كولاى خپل ماشومان وساتي ، مونږ له كولمبو پلان سره په دې برخه كې اړيكه ونيوله او د دوى په مرسته دغه وړكتون جوړ شو چې د بسترو ناروغانو ماشومان تر هغه مهاله چې ميندې يي تر درملنې لاندې دي په وړكتون كې ساتل كيږي.

يوه 19 كلنه ميرمنه چې په هيرويينو روږدې شوې په دې مركز كې تر درملنې لاندې ده او وايي چې خاوند يي هم په هيرويينو روږدى دى دا وايي چې د نشې له كبله ډير زيانونه وراوښتي.

د څانګې آماج د درملنې د مركز يوه ټولنيزه كاركوونكې وايي چې : د روږدو ميرمنو د پيدا كولو او درملنې په موخه كور په كور ګرځي او روږدې ميرمنې هڅوي تر څو په نوموړي مركز كې د درملنې په موخه بستر شي.

د ټولنيزو چارو كارپوهانو په آند په نشه يي توكو د روږدو ميرمنو د درملنې لپاره د نورو داسې ورته مركزونو د جوړيدو اړتيا ليدل كيږي.