1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ژنيو په کنفرانس کي د ايران د ګډون په اړه به امريکا او روسيه پريکړه کوي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۱۷, سه‌شنبه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي دي چي د ژنيو و دوهم کنفرانس ته د ايران د ور بللو پريکړه دي د امريکا او روسيې د بهرنيو چارو وزيران وکړي. بان کي مون روښانه کړې ده چي په کنفرانس کي د ايران له ګډون سره موافقه لري.

https://p.dw.com/p/1AmC2
انځور: picture-alliance/dpa

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي ويلي دي چي د دشنبې له ورځي (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۶) راهيسي د دغه سازمان عمومي منشي بان کي مون په کنفرانس کي ګډون کوونکو هیوادونو ته د بلنليکونو لېږل پيل کړي دي. د سوريې د سولي دغه کنفرانس ته د ژنيو د دوهم کنفرانس نوم ورکول سوی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي وياند فرحان حق، د سه شنبې په ورځ د دغه خبر د اعلانولو پر مهال وويل چي ايران و دغه کنفرانس ته چي په سويس کي تر سره کيږي وربلل سوی نه دی، خو بان کي مون د ايران له وربللو سره موافق دی.

د سوريې د سولي په کنفرانس کي د ګډون کوونکو هيوادونو نومونه اخيستل سوي نه دي، خو حق وايي چي د برخه اخيستونکو هيوادونو ليست د تيرکال د ډسمبر مياشتي پر۳۰ نېټه د امريکا او روسيې د استازو په هغه غونډه کي چي د سوريې له پاره د ملګرو ملتونو او عربي ټولني ځانګړی استازی اخضر ابراهيمي هم حاضر وو تصويب سوی دی.

د دغه راپور پر اساس روسيه او امريکا متحده ايالات تر اوس لا د ژنيو په دوهم کنفرانس کي د ايران د رول په اړه موافقې ته رسېدلي نه دي. خو د ملګرو ملتونو وياند ويلي دي چي دوی هيله من دي چي د جنورۍ مياشتي پر ۱۳ نېټه به د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کېړي له خپل روسيې سيال سرګي لاوروف سره په ليدنه کتنه کي دغه مسله حل کړي.

د ژنيو د دوهم کنفرانس له پاره د تياري غونډه
د ژنيو د دوهم کنفرانس له پاره د تياري غونډهانځور: Getty Images

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د تير مېلادي کال د ډسمبر میاشتي پر ۲۳ نېټه په نيويارک کي په يوه خبري کنفرانس کي ويلي ول چي دا به ډېره ښه وي چي ايران د سوريې د سولي په کنفرانس کي حضور ولري.

د ايرا د ګډون پر سر اختلاف

د امريکا متحده ايالا، يو شمېر سيمه ييز هيوادونه لکه سعودي عربستان او د سوريې اپوزيسيون د ژنيو په دوهم کنفرانس کي د ايران له ګډون سره مخالفت ښيي. خو له بله اړخه بیا روسيه چي د بشارالاسد رژيم له پلويانو څخه ده په خبرو اترو کي د ايران د ګډون ملاتړ کوي.

د بشارالاسد د مخالفانو په باور ايران په دې دليل په دغه کنفرانس کي ګډون کولای نه سي چي د سوريې د رژيم ملاتړ کوي او د دغو ستونزو يوه برخه يې جوړه کړې ده. د ځينو راپورونو له مخي د ايران پوځونه او د لبنان د حزب الله ډلي جنګيالي په سوريه کي د بشارالاسد ځواکونو په بغل کي د ياغيانو پرضد جنګيږي.

خو ايران دغه تورونه ردوي او وايي چي په سوريه کي پوځي حضور نه لري. له بلي خوا بيا ايران او سوريه په سيمه کي يو شمېر عربي هيوادونه، ترکيه او دغه راز لوېديځ په دې تورنوي چي د سوريې مخالفانو ته وسلې او پيسې ورکوي.

د سوريې د سولي نړيوال کنفرانس به چي د ژنيو دوهم کنفرانس نومول سوی دی د رواني مېلادي مياشتي پر ۲۲ نېټه په سويس کي جوړ سي.

په دغه کنفرانس کي به د اروپايي ټولني استازي، د عربي ټولني غړي هیوادونه، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي او د نړۍ له نورو هيوادونو څخه استازي حاضر وي. په دغه کنفرانس کي به دغه راز د سوريې د دولت استازي او د هغه د اپوزيسيون د يو شمېر ډلو نماينده ګان هم حضور ولري.