1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چين په شمال کي نوي احتجاجونو وضعه کړکېچنه کړې ده

۱۳۹۰ خرداد ۷, شنبه

د مغلستان منځنۍ سیمه د چین تر ټولو لویه خزانه بلله کیږي. دا ایالت د سکرو ډيرې لوی زیرمي لري او نایابې تږې هم په لویه کچه ددې ځای څخه راویستلې کیږي. او همدا دلته د مغلو سره د شخړو او نژادي ترنګلتیاو لامل کیږي.

https://p.dw.com/p/11Pnx
د مغلستان مالدارۍ
د مغلستان مالدارۍ

انګیباکو توګوچو وايي چي د ملغلو او چينايانو تر منځ د ترنگلتياؤ يو لامل د مغلستان مځکنۍ خزانې دي. دی خپله هم د همدې سیمې دی او په نیویارک کې د مهاجرو مغلو د ګروپ لپاره کار کوي. دی زياتوي:

« زیاتره کانونه چې په دې وروستیو کالو کې په چمنزارونو کې جوړ شوي هغوي د سکورو د راویستل لپاره ژورې کیندني نه کوي. همدا بیا ډيره لویه ساحه اغیزمنه کوي. په دې چمنزارونو کې لوی سرکونه وجود نه لري. په سکرو بار لارۍ دلته د مغلي باده وانانو څرځایونو کې ښکته پورته کیږي.»

د ددې چمنزارونو د خرابیدو سره د باده وانانو د روزې د پيدا کولو وسیله د منځه ځي. څارونکي وايي چې حکومت د ځمکې د ساتنې لپاره کوم خاص اقدامات نه کوي او وییل کیږي چې دوي هم د کانو د شرکتونه سره لار لري. په بهر کې د مغلو د ډلو د معلوماتو د مخې د زیلنهوټ په شمالي سیمه کې دې پاده وانانو هڅه کړې وو چې د سکرو د دې لاریو لاره بنده کړي. د روانې میاشتې په منځ کې یو چوپان ددې لاریو د چلونکو لخوا په لارې وهل شوې وو او یو بل یو څو ورځې د مخه د کان د کاروکونکو سره په اخ و ډب کې ووژل شو. پولیس اوس دغه سیمې ته څوک نه ورپریږدي. یو برتانوی ژورنالسټ، چې غوښتل یې روانه اوونۍ دغلته په احوال ځان خبر کړي، نه وو پریښودل شوې.

د دې دواړو پاده وانانو د مړینې له امله مغل په بیلا بیلو سیمو کې سرکونو ته راووتل. په مهاجرت کې د اوسیدونکو مغلو د معلوماتو د مخې د سیلنهوټ په ښار کې کابو دوه زره تنو په مظاهرو لاس پورې کړې وو. په انټرنټ کې خپورو شويو انځورونو کې ښکاري چې د ښوونځي شاګردان او محصلین چې د چوپانانو د کورنیو څخه دي، د احتجاج په موخه راوتلي دي. دوي چې په لاسونو کې کومې لوحې اوچتې کړې وې په هغې لیکل شوي وو« مغلستان ازاد کړې» مغلستان زمونږ دی.» ځایي اوسیدونکي وايي چې په دې سیمه کې مظاهرې ډيرې نایابې دي. دوي زیاتوي چې باور یې نه راځي چې دلته هم خلک د احتجاج په توګه راوتلي دي.

د مغلو دوديزه کږدۍ
د مغلو دوديزه کږدۍ

یوه ځايي اوسیدونکي د خپل نوم د نه بربنډولو په شرط وویل:

« ما داسې څه مخکې نه وو لیدلي. ما فکر کاو چې محصلین ګني د کومې لوبې د لیدو په موخه روان دي.»

خو د چین د مغلو زړونه د ډير وخت راهیسې جوشیږي. د دوي ستونزې هم د سین ګیانګ د اویغوریانو او تبتیانو ته ورته دي. د مغلانو د ازادې ټلوالې دایګن چې په جاپان کې د یوه مهاجر په توګه ژوند کونکی، وايي چې دوي د خپل کلتوري هویت له امله ځان ته یو ګواښ ویني او خپلې ژبې او د ژوند د تیرولو دودیزې لارې ته هم خطر ویني.

«زمونږ لویه اندیښنه داده چې زمونږ بنسټيز حقوق په زرو اخیستل کیږي. مغل د زرهاو کالو راهیسې دلته اوسي خو اوس د څو لسیزو راهیسې د هان د قوم غړي چې هغه هم چینایان دي دلته راګډه کیږي. میلمنو د کور واک اخیستې او د ملک واکداران شوې دي. مغلانو ته اوس سخته ده چې په خپل هیواد کې ژوندي پاتې شي.»

کرشنر روت/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: احمدولي اڅکزی