1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چک د غوښتني تر منلو وروسته به ډير ژر د لزبون تړون نافذ هم سي

۱۳۸۸ آبان ۸, جمعه

په کراره کراره داسي ښکاري چه د لزبون تړون واقعي بڼه غوره کوي . په بروکسل کښی د اروپايې ټولني ددوې ورځنۍ سرمشريزي د اولي ورځي تر جريان وروسته د ټولني عالي کميسار خوزې مانويل باروسو ډيرخوشاله معلوميدۍ

https://p.dw.com/p/KJFK
په بروکسل کښي د دولتي او حکومتي مشرانو سرمشريزه
په بروکسل کښي د دولتي او حکومتي مشرانو سرمشريزهانځور: DPA

ده وويل « موږ نن يو ډير مهم تړون ته لار خلاصه کړه ، دغه نوی تړون ماته په اصل کي د اوږدو ځغاستو خاطري را په يادوي چه بنديزونه او ممانعتونه ليري ، خو بايد سړی ددغو بنديزونو او ممانعتونو څخه خيز وه وهي ، څو هدف ته ورسيږي ، موږ ددغو ممانعتونه وروستی خنډ هم ليری کۍ ،او تړون به په نژدې راتلونکې کښي نافذ سي . »

د ارو پايې ټولني دولتي او حکومتي مشرانو د چک د جمهوريت غوښتني وه منلې . د چک جمهوررييس واسلاو کلاوس په اصل کې د اروپايي ټولني بعضي شيانوته په انتقادي نظر کتل ، او همدغه مسايل يې د شرطونو په بڼه اروپايي ټولني ته راوړاندي کړل ، د پورتنيو غوښتنو په تړاو د چک جمهور رييس دا په ډاګه کول چې جرمنيیان د دوهم نړيوال جنګ څخه وروسته د چک څخه وه ويستل شوه ، د لزبون د تړون پر اساس د واپس ادعاو اجازه نلري ، په همدي تړاو د چک جمهور يت په ۳ د نوامبر د يوه عدالت همداسي يوه عريضه د ريفورم د تړون په ضد رد کړيده ، په اصل کي د اروپايې ټولني د مشرانو تر مينځ يو کړکيچ بل هم د هوا او اقليم د سوتره ساتلو په تړاو رامينځ ته شويدي ، که سړي پورتنې کړکيچ په بر بنډ ډول ووايې هغه داچې ، پورتنې هيوادونه د ترقي په لور روانو هيوادونو سره د مالي مرستو په تړاو ، او داچې پورتنې مالي بوج د اروپايې هيوادونو له اړخه څنګه يو پر بل وه ويشل شي ، رامينځ ته شويدي ، يو ګڼ شمير اروپايې هيوادونه غواړي چې د ډسمبر په نيمايي کي په کوپنهاګن کې د هوا او اقليم د نړيوال کنفرانس په ترڅ کې به ۲۷ غړي هيوادونه په يو مشترک يا ؛ډ حالت اتفاق وکړي ، خو يو ګڼ شمير اروپايې هيوادونه دا ډار او ويره لري چه پر دوی به يو زيات مالي بوج راځي . پدي هکله د المان لمړي وزيره انګلا ميرکل داسي وايې ، « موږ به خپل دريح پدې هکله بل کل واضح په ډاګه کړو ، موږ به خپله ذمه واري او هم ددغي ذمه واري په تړاو زموږ امکانات جوت کړو . ښکاره ده چې پدې هکله به خپله مالي ونډه هم معلوموو .

سوزانه هيل/ ګرديوال

کتونکی : محمد قاسم نوري