1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چاپيريال ساتني نړيواله غونډه بې نتيجې پای ته ورسېده

۱۳۸۸ آذر ۲۹, یکشنبه

کله چي د شپې پر درو بجو د تړلو دروازو تر شا د پرمختللو هيوادونو لخوا تر اوږدو بحثونو وروسته د غونډي ګډون کونکو ته د اعلاميې يوه داسي مسوده وړاندي سوه، چي ورته حد اقل کومپرومس ويل کيږي...

https://p.dw.com/p/L9KW
د پرمختللو هيوادونو مشران په کوپنهاګن کي د ملګرو ملتونو د چاپيريال ساتني په نړيواله غوڼده کي د تړلو دروازو تر شا د خبرو اترو پر مهال
د پرمختللو هيوادونو مشران په کوپنهاګن کي د ملګرو ملتونو د چاپيريال ساتني په نړيواله غوڼده کي د تړلو دروازو تر شا د خبرو اترو پر مهالانځور: AP

د بعضو هيوادونو استازي ډېر په غوسه سوه. د تووالو نومي جزيروي هيواد استازي اييان فرې د کوپن هاګن د غونډې څخه خپل پرېکون اعلان کړی. د مځکي د تودوښي د زياتېدو په ترڅ کي دغه هيواد د ډوبيدو سره مخامخ دی.

خو ددغه هيواد استازی يوازنی کس نه ؤ چي د غونډي سره يې خپل پرېکون اعلان کړی. د وينيڅويېلا هيواد استازي خپل سور لاس پورته کړی او وې ويل چي د هغې د هيواد د غوښتنو لپاره د توجه راجلبولو په ترڅ کي يې خپل لاس پرې کړی دی. کلاوډيا سالېرنو کالدېرا نومي دغي مېرمني وويل چي د امريکا په مشرۍ په ترسره کېدونکو هغو خبرو اترو کي ورته د دننه ننوتلو اجازه نه وه ورکول سوې. کومي چي د تړلو دروازو تر شا تر سره سوې. دغې مېرمني وويل:

موږ ډېره حوصله وکړه، موږ ډيپلوماتيکي برخورد وکړی او موږ د اړتيا سره سم بعضي وخت رازونه هم لوڅ نه کړه. خو اوس موږ غواړو چي ځان ته څرګنده کړو چي ايا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په شتون کي د دغې ادارې د منشور په وړاندي د يوې کودتا چمتووالی نيول کيږي.

د بوليويا کيوبا او نيکاراګو وا هيوادونوتر څنګ د کانفرانس نورو هيوادونو هم پر درو پاڼو ولاړ د پرمختلولو هيوادونو وړانديز رد کړی. د لسو ورځو بحثونو وروسته د ډنمارک په پلازمېنه کوپن هاګن کي د ملګرو ملتونو د ادارې لخوا جوړ کړل سوی د چاپيريال ساتنې کانفرانس بېله کومې پايلې او بېله کوم تړون پای ته ورسېدی. داعلاميې په رد سوې مسوده کي يوازنی پرمختګ دا و چي 25 سره هيوادونو پر اتفاق کړی ؤ چي د يولسو کالو وروسته به د پرمختګ په حال کي هيوادونو سره هر کال د 100 مليارډو ډالرو کومک کوي.

خو په نړۍ کي د زهرجنو ګازونو په مقدار کي د کمښت راوستولو د ژمنو په هکله هيڅ پرمختګ نه وسو. حتی د اوږمهاله تګلارې خبره چي په ترڅ کي يې بايد د 2050 م مېلادي کال پوري د قاطع ګامونه اوچت کړل سي هم د اعلاميې د مسودې د متن څخه ليري کړل سوې وه. د چاپيريال ساتنې غېر حکومتي ادارې ګرين پيس يوه استازي کُمي نايدو چي د جنوبي افريقا سره تړاولري د اعلاميې د مسودې په کله وويل:

دغه د مسکينانو په وړاندي يو خيانت دی، د ګواښ سره مخامخ هيوادونو په وړاندي يو خيانت دی، د کوچني جزيروي هيوادونو په وړاندي يو خيانت دی. او زموږ د مځکي د لمسيانو او کړوسيانو د نسلونو په وړاندي يو خيانت دی.

د ډينمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کي د فعالو ځوانانو يوه ډله، چي پڅپلو اعتراضونو سره د چاپيريال ساتني د غونډي د ګډونوالو څخه د چاپيريال ساتنه غواړي
د ډينمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کي د فعالو ځوانانو يوه ډله، چي پڅپلو اعتراضونو سره د چاپيريال ساتني د غونډي د ګډونوالو څخه د چاپيريال ساتنه غواړيانځور: AP

په اخره کي د کوپن هاګن کانفرانس د دو وجوهاتو له وجي ناکامه سو. يو داچي راټول سوي هيوادونه پدې بريالي نه سوه چي پدې خبره يوې موافقې ته ورسيږي چي کوم هيواد به تر کومي کچي د زهرجنو ګازونو په اخراج کي کمښت راولي.

دويمه وجه دا وه چي چين دې ته غاړه نه کېښوده چي د زهرجن ګاز په اخراج کي د ممکنه ژمنه سوي مقدار څرنګوالی د بېطرفه چا لخوا کنټرول کړل سي. د امریکا اولس مشر اوباما هم په کوپن هاګن کي خپلې هغه ژمنې پوره نه کړای سوې چي د ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړۍ وينا کي يې د چاپيريال ساتنې په ډګر کي کړي وې. خو بيا هم اوباما کوښښ وکړی چي د کانفرانس په هکله خوشبيني زياته کړي:

زه باور لرم چي کوم څه چي موږ په کوپن هاګن کي لاس ته راوړي هغه د هر څه پای نه دی. دغه يو پېل دی. دغه په نړۍ واله کچه د ګډ کار يو پېل دی.

خو داچي د نورو ګډون کوونکو هيوادونو لخوا پر مسودې د رايه ورکولو څخه ترمخه باراک اوباما دغه خبري وکړې، دغه کار د ګډون والو لخوا په ډېره منفي توګه وکتل سول.

پداسي حال کي چي د کيوټو پروټوکول نومي د چاپيريال ساتنې نړۍ وال تړون د 2012 م مېلادي کال د دسامبر په شپاړسمه پای ته رسيږي بايد تر هغه وخت پوري يو بل نړۍ وال تړون لاسليک کړل سي. په پام کي نيول سوې چي يو کال وروسته به په مکسيکو هيواد کي یوه بله غونډه کيږي چيري چي به و يوه تړون د د رسېدو هڅې وسي.

د ناپېيلو علمي ادارو لخوا ويل سوي چي هغه څه چي په کوپن هاګن کي يې هوډ سوی ناکافي دی. او ښايي بيا هم د پيړۍ په پای کي د نړۍ تودوښه درې سانټي ګراډه جګه سي چي په ترڅ کي به يې د نړۍ پر ژوند ستر بدلونونه رامنځ ته سي. ښايي پدې ترڅ کي د لاطين امريکا او افريقا بعضي هيوادونه د سختو وچکاليو له وجې نور د ژوند کولو جوګه نه وي. په همدې توګه به ښايي د ګريون لېنډ د یخي د ويلي کېدلو له وجې د سمندر د اوبو سطح اوه ميتره جګه سي چي په ترڅ کي به يې بعضي جزيروي هيوادونه لکه تووالو او مالديپ تر اوبو لاندي سي او د بنګله دېش بعضي ساحلي منطقې ډوبي سي.

Beck, Johannes/ احمد ولي اڅګزی

کتونکی. زيارمل