1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چینايي شتمنو له پاره پرانیستي سرحدونه

ماتیاس، فون هاین/ بریښنا صابر۱۳۹۲ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

د چین شتمن وګړي په خپل هیواد کې د حقوقي او قانوني نامطمن حالت له امله دې ته مجبوریږي چې نورو هیوادو کې ژوند غوره کړي. په خاصه توګو لویدیځ هیوادونه د چین شتمنو ته هر ډول اسانتیاوې او د پانګونې په بدل کې د اقامې حق ورکوي.

https://p.dw.com/p/1BBAR
انځور: picture-alliance/dpa

د چین په سوسیالستي هیواد کې سړی له قانوني او غیر قانوني دواړو لارو ډير شتمن کیدلای شي. د « بوسټن کونسلتنګ گروپ» په نامه د شرکتونو د لارښوونې د گروپ د اټکلونو له مخې په چین کې تیر کال د ډالري میلیونرانو شمیر له يو میلیون څخه ډیر دی. له دې سره چین د نړۍ د هغو دولتونو په نوملړ کې دریم ځای خپل کړ چې ډيری وګړي یې میلیونران دي.

اوس د نوموړي شرکت د وروستۍ نظر پوښتنې څخه څرګنده شوې ده چې د چینايي میلیونرانو له جملې څخه کابو ۴۰۰ چې د هغوی نزدې ۶۵ سلنه جوړوي غواړي چې دغه هیواد پریږدي او یا غواړي په یوه بل هیواد کې د اقامې حق ولري او یا یې د خپلې کورنۍ غړي لا پخوا دغه هیوادونو ته لیږلي دي. د شینګهایې د «هورن» نومې شرکت د نظر پوښتنې له مخې د پوښتل شویو څخه یې نزدې ۳۰ سلنه لا همدا اوس په نورو هیوادونو کې د اوسیدو جواز لري. دا چې ولی دغه میلیونران تیښتې ته اړ کیږی، په برلین کې د «چین د مطالعاتو د میرکاتور انستیتوت» څخه کرستین کوپفر، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل:

«حقوقي او قانوني نامطمنه حالت د دې یو علت دی. د دې سربیره د خپلو اولادنو له پاره د زده کړې د یوه بل چاپیریال غوښتنه او په چین کې د چاپیریال ډيره ناوړه وضعه هغه څه دي چې دغه میلیونران هیواد پريښودو ته اړ باسي.»

د ټولې نړۍ په کچه د دغو چینايي شتمنو مهاجرو راتګ ته چمتووالې نیول شوی دی. د بیلګې په توګه د یوه ځانګړي پروګرام له مخې د پانګه اچونې په بدل کې د اقامې د حق ورکول. استرالیا، د امریکا متحده ایالات او د اورپايي ټولنې ځینو هیوادونه د دې شتمنو مشتریانو پر سر سیالۍ ته سره راوتلي دي. لا په ۲۰۱۲ کال کې د پرتګال مالي بحران ځپلي هیواد د «طلايي ویزې» پروګرام پیل کړ. د دې پروګرام له مخې لږ تر لږه د ۵۰۰ زره یورو د جایداد د اخیستلو په بدل کې يوه سوداګر ته د اقامې دایمي حق ورکول کیږي.

په تیر کال کې تر ۹۰ سلنه زیات مراجعه کوونکي د چین او هانګ کانګ څخه وو. همدا راز د یونان، قبرس او هنګري هیوادونه هم ورته وړاندیزونه کوي. هسپانیې هم د تیر کال راهیسې د پرتګال په تعقیب ورته پروګرام په لاره اچولی دی. آن د هالنډ غوندې شتمن هیواد هم په دغه قطار کې ورشامل شوی دی. دغلته په سیمه ییز اقتصاد کې د ۱،۲۵ میلیونه یورو د پانګه اچونې په بدل کې د اقامې حق ورکول کیږي. دلته ښايي دا خبره کوم نقش ونه لوبوي چې د چینايي قانون له مخې سړی نه شي کولای د ۵۰ زرو امریکايي ډالرو څخه زیاتې پیسې په کال کې له چین څخه وباسي. د چین د چارو کارپوهه کوپفر په دې هلکه وایي:

«لکه څرنګه چې د «آفشور لیکس» په نامه د نړیوالو ژورنالستانو د شبکې بربنډونو وښووله چې د آفشور شرکتونه د پیسو د انتقال زمینه برابروي. آفشور هغه شرکتونه دي چې راجستر په یو ځای کې وي او خرڅلاو او کاروبار یې په بل ځای کې وي. همدا ډول هانګ کانګ هم د پیسو د انتقال په برخه کې یو لوی نقش لوبوي. دغه هیواد بهر ته د پیسو د وړولو یو مهم پل دی.»

خو خپله په چین کې له خپل هیواد څخه د شتمنو وګړو کوچیدو ته د انتقاد په سترګه کتل کیږي. وجه یې په دغه ځای کې په پراخه کچه رامنځ ته کیدونکی فساد دی. تر ټولو زیات په دې نیوکه کیږي چې دغه میلیونرانو زیاتره دغه سرمایه په غیر قانوني لارو پیدا کړې ده. د بیلگې په توګه د مالیې په نه ورکولو یا هم د اختلاس او فساد د نورو لارو، او اوس دوی دغه پیسې لا د هیواد څخه بهر هم انتقالوي.

په چین کې قانوني او حقوقي نامطمنه وضعه هم د هغو شتمنو د تیښتې باعث شوې ده چې په قانوني لارو یې پیسې پيدا کړي دي. د بیلگې په توګه زیانګ لان، چې د یوه شرکت خاونده ده. نوموړې د «South Beauty» په نامه د رستورانونو له لارې شتمنه شوه. په تیر کال کې معلومه شوه چې لان د چینايي تابعیت تر څنګ کاناډايي تابعیت هم لري. نوموړې په انټرنټ کې له دې امله د خلکو له سخت قهر او غوسې سره مخ شوه. خو د برلین څخه د چین د چارو کارپوهه کوپفر وايي چې د انټرنټ ډیر کارونکو له نوموړي پلوي کړې ده. له دوي څخه ډیری په دې آند ول چې که دوی ته هم موقع په لاس ورشي، په چین کې به د ناوړو شرایطو له امله دغه هیواد پریږدي.