1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د څرخ ولسوالۍ اوسيدونکي د بهرنيو ځواکونو د عملياتو څخه سر ټکوي

۱۳۸۹ دی ۹, پنجشنبه

د لوگر ولايت د څرخ ولسوالۍ د اوسيدونکو په خبره بهرني ځواکونو د دوی کورونو ته نږدې عمليات کوي او په دغو عملياتو کي بې ګناه خلک ټپيان او وژل کيږي.

https://p.dw.com/p/QlJ7
په لوگر کي بهرني ځواکونه د عملياتو پر مهال
په لوگر کي بهرني ځواکونه د عملياتو پر مهالانځور: AP

دوی وايي له شپږو ورځو راهيسي د دغه ولسوالۍ مرکزي بازار د بهرنيو ځواکونو لخوا تړل سوی او چا ته د تګ راتګ اجازي نه ورکول کيږي.

د څرخ ولسوالۍ يو تن اوسيدونکي حاجي غزني ګل وايي:«څلور پنځه ورځي کيږي دوکانونه بند دي، پنځه شپږ نفره زخميان اوشهيدان سول، امريکايان د خلکو لپاره درد سرجوړ سوی.»

د سيمي يو بل اوسيدونکي وايي:« شپږ ورځي کيږي چي د څرخ بازار تړلی دی او امريکايانو بازار محاصره کړی دی له کورونو خلک باسي، هغه کسان چي له ځان سره بيايي ټول د شخصي خصومتونو له وجي او جاسوسان غلط راپورونه ورکوي.»

دغه اوسيدونکي له دولت څخه غواړي چي په څرخ ولسوالۍ کي افغان ځواکونه ځای پر ځای کړي او د عملياتو پر وخت له دغو ځواکونو څخه کار واخلي.

دوی خبرداری ورکوي که چيري دولت د دوی امنيت ټينګ نه کړي، خپلي سيمي به پريږدي.

خو د لوګر ولايت د امنيې قوماندان سمونوال غلام مصطفي محسني وايي: افغان او بهرني ځواکونه په ګډه ګزمې کوي او څو ورځي وړاندي دغو ځواکونو د يوه رپوټ پر بنسټ د څرخ ولسوالۍ په بازار کي عمليات کړي ول.

محسني وايي:« زموږ ګزمې د ايتلافي ځواکونو سره په شريکه توګه د څرخ په ولسوالۍ کي د امنيت د ساتلو لپاره ګمارل سوي دي.»

محسني وايي په ځينو وختونو کي خلک هم د مخالفينو ملاتړ کوي ، دوی ته په خپلو کورنو کي ځای ورکوي او ډوډۍ ورکوي.

د لوګر د امنيي قوماندان په خبره که د څرخ ولسوالۍ خلک امنيت غواړي نو بايد خپل ملاتړ له مخالفينو څخه پرې کړي.

د څرخ ولسوالي يوه غرنۍ سيمه ده، چي د چارواکو په خبره د دغه ولسوالۍ جغرافيايي حالت د دې عامل سوي چي د دولت مخالف وسله وال وکړای سي بې امنيتي را ولاړی کړي او دوی نسي کولای د بهرنيو ځواکونو پرته هلته عمليات ترسره کړي.

احمد فرهاد/ لوگر

کتونکی: نجيب الله زيارمل