1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ژمي سړه هوا او په کږديو کي ژوند

۱۳۹۰ بهمن ۲۳, یکشنبه

د هيواد د ډيرو نورو سيمو په شان په خوست ولايت کي هم بيرته راستنه شوي کډوال بې سرپنا او تر خېمو لاندي ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/142GI
انځور: DW

دغه کورنۍ چي په دښتونو کي ئې خېمې درولي دي د ژمې په دې سړه هوا کي له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

ددغو کورنيويو شمېر ماشومانو له دويچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کي د سړې هوا له کبله په ژړغوني غږ د مرستي غوښتنه کوله چي د شپې ئې ډير ساړه کيږي او په هيڅ نه توديږي.

د خوست ښار په لوېديځ کي د نوي گمرک جوړېدونکي ودانۍ ته څېرمه شاوخوا ۸۰ کيږدۍ ولاړي دي او د ژمې په دې سړه هوا کي هيڅ هم نه لري. ددوی دغه زړو خېمو ته چي سړی وگوري نو پوهيږي چي دا خو د هيڅ ډول سړې هوا مخنيوی نسي کولای.

د خوست د کډوالو او راستنيدونکو چارو ځايي اداره هم وايي، چي په دې ولايت کي نوي راستانه شوي کډوال تر سختو شرايطو لاندي ژوند کوي. د دې رياست مشر ګلاب پښتون دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وويل، چي په دې وروستيو څو مياشتوکي خوست ته له ګاونډيو هيوادونو ايران او پاکستان څخه شاوخوا څلورسوه کورنۍ را کډه شوي دي.

«موږ پوهيږو چي دغه کډوال له سختو ستونزو سره مخامخ دي. خو زموږ اداره په لاس کي څه نه لري په تش لاس يو او هيڅ راز مرسته نه شو ورسره کولاى.»

گلاب له مرکزي دولت څخه غوښتنه کوي، چي خوست ته مرستي ور ولېږي، چي ددغو کډوالو لومړنۍ ستونزي په حل شي.

د خوست د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئيس ګلاپ پښتون زياتوي، هغه کډوال چي له ګاونډيو هيوادونو څخه راستانه شوي دي او له ځان سره د مهاجرت په فورمه کي د سرپنا ځاى ونه لري، نو دوى به هغوى ته د استوګني له پاره د مهاجرينو په ښارګوټي کي يوه نمره ځمکه هم ورکړي.

نوموړى په داسي حال کي مهاجرينو ته د نمرو د ورکړي ژمني کوي، چي څو کاله وړاندي د خوست ښار ختيځ ته د مرکز اړوند د کونډيو په سيمه کي د مهاجرينو له پاره د قلموال په نوم د يوه ښارګوټي چاري پيل شوې.

خو ددغه ښارگوټي ويش بشپړ نه شو او تر دې دمه ئې د جوړولو چاري نيمګړي پاته دي او چا ته پکښي د کار کولو اجازه نه ورکول کيږي.

له پاکستان او ايران څخه ډيری را ستانه سوي گډوال په هيواد کي د سرپناه د نشتوالي په خاطر تر لږ ځنډ وروسته بيرته دې ته مجبور سوي دي چي کډوال سي او بيرته په زرو افغانۍ مصرف کړي تر څو يوه گاونډي هيواد ته ځان ورسوي.

ايران خو په دې وروستيو کي اعلان کړی وو چي افغان کډوال به د ژمې په دې سړه هوا کي بيرته خپل هيواد ته ستانه کړي.

فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل