1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښوراوک ولسوالۍ اوسېدونکي يو عالم ستونزي لري

۱۳۹۱ تیر ۴, یکشنبه

د کندهارولايت د ليري پرتې ولسوالۍ ښوراوک اوسيدونکي په خپله سيمه کي د چښلو د پاکو اوبو، روغتيايي اسانتياوو، ښوونيزو مرکزونو او پخو سړکونو د نستوالي څخه شکايت کوي.

https://p.dw.com/p/15KZ1
انځور: picture-alliance/Geoff Renner/Robert Harding World Imagery

د ښوراوک اوسيدونکي وايي، چي په دوبي کي، چي هوا ډېره ګرمه سي دوى اړکيږي چي د اوبو د نستوالي له امله خپلي سيمي پرېږدي او نورو ولسواليو ته کډه وکړي.

دوى له دولت څخه هيله کوي چي د اوبو د بندو تر څنګ ئې د سړک او ښوونځيو ستونزي هم ورته حل کړي. ددې ولسوالۍ يو تن قومي مشر وايي:

«په دغه ګرمي کي دونده اوبه نه وي چي زموږ حيوانات اوانسانان ئې وچښي، هغه وي چي بيا زموږ د ولسوالۍ ډېرى اوسيدونکي نژدې ولسواليوته کډه کوي. سړکونه هم نه لرو، مکتبونه مو هم پرهيڅ حساب دي، موږغواړو چي د ښوراوک ولسوالۍ ته هم د نورو ولسواليو په ډول اسانتياوي برابري سي.»

د يادي سيمې خلګ وايي، چي خپل ناروغان د پخو سړکونو د نستوالي له امله ئې د کندهار ښار پر ځاى ګاونډي هيواد پاکستان ته وړي، چي هلته ئې بيا د ورځي له خوا د پاکستان سرحدي پوليس نه پرېږدي او دوى اړوي چي د شپې له مخي خپل ناروغان دغه هيوادته په ډېرو ستونزوسره ورسوي.

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل هم د ښورواک ولسوالۍ ستونزي پرځاى ګڼي خو زياتوي، چي سږکال د يادي ولسوالۍ له پاره ځانګړې پرمختيايي بودجه په پام کي نيول سوې ده چي په خبره ئې په دې سره به ددوى دسړک، ښوونځيو او اوبو د کمښت ستونزه هواره سي:

«داسمه ده چي ددې ولسوالۍ له پاره لکه څرنګه چي په کارده هغسي خدمتونه نه دي چمتو سوي. خو سږکال د يادي ولسوالۍ له پاره په پرمختيايي بودجه کي سړک او د اوبو يو شميربندونه منظورسوي دي.»

فيصل زياتوي، چي په ياده ولسوالي کي د روغتيايي اسانتاوو د چمتوکولو په موخه يو شمېر روغتيايي مرکزونه په پلان کي لري او د ځينو ښوونځيو پر تعميرونو کار روان دئ.

دده په خبره دهمدې خلګو د لاښه خدمت په موخه ئې نوی ولسوال دې سيمي ته ليږلی دئ، چي د خلګو په مخکي پرتو ستونزو ته ښه لاس رسى ولري.

د کندهار چارواکو په خبره ښوراوک له کندهار ښار څخه سهيل لويديځ خواته ١٢٠کيلومتره ليري پرته ولسوالي ده. چي له دپاکستان سره اوږده پوله لري او خلګ ئې تر ډېره مالدار او لږ وګړي ئې په کرهڼه بوخت دي.

په ياده ولسوالي کي دوبى خورا تود او ژمى ئې معتدل او لږ باران پکښي اوري.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل