1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د ډيرو هگيو خوړل، څومره زیان لري؟

۱۳۹۶ آذر ۳۰, پنجشنبه

هګۍ په پوره خوراکونو کې راځي. خو د زیاتره افغانانو د خوښي دغه خوراک څه نا څه بد نوم ګټلی دی. د هګۍ په خوړو سره د انسان کولسترول لوړیږي. خو پوښتنه دا ده چې څو دانۍ هګۍ خوړل تاوان نه لري؟

https://p.dw.com/p/2pkTi
Eier mit Senfsoße
انځور: Colourbox

له یوې خوا هګۍ که بشپړ خورک او ارزانه ګڼل کیږي، خو دغه پوښتنه چې څومره یا څو دانۍ هګۍ خوړل زیان نه لري، توپير کوي. ځینې خلک بیا په دې باور دي چې د هګیو ژیړ خوړل د زړه د ناروغیو سبب ګرځي او انسان ته دا پوښتنه پيدا کوي چې آیا هګۍ صحي خواړه دي که نه؟

د دې پوښتنې تر ځواب مخکې د هګیو په هکله دوې مهمي موضوعگاني: لومړۍ دا چې د هګیو سپین تر ډیره پروټین لري او ژیړ یې بیا معدني او غذايي مواد او ډیر قوي ګڼل کیږي. خو اصلي علت چې د هګیو خوراک له زیانونو سره مخامخ کوي، هغه د هګیو د ژیړو خوړل دي. د هګیو په ژیړو کې ډیر زیات کولیسترول شته او په ورته وخت کې د انسان بدن هم خپله کولیسترول تولیدوي، نو له همدې امله هګیو څه نا څه بد نوم ګټلی دی.

یوه هګۍ په اوسط ډول ۱۸۶ ملي ګرامه کولیسترول لري او د یوه بالغ انسان له پاره د ورځي شاوخوا ۶۲ سلنه کولیسترول خوړول مناسب دي. خو ځیني وخت چې موږ د ډیر کولیسترول درلودونکي خواړه وخورو، نو په دې صورت کې د انسان بدن په کمه اندازه کولیسترول تولیدوي. سربیره پر دې، یو حقیقت چې ډیر کسان باید پرې وپوهیږي، هغه دا چې د کولیسترول خوراک د وینې پر کوليسترول باندې ډیر لږ اغیز کوي.

د چین په وهان ښار کې د هاوژونګ د ساینس او ټکنالوجۍ پوهنتون د یوې تازه څیړنې په پایله کې دا معلومه شوې چې په ورځني ډول د یوې هګۍ خوړلو له امله د زړه ستونزي او یا د زړه د حملې په برخه کې کومي منفې اغیزې نه رامنځ ته کیږي.

په دې څیړنه کې همدا راز ویل شوي دي چې هغه کسان چې د زړه ناروغي او یا شکر ولري او یا په وینه کې یې کولیسترول لوړ وي، نو په دې صورت کې باید د ورځي تر۲۰۰ ملي ګرامه ډیر کولیسترول ونه خوري. په دې صورت کې دوی باید د هګیو په مصرف کې پام وکړي.

AG(K.H/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: