1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ژمي تاوده فصلونه، اوسني کوچنیان واوره نه پیژني

۱۳۹۸ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

د آلمان په ډیرو سیمو کې د واورو وریدل کم سوي دي. دا په دې معنی ده چې په تیره بیا کوچنیانو په نُدرت سره واوره لیدلي او ډیر لږ یې ورسره د لوبو امکانات لرلي دي.

https://p.dw.com/p/3XwPU
Deutschland Erster Schnee auf dem Brocken
انځور: picture-alliance/dpa/M. Bein

که څه هم په آلمان کې د ژمي په موسم کې میندي او پلرونه هڅه کوي له واورو ډکو سیمو ته سفرونه وکړي خو حتی د الپ د غرونو، د سکي وهلو په سیمو کې هم د واورو کمبود لیدل کیږي. له کلونو راهیسې د ژمي موسم وار په وار د تودیدو په حال کې دی او په دې ډول واوره هم د کمیدو په حال کی ده. 

د آلمان د هواپیژندنې د ادارې په حواله، له ۱۹۶۱ کال څخه تر ۱۹۹۰م کاله پوری په اوسط ډول ۴۷ ورځی دغه هیواد په واورو پوښلی وو. په تیرو ۳۰ و کلونو کیې دغه ډول ورځي په واضح ډول مخ په کمیدو دي. ځینی وخت د هغو شمیر شلو ورځو ته رسیدلی. خو له واورو ډک ۲۰۱۰ کال په هغه کې شامل نه دی.

په هانوور ښار کې یو درې کلن هلک واوره یوازی د کوچنیانو له پاره کتابونو څخه پیژني. د هغه د زیږیدو راهیسي په دغه سیمه کې ډیره لږ واوره اوریدلې ده. سږکال هیڅ واوره ونه سوه. په ۲۰۱۹م کال کې یې هم اندازه ډیره کمه وه.

آیا د کوچنیانو د کتابونو انځورونه باید په راتلونکي کی بل ډول وي؟

په هامبورگ کی د کوچنیانو د کتابونو د مطبعې ویانده کاترین هوگریبه دا خبره تأییدوي چی په پام کی ده داسي یو کتاب چاپ سي چی په هغه کی به د کرسمس جشن پرته له واوری لمانځل کیږي.