1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ډيرو مسلمانانو په عقيده د ناټو نوی منشي د اسلام سره ضديت لري

۱۳۸۸ مرداد ۸, پنجشنبه

د ناټو په رأس کښي د انس فوغ راس مُسن راتلل ،د هغه دچپه کيدو سره ملګري وه . کله چه دغه ډنمارکي د اپريل په شروع کښي د ناټودنوي عمومي منشي په حيث ترکيې ته سفر وکۍ ...

https://p.dw.com/p/J08Q
د ناټونوی عمومي منشي
د ناټونوی عمومي منشيانځور: AP

نو هلته غوځار سو، او اوږې يې سره وختلې .

ده په هغه وخت کښي ويلي وه ، «د بده مرغه ما نن سهار په خپل هوټل کښي کوچنی تصادم وکۍ،خو ډير ژر د ترکيې يوه روغتون ته ولاړم ، اوږه يې راوتړله ،او دادی اوس بيرته خپل هوټل ته راغلم . »

د ترکيې اخبارو په مسخره آميزه ډول ورباندي وليکل ،چه خدای يو څه کومک وکۍ . ددې دمخه د ناټو غړي هيواد ترکيې په سټراس بورګ کښي کوښښ کړی ؤ،چه راس مُسن د ناټو عمومي منشي نسي ، خو نتيجه يې نه وه ورکړې . اوس کله چه راس مُسن د راتلونکي شنبه په ورځ د ناټود عمومي منشي توب وظيفه رسمأ پر غاړه واخلي ،او په کار شروع وکي ،نو دده سره په اسلامي نړۍ کښي مخالفت حتمي دی .

د راس مُسن سره مخالفت چه ډير وخت صدراعظم ؤ، د حضرت محمد(ص) د کاريکاتورونو پر سر دی ،چه په 2005 کال کښي داولي پلا دپاره په ډنمارکۍ ورځپاڼه «يولنډس پوستن » کښي چاپ سول ،او د تشدد ډکو اعتراضونو سره ملګري وه .

راس مُسن که څه هم کوښښ کاوه چه هغه آرام کي ، خو هميشه يې د مطبوعاتو د آزادۍ خبره کوله . د ترکيې صدراعظم رجب طيب اردووان ددې کبله د ناټو دعمومي منشي په حيث د راس مُسن پر قابليت باندي شک لري ،چه په ټوله نړۍ کښي دي د سولي دپاره هغه پکار يوسي .

پخپله په ناټو کښي هم ددې تشويش موجود دی ،اووايي چه 56 کلن راس مُسن به په اسلامي نړۍ کښي د راظاهيريدو پر وخت د اعتراضونو سره مخامخ سي ،چه هغه به نه يوازي دده شخصيت ،بلکه ناټو ته هم تاوان ورسوي .

خو راس مُسن بيا په اپريل کښي د ناټو دعمومي منشي کيدو پر وخت ويلي وه چه ، «بايد د اسلامي نړۍ سره د ګډ کار او رغونکو خبرو کوښښ وسي ،چه دغه هدف ته د رسيدلودپاره ښه امکانات د مديترانې د غاړي د هيوادو غونډه او يا د استانبول د ګډکار جرګه يو ډير ښه امکان بلل کيدای سي . »

د راس مُسن يو لمړنی سفر د ناټو د عملياتو مهم ځای يعني افغانستان ته دی ،چيري چه د ناټو تر رهبرۍ لاندي 64500 عسکر فعاليت کوي .

د ناټونوی عمومي منشي راس مُسن د پخواني عمومي منشي ډې هوپ سخيفر څنګ ته
د ناټونوی عمومي منشي راس مُسن د پخواني عمومي منشي ډې هوپ سخيفر څنګ تهانځور: AP

د طالبانو پر ضد د کاميابۍ پخاطر د همسايه هيوادو پاکستان اوايران سره ګډ کار ضروري دي .

د ناټو يوه عالي رتبه مامور وويل چه راس مُسن تر اوسه پوري کم نوي کارونه ندي کړي . دی په غټو هيوادو لکه جرمني ،انګلستان اوفرانسه کښي هم دډيري علاقې وړ ندی . دوی فقط کوښښ وکۍ چه دده پوسيله ډې هوپ سخيفر ليري کي . آيا داچه ترکيې به ددې په مقابل کي يو لوی مقام پلاس راوړی وي ، ناټو نه غواړي هغه تاييد کي .

د امريکا جمهوررييس بارک اوباما مجبوره دی ،د انقرې په مقابل کي د راس مُسن څخه شخصأ ملاتړ وکي . په واشنګټن کښي دغه ډنمارکی د امريکا د پخواني جمهوررييس بوش د وفادارۍ له کبله مشهوره دي . د بوش پخاطر ده د خپلو خلګو د ارادې پر خلاف عراق او افغانستان ته عسکر وليږل .

په بروکسل کښي د ناټو په مرکزي قرارګاه کښي به بيا راس مُسن په راتلونکو څلورو کلو کښي د خپلي اوه کلني حکومتي تجربې پر اساس د هغه سره کومک وکي .

خو د ناټو د 12م عمومي منشي په حيث بايد راس مُسن خپل فکر ته تغير ورکي . ځکه چه د ناټو مشر د 28 غړو هيوادو خدمتګار دی ،او نه لکه صدراعظم د تصميم نيولو صلاحيت لري او نه هم نور کم د صدراعظمۍ امتيازات لري . پدې خاطر بايد هميشه دې او آخوا ته ولاړ سي ،او په اصطلاح د غړو هيوادو څخه فقر وغواړي . په غير د هغه به پسله 6 مياشتو د انزوا سره مخامخ سي .

د بلي خوا بيا راس مُسن غواړي په دغه 60 کلن زوړ نظامي پکټ ناټو کښي اساسي تغيرات راولي . دده دوياند جيمس اپاتوراي د قوله راس مُسن غواړي ناټو داسي شفافه او روښانه کي ،چه هيڅ وخت دهغه دمخه نه وه . د هغه جزييات به راس مُسن د دوشنبه په ورځ په خپل لمړني مطبوعاتي کنفرانس کښي بيان کي .

AFP/

کتونکی : محمد قاسم نوري