1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چین کې چاودنو ۳۱ کسان ووژل

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۱, پنجشنبه

د چین په شمال لویدیځ کې چې زیاتره اوسیدونکي یې مسلمانان دي د کراري نخښې نښانې نه لیدل کیږي. د دې ولایت په مرکز اورمچي کې یوه ولسي پارک ته څیرمه چاودنو لږ تر لږه ۳۱ تنه وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1C4Pj
انځور: AP

د چین د دولتي خبري آژانس «شینهوا» د رپوټ له مخې په نسبي توگه ناارامه ولایت سنکیانگ کې چاودنو لږ تر لږه ۳۱ تنه وژلي او شاوخوا سل تنه نور یې ټپیان کړي دي.

زیاته شوې ده چې دوه جیپ ډوله موټر د سنکیانگ ولایت په مرکز اورمچي کې د سهارني گڼې گوڼې په مارکیټ کې د خلکو په منځ کې گرځیدل او ترې چاودیدونکي توکې غورځول کیدل. همداراز ویل شوي دي چې د دغو موټرو له ډلې څخه یو یې پخپله هم چاودلی دی. چینیايي رسنې دغه پېښه «د سختو ترهگریزو بریدونو» یوه لړۍ بولي.

د چین د لنډو پیغامونو شبکې «وایبو» داسې انځورونه وړاندې کړي دي چې پکښې د پولیسو د موانعو تر شا له مارکیټ څخه پورته کیدونکې د اور لمبې او لوگې لیدل کیږي. په دغو انځورونو کې لیدل کیږي چې په وینو لړلي انسانان پر ځمکه باندې پراته دي. په قربانیانو کې زیاتره د ډیر عمر لرونکي کسان شامل دي چې د ترکارۍ د اخیستلو له پاره مارکیټ ته تللي وو.
له اقتصادي او کلتوري لحاظه محرومیت

د چین په شمال لویدیځ کې پروت سنکیانگ ولایت د مسلمانانو ایغور لږکیو ټاټوبی دی. دغه مسلمانان داسې انگیرنه کوي چې له کلتوري، اجتماعي او اقتصادي لحاظه محرومه دي او د چین د هان د قوم له لوري په سیستماتیکه توگه وار په وار تجرید کیږي. په دغه سیمه کې تل له تاوتریخوالي ډکې پېښې او وخت ناوخت بریدونه هم تر سره کیږي.

د روان میلادي کال له مارچ میاشتې کې د کونمینگ د اورگاډو په عمومي تم ځای یا ریل ستیشن کې په یوه برید کې لږ تر لږه ۲۹ انسانان وژل شوي وو او تر ۱۳۰ زیات ټپیان ول. په دغه پیښه کې وسله والو کسانو په چړو مسافر وهلي وو. د چین حکومت د دغو بریدونو مسوولیت د سنکیانگ پر بیلتون غوښتونکو وراچوي.

د اپریل په میاشت کې د ارومچي د اورگاډو په تم ځای کې په یوه چاودنه کې یو ولسي کس او دوه تنه برید کوونکي وژل شوي ول او پر دې سربیره نور ۷۹ تنه بیا ټپیان شوي ول.

د شینهوا د خبري آژانس د رپوټ له مخې د چین ولسمشر شي جین پنگ، ژمنه کړې ده چې «ترهگر به سخت مجازات کړي او د امنیت د خوندي ساتلو له پاره به هیڅ رنگه هڅې و نه سپموي».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب