1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ژغورنې د عملیاتو له کبله بر الجزیرو باندې نیوکې

مسعود جهش (Reuters, AP, dpa, AFP)۱۳۹۱ دی ۲۹, جمعه

د رویترز خبري آژانس د یو شمیر الجزایري منابعو په حواله ویلي دي چې په دغه هیواد کې د برمته شویو بهرنیو د ژغورنې عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ یرغمل نیول شوي کسان وژل شوي. د دغو عملیاتو له کبله پر الجزایرو باندې سختې نیوکې شوې دي.

https://p.dw.com/p/17MhY
انځور: Reuters

که څه هم تر دې مخکې د د الجزایرو دولتي تلویزیون ویلي دي چې د دې هیواد پوځ د هغو کسانو د ژغورنې عملیات پای ته رسولي دي چې تر دې مخکې د یاغیانو له خوا یرغمل نیول شوی ول. خو ویل کیږي چې دغه عملیات اوس هم دوام لري او لا تر اوسه پورې هم ۲۲ تنه بهرني برمته نیول شوي کسان لا درکه دي.

د الجزایرو دولتي تلویزیون چې APS نومیږي د دې هیواد د مواصلاتو د وزیر محمد سعید، به حواله ویلي وو چې په دغه عملیاتو کې یرغمل نیوونکي او یو شمیر برمته شوي کسان وژل شوي ول.

ویل کیږي چې د برمته شویو کسانو په ډله کې بریتانیاوي، فرانسوي، نارویجي، جاپاني او امریکايي وګړي شامل ول. دا په داسې حال کې ده چې انګلستان، فرانسې، ناروې، جاپان او امریکا متحده ایالاتو ویلي دی چې هغوی د وضعې په اړه معلومات لري. دغو هیوادونو پر الجزایرو باندې نیوکه کړې ده چې دوی ته یې د پوځي عملیاتو تر پیلیدو خبر نه وو ورکړی.

د بریتانیا لومړي وزیر دیوید کمرون، له خپل الجزایري سیال سره د تیلفون پر کرښه خبرې کړې دي. د کمرون یوه ویاند ویلي دي: «الجزایریان په دې خبره باندې پوهیږي چې که له موږ سره مخکې له مخکې مشؤره شوې وای نو دا به ډیره ښه خبره وای.» بریتانیا دا خبره منلې ده چې د برمته شویو کسانو په ډله د دې هیواد یو شمیر اتباع هم شامل ول.

د سپینې ماڼې ویاند جې کارني، د امریکايي برمته شویو کسانو په اړه څه و نه ویل خو ټینګار یې وکړ چې دغه هیواد حالات له نزدې څاري. د رویترز خبري آژانس ویلي دي چې د ژغورنې په عملیاتو کې یو شمیر برمته نیول شوي کسان هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله، ویلي دي چې هغه د برمته نیول شویو کسانو د وژنې خبر ډیر خواشینی کړی دی. هغه زیاته کړې ده: «ترهګر د آزادۍ له پاره نه جنګیږي. هغوی داسې بې رحمه مجرمین دي چې د بېګناه وګړو له وژنې سره کومه ستونزه نه لري.»

د پېښې په اړه ډیر معلومات نه دې خپاره شوي

یوازینی آزاد شوی وګړی چې په اړه یې یو څه معلومات په لاس کې شته، یو ایرلندي دی. د دغه هیواد چارواکو ویلي دي چې اوس دغه کس آزاد شوی او یوه امن ځای ته لیږدول شوی دی.

اسلامپاله یاغیانو ویلي دي چې ۱۵ تنه برمته نیول شوي وګړي د دولتي څرخي الوتکو په یوه برید کې ووژل شوي دي. خو دغه خبره لا تر اوسه پورې د کومې بلې منبع له خوا نه ده تأیید شوې.

یوه الجزایرې اسلامپاله افراطي یاغي چې مختار بلمختار نومیږي د دغې پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده. ویل کیږي چې دغه وګړی له القاعدې سره هم اړیکې لري.

د چهارشنبې په ورځ وسلوالو کسانو د الجزایرو په امیناس ښار کې د ګازو پر یوې بټۍ باندې برید وکړ او ادعا یې وکړه چې ۴۱ کسان یې برمته نیولي دي.

د ګازو دغه بټۍ د بریتش پترولیم British Petroleum، ناروي ستیتز اویل Norway's Statoil او یوه الجزایري شرکت له خوا اداره کیږي.

د فرانسې خبري آژانس د یرغمل نیوونکو په حواله ویلي دي چې دغه کسان له القاعدې سره اړیکې لري او د مالي له شمالي برخې څخه الجزایرو ته د دغه برید د تر سره کولو په موخه راغلي دي.